حکومت د لړم په نېښ، له پښې ازغی کاږي

0 1,166

سرخط ورځپاڼه
د فارياب په دولت اباد کې اربکيانو اووه اته کليوال شهيدان کړي، پنځه يې له ځان سره ژوندي بېولي او د دغو کسانو کورونو ته يې اور اچولی دی.
هغه کار چې په شمال کې طالب او داعشي و نه کړ، په حکومت پسې تړلي لنډه‌غر يې کوي.

داعشيانو په ننګرهار کې د خلکو کورونه وسوځول، کليوال يې پر بمونو کښېنول، ماشومان يې په منځ دوه ځايه کړل، طالبانو په غزني کې د خلکو کورونو ته اور ورکړ، ځوانان او ماشومان يې شهيدان کړل او د حکومت اربکيان په شمال کې لکه د خدای قهر پر دې ولس نازل دي.

توپير دومره دی چې طالب وحشي بلل کېږي، د پاکستان غلام، د پرديو د ګټو ساتونکی او سل او شل نورې ټاپې ورباندې وهل کېږي، خو اربکی سپين باز دی. د حکومت درېشي يې اغوستې، ملي بيرغ يې پر سپين موټر ولاړ دی، معاش او وسله حکومت ورکوي، نور نو هماغه طالب او داعشی دی، هماغه يې فکر دی، هغومره تاوان يې دې وطن ته رسېږي.

د هېواد په نورو سيمو کې به لا خال خال ځينې داسې اربکيان پيدا کېږي چې پر وطن او خلکو يې خوا بدېږي، نظام ته يې ګټه رسېږي او د خدای له‌پاره د خپلې سيمې ساتنه کوي، خو په شمالي ولايتونو کې له يوې مخې د ظلم، وحشت، بربريت، ناموس لوټنې، لارو شوکوونې، غلا او غديو عاملان همدا کسان دي.

د شمال په ډېری ولايتونو کې همدا کسان له نادارو بزګرانو څخه د عشر په نامه د هغوی د اولادونو ګوله اخلي، د لويو لارو پر سر ولاړ وي، د مسافرو موټر دروي، چې څه ورسره وي، ورڅخه يې لوټي او د غلو غوندې يې شکوي، سرسايه، زکات او نور هغه نومونه دي چې دغو لنډه‌غرو د طالب غوندې پر خپلو لوټماريو ايښي دي او ځان ته یې جواز ورکړی چې باید ولس ولوټي.

طالب به لا په ځينو برخو کې بيا هم تر دوی شرف لري، ځکه د حکومت موټر خو نه چلوي، معاش خو له حکومت څخه نه اخلي، تېل او ډوډۍ خو د حکومت نه مصرفوي، دا دعوه خو نه کوي چې دی د دې نظام عسکر دی، ټوپک يې اخيستی، له پاکستانه راغلی، د ډېرو يې په جېبو کې پاکستاني کارټونه او کلدارې دي، مخامخ راځي، وطن ورانوي او بېرته پاکستان ته اوړي. دغه لنډه غر خو نه يوازې ولس لوټي، خلک وژني، غلاوې کوي، پر عزتونو او ناموسونو بريدونه کوي، له نظام څخه د خلکو زړه توروي، د ولس او نظام تر منځ واټن ډېروي او خلک د نظام پر ضد جګړې کولو ته مجبوره کوي.

د شمال د اربکيانو لويه برخه د همدې دوه سري حکومت د فاسدو چارواکيو بړيڅي دي. پخواني توپکيان دي چې اوس د حکومت د لنډه‌غرو چارواکيو ګټې ساتي، کانونه ورته لوټي، بدۍ ورته کوي، سړي ورته وژني او که اړتيا پېښه شي او د همدې فاسدو چارواکيو ګټې له حکومت څخه بېلې شي، په هماغه ورځ به د حکومت پر ضد تر ټولو مخکې همدا کسان ولاړ وي.

حکومت په ړندو پشيانو موږکان نيسي، په لوی لاس خپلې پښې په تبر وهي، قصدا له ځانه د خلکو نفرت پيدا کوي. خلک څه ملامت دي، خو د حکومت په توپک شهيدان شوي، د حکومت په موټر کې لنډه غر ورغلي، د حکومت په مرميو يې ويشتي، د حکومت کسانو يې کورونو ته اور ورکړی.

دا کرکه ورځ په ورځ ډېرېږي، يو وخت به راشي چې د دې خلکو د واک نشه به له سره تللې وې او د ولس لاسونونه به يې تر ګرېوان ختلي وي. بيا به په تلليو اوبو پسې بېل وړل بې ګټې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply