د تدارکاتو د کمیسیون لخوا شاوخوا پنځه سوه شرکتونه بلاک لیسټ شوي/ مجید قرار

0 1,139

له لومړي سره تر اوسه د تدارکاتو د کمیسیون لخوا شاوخوا پنځه سوه شرکتونه بلاک لیسټ شوي چې هر یو یې یا د وکیل دې، یا د جهادی رهبر دی، یا د بل قومي دلال دی. دا کار ولسمشر د داسې کمیسیون په وسیله کړی چې هم سیګار، هم د حکومت ټول غړي، هم وکیلان او هم کله کله د مدني ټولنې غړي نېغ په نېغه پکې ناست وي او نظارت یې کوي. دا شرکتونه نه د قومونو دي، نه د سمتونو دي، نه د ولایتونو دي. دا د اشخاصو شرکتونه دي. مشکل یې دا دی چې حاجي صاحبان او وکیل صاحبان اوس په زغرده دا نشي ویلای چې زما شرکت فاسد و، بلاک لسټ شو، له ملیونونو ډالره غلا محروم شوم، نو دا ناره یې را پورته کړې چې زما پر قوم ظلم روان دی. هلکه د دې شرکت څومره عواید تا په قوم مصرفول؟ کوم قوم ستا د شرکت له فاسدو عوایدو ګټه لیدلې خو تر ټولو مخکې دې د همدې قوم له پروژې غلا کوله او د همدې قوم سړک او ودانۍ دې بې کیفیته جوړوله. یو باریک تفکیک ضرور دی. ولسمشر غني د تدارکاتو د کمیسیون له لارې نه یواځې سپما کړې، بلکې د دوی په نامشروعو عوایدو یې فشار را وړی، خو د دوی د سیاسي نفوذ په برخه کې یې لا اقدام نه دی کړی. یعنې ددوی پر عوایدو یې ګورت را ټینګ کړی، خو د دوی پر قدرت یې نه لا دی. چې کېدای شي همدا به یې غوره لاره وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply