خپل خدای ته د جان څلورم ليک/ ژباړه: رفيع الله روشن

0 849

ماشوم چې تل به يې خپله مور تنګوله او مزاحمت به يې ورته کاوه، خپلې مورته وويل:
زه مې د زوکړې په ورځ بايسکل غواړم.
مور يې ورته وويل:
ايا ته فکر کوې چې موږ بايد تاته د کليزې په ورځ دې هرو مرو بايسکل واخلو؟
ماشوم ځواب ورکړ: هو
موريې وويل: اطاق ته ولاړشه ،قلم او کتابچه واخله او خدای پاک ته خط وليکه او ورڅخه وغواړه چې ستا د ښو او نېکو کارونو په بدل کې درته يو بايسکل درکړي.
ماشوم همداسې وکړل اطاق ته ننوت ،قلم او کاغذ يې راواخستل او يې ليکل:
لومړی نمبر ليک
سلام زما ګرانه خدایه!
زما نوم جان دی ،زه يو ډېر ښه هلک يم نو اوس غواړم چې ماته يو بايسکل راکړې.
ستامينه وال، جان
جان چې فکر وکړ دا ليک خو دروغ دی او بايسکل يې په لاس نه راځي نو يې ليک بېرته وڅېره او ويې ليکل:
دوهم نمبر ليک
سلام زما نازنين خدايه!
زما نوم جان دی او ما تل هڅه کړې چې يو ښه هلک اوسم، نو دمهربانۍ له مخې ماته يو بايسکل راکړه.
جان
کله چې جان وليدل چې دې ليک ته يې هم ځواب ونه ويل شو نو دايې هم وڅېره او ويې ليکل :
درېيم نمبر ليک
سلام ګرانه خدايه!
سمه ده زه دا منم چې زه يوښه هلک نه وم خو که ته ماته زما دکليزې دورځې په خوښۍ کې يو بايسکل راکړې زه ژمنه کوم چې ښه هلک شم.
جان
جان يوڅه فکر وکړ اوله ځان سره يې وويل چې دې ليک ته يې هم چا ځواب ورنکړ،نو يې داهم وڅېره،تر لږ فکر وروسته يې مورته وويل:
زه غواړم کليساته لاړ شم.
مور يې پوه شوه چې په همدې هنر ورنه ځان خلاصولی شي ،نو يې ورته وويل سمه ده ولاړ شه خو له ماښامه مخکې کورته راشه.
جان کليساته ولاړ، يو څو شېبې کيناست ،ويې ليدل چې څوک نشته نو يې منډه کړه مجسمه يې پټه کړه او د کور په لور ولاړ.
کله چې کورته ورسېد مخامخ خپل اطاق ته ولاړ او نوی ليک يې داسې وليکه:
څلورم نمبر ليک
سلام زما مهربان خدايه!
د سپېڅلې مور مجسمه له ماسره ده که يې غواړې نو زما د زېږېدنې ورځې لپاره يوه بايسکل راکړه ، بيايې درکوم.
جان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply