عامر خان وايي، خانان يې خوښ دي، خو د هغوی پېښې نه کوي

0 1,164

د هندي سېنما مشهور فلمي ستوری عامر خان چې لا یې هيڅ فلم نه دی ناکام شوی او د خپلې وړتيا په زور يې ځان د شهرت لوړ پوړيو ته رسولی، په خپلو وروستيو څرګندونو کې يې د سلمان خان او شاه‌رخ خان تمثيل ستايلی دی.

عامر خان د خپل راتلونکي فلم “سیکریټ سوپر سټار”د ټرېلر وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته ویلي؛ “د یوه یا دوو فلمونو له ناکامۍ سره د یوه مشهور فلمي ستوري پر ټول فعالیت ډېر اغېز نه کېږي، شاه‌رخ او سلمان دواړه وتلي ممثلان دي او زما د دوی کار ډېر خوښ دی. ”

عامر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د سلمان خان “ټیوب لایټ” فلم په دې وروستیو کې نندارې ته وړاندې شو چې ډېر کامیاب نه و.
همدا راز له تېرې څه مودې راهیسې د شاه‌رخ خان فلمونه هغومره عاید نه لري، څومره چې تمه ترې کېږي.

له عامر نه پوښتنه وشوه چې ایا غواړي د سلمان خان او شاه رخ په څېر ممثل شي؛ هغه په ځواب کې وویل؛
”زه چې چېرې یم، همدلته خوښ یم، زما او مینه‌والو تر منځ مې یو مینه‌ناک تعلق دی چې له کبله یې دا دومره کلونه کار کوم. ”

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply