عطا محمد نور او په درځنو نور خپل سري په دې پوهېږي/ اباسین بریال

0 1,939

څوک چې څه کولای نشي، هغه ګواښونه ډېر کوي. عطا محمد نور او په درځنو نور خپل سري په دې پوهېږي، چې په پولیسو او سربازانو افسرانو کې خپل خلک لرو، چې په درز غوبل جوړولو کې به یې خواته ودرېږي، اما په دې باور لري، چې ټول ځواک یې تابع ندی، په دې متیقین دي، چې ځانګړی ځواک یوازینی جوړښت دی، چې تر دوی یې دایره راتاو کړې ده.
عطا محمد نور که هوايي ډګرونه نیولای شوای، نو دا کار یې هله کاوه، چې په مزار کې دوستم په هوا کې پښې وهلې او ده له ځمکې ناچاره ددوستم الوتکې ته کتل. که د عطا زور دومره زیات وای، د دوستم د الوتکې له بازګشت سره به یې د بلخ په هوايي ډګر کې څه مداخله کړې وه، منفکي مقرري به یې کړې وه، څه جزا سزا خو به یې کوم چا ته ورکړې وه.
د جنګسالار غټه ښیرا همدا ده، چې امریکا ته د ناځوانۍ پیغور ورکوي. موږ خو همدا ویل چې په بهرنیانو ملا مه تړئ د خپل وطن د مالکیت احساس وکړئ او سرونه ګریوان ته کوز کړئ. خو په چا یې منې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply