محمد باهر نیازی/ پسونه ولسونه او هوښیار قصابان

0 1,178

د ولسواکي د اصولو پر اساس د دولت او ولس ترمنځ ژوره اړیکه شته. د دې اړیکو پیوند هماغومره چې نازک دی، غښتلی هم دی. خو د درېیمې نړۍ کیسه جلا ده. هلته چې پیوند خوسا دی؛ نو خود به یې میوه هم اومه یا ورسته لاسته راځي.
د ۲۰۱۴۴ ز کال د ټاکنو ترخو تجربو زما په څېر ډېری ځوانان په زړونو داسې داغلي چې ښایي له وضعیت څخه د تېښتې یوازینۍ لار ورته ددې بهیر بایکاټ ښکاري، خو ایا دا د حل مناسبه لار ده؟

خو له دې وضعیت د خلاصون لارې چارې هم دومره ساده او اسانه نه دي چې که په اوسني ډول روان وو، نو حد اقل په راتلونکې یوه لسیزه کې دې ترې ځان خلاص کړای شو.
د ولس د استازو، سیاسي مشرانو، متنفذینو، فعالینو او بېلابېلو غمخوارانو په نومونو هر یو یې ددې پیوند د خوسا کېدو عامل دی. موږ هم پرې ښه پوه یوو، خو بیا هم ورپورې زړه تړو او د هوسا راتلونکې لپاره یې ثمر ته ناست یوو.

زما په څېر ډېری له دې وجې په وجداني عذاب اخته دي چې د څویمې تجربې په توګه ولې له خلکو سره داسې کېږي او په داسې خلکو ولې دولت ملامت شي او ولې د پیوندونو خوسا کوونکي؟
د پسونو ملتونو او هوښیارو قصابانو معادله همدا ایجابوي. څوک چې د خپل سرنوشت ټاکلو واک او اختیار پخپل لاس کې نه لري، نو سبا ولې له هغه مشر او مامور ګیله کوي چې دوی ته کار نه کوي، خپل واک او اختیار نه لري او د بل د خوښې سړی دی؟ دا چې نن موږ پخپله خوښه د دغو قصابانو زنځیرونه خپلو غاړو ته وړو، سبا ولې چیغې وهو چې چاړه مو تر مرۍ ورسېده؟

وږی ولس یوازې خپل نن ګوري، خو سبا ته یې فکر نشته چې اولادونه به یې هم دده په څېر د قصابانو زنځیرونه په غاړو کې وړي او د غلامۍ دا کړۍ به همداسې روانه پاتې کېږي، اکثریت به همداسې غلام وي او یو څو کسه به یې باداران.

ايتلافونه؛ تکراري تجربې
د وروستیو ايتلافینو لویه ادعا دا ده چې په دسترخوان کې یې منفي بدلون راغلی. اصلاً د ولس خو هم غوښتنه همدا ده. هغه دسترخوان چې باید دېرش میلیونه خلک پرې راتاوو وای، نن یوازې څلور سوه کسانو انحصار کړی. د دوی د درد چیغه هم له مالیاتو راپورته ده، هلته چې هر قرارداد د دوی باج و او په ګټه یې بهر کې د خپلو اولادونو لپاره د ارام ژوند جوړول هم یوازې د دوی حق و. دا د غور وړ موضوع ده چې د شمال، ختیځ، سویل او لویدیځ ايتلافونه ولې یوازې له همدې درده چیغې وهي او د مالیاتو دا بهیر ورته ناسو جوړ شوی دی؟

د دغو چیغو او دردونو مخکښان موږ ټول پېژنو، کومه ورځ دوی د هغه هېوادوال درد ته درمل شوي چې هره ورځ د دوی په چم او ګاونډ کې د بې کفایته امنیتي مسوولینو د ناپامۍ قرباني کېږي، دوی کومه ورځ د ولس په ګټه د اصلاحاتو غږ پورته کړی چې همدا اوس په کې له پرېمانه فساد څخه خلک ځانوژنې ته مجبور شوي. دا ټول هم له دې وجې چې پورته سکتورونه هم د وېش پر بنسټ له همدوی ډک دي او دا وضعیت خو اصلاً همدوی په ناسور بدل کړی دی.

د زړه سوي خبره خو دا ده چې د همدوی له لاسه مرګ ته راضي خلک، بېرته د همدوی د دسترخوان جیره خواره دي. کفن ورته همدا کېنګ مېکران اخلي، خو ګنډي یې د ځان له‌پاره پخپله، تابوت ورته دوی جوړ کړي، خو غځېږي په کې پخپله او بالاخره قبر ورته دوی وکني، خو خاورې په ځان واړوي پخپله.

چا تر ننه حساب کړی چې حکومت جوړ له چا دی او غواړي یې څوک؟ د حکومت په لوړو څوکیو ناست څوک دي او قرباني څوک دي؟ حد اقل د ګمارنو یو لېست خو را میدان ته کړئ چې هر څه راڅرګند شي. ددې پر ځای چې موږ «ولس» له دولت او همدغو کېنګ مېکرانو د خپل حق غوښتنه وکړو، د ځان حق هم له خپل ځانه غواړو. د لوړو څوکیو ټول لېستونه د همدوی د کورنیو او خپلوانو په نومونو ډک دي، زما او ستا حق هم همدوی خوړلی، خو ددې پر ځای چې له ګرېوان یې ونیسو، ورته په غاړه کې ګلونه اچوو.

پایله
پرېږدئ چې د دولت او کېنګ مېکرانو ترمنځ دا روانه لوبه نوره بربنډه شي. هغه دولت چې په همدې کېنګ مېکرانو خپلې ستنې ټینګوي، هغه دولت چې په همدې مفسدو خپله بقا تضمینوي او هغه دولت چې د ټول ولس د ملاتړ پر ځای د یو څو داړه مارانو ملاتړ غوره بولي. ولس ورسره څه وکړي؟

نور دا دوه اړخه لوبه راڼه میدان ته کړئ. پرېږدئ، دولت ثابته کړي چې له خپل قانوني صلاحیت او واک څخه ګټه اخیستی شي او کنه او په روانه لوبه کې ملت انتخابوي او که پنځلس کېنګ مېکران؟ د بزکشۍ په دې ډګر کې، خو یو وار د سرونو دا خپل سوداګر هم یوازې پرېږدئ چې معلومه کړي، له دولت څخه خپل حق اخیستی شي او کنه. پرېږدئ معلومه شي چې د دوی ادعاوې سمې دي او که ناسمې. دوی ته هم معلومه شي چې له موږ پرته هم څوک دي او کنه؟

دویمه ډله خو مالومه ده چې په تور بازار کې خپله سوداګري کوي، خو په لومړي لوبغاړي څه شوي چې په دې دومره لویه جُسه او امکاناتو یې یو څو لېوان لمن پر سر ور اړوي؟ دی ورته ګوري او په لاس کې شته توره پرې نه ګوزاروي!

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply