د برښنايي تذکرو ویش دې له خیره زر تر زره پیل شي ، د غرض خاوندانوپکې ډیرې ببولالې راپیدا کړې او ترننه یې دا ملي او حیاتي پروسه ځنډولې ده .
یو خو دې خدای د ثبت احوال نفوس ادارې ته (په مرکز او ولایاتو کې ) هدایت وکړي د تذکرو د لیکلو له پاره یې داسې مامورین ګمارلي دي ، چې یو ځل د چا نوم او پوره پیژندګلوي ولیکي که بیا یې هماغه مامورته د دویم ځل له پاره ور وښایې نو هغه خپل لیکلی خط بیا سم نشي لوستلای ، چې دا کوم نوم دی .
د هر افغان دا اوسنۍ (پاڼه ) تذکره چې وګورئ دومره په بدرنګ او ناولي خط ډکې شوي دي چې سړی یې په جیب کې په ګرځولو شرمیږي .
څو کاله وړاندې په کابل کې د کورنیو چارو وزات ته لاړم خپلو بچیانو ته مې تذکرې اخستلې ، په کتار کې ولاړ وو ، زما په مخ کې یې یو چاته تذکره ولیکله هغه ورته وویل نوم مې صفدر دی ، ده ورته ولیکل سبدر ‌؛ نو خدای شته چې ددې مامور دا بدرنګ خط مې د خپلو اولادونو په تذکرو پیرزو نشو او بل وویریدم چې د دوي ددې ښایسته نومونو څخه راته په خپله بیسوادۍ بل څه جوړ نکړي ؛ نو مامورصاحب ته مې وویل : مدیرصاحب که اجازه راکړې چې زه د خپلو اولادونو دا تذکرې په خپل قلم ولیکم ، اول خو سم رابرګ شو ، چې ولې دا مونږ درته بیسواده ښکارو که څنګه ؛ نو ما ورته وویل چې ، ګوره دا زمونږ د ملي هویت پیژند پاڼه ده او تاسې ورته په ډیر کم نظر ګورئ په داسې حال کې چې د همدې پاڼې په ذریعه زمونږ د یو افغان پیژند ګلوي کیږي او له دې سند څخه په رسمي او غیر رسمي چارو کې د اعتبار وړ استفاده ترسره کیږي ؛ نو که دا لږ په ښایسته خط ولیکئ ډیره به ښه وي ، مامور صاحب راضي شو او د خپلو بچو تذکرې مې په خپل قلم ولیکلې ، خوښې یې شوې او بیا یې راته وویل چې ، که دا قلم دې ماته راکړې ، قلم مې ورته ډالۍ کړ ؛ خو ورته مې وویل : وروره ښه خط د قلم کمال نه دی بلکې د شخص هنر دی .
اوس په یوه اداره کې کار کوم د ۳۴ ولایاتو د ځینو ضروري اسنادو سره د تذکرو کاپیانې هم راځي او هغه زه هره ورځ ګورم ، یو خو بدرنګو خطونو تذکرې داسې بدرنګې کړې دي چې زه ورته بیګاري او بیړنی خط وایم ، دویم دا چې د اکثرو خلکو د نومونو املا هم سمه نه لیکي ، د چانه یې څه جوړ کړي او د چانه څه ؟ ستونزه داده چې تاسو خو به یواځې خپلې تذکرې ګورئ ، کیدای شي یوه نیمه چیرته ښه لیکل شوې وي ، زه خو هره ورځ د هر ولایت څخه ځینې صادرشوې تذکرې ګورم ، ډیر ورته زوریږم او په دې ملي هویت (پاڼه) مې ډیر زړه خوږیږي ، البته دا مشکل په هغو تذکرو کې ډیر لیدل کیږي چې د یوې (پاڼې) په بڼه صادرشوي دي ، زړې (کتابچه یې ) تذکرې دا ستونزه نه لري او د هغه وخت مامورین ډیر ښه میرزایان وو.
اوریدل کیږي چې په نزدې راتلونکي کې له خیره سره الکترونیکي تذکرې پیلیږي ښه زیری دی ، د ثبت و احوال نفوس الکترونیکی ادارې پخوا له ځینو دولتي ادارو څخه نظر پوښتنه ترسره کړې وه ، ښکاره ده چې ډیرو ادارو او د نظر خاوندانو به ورته ګټور وړاندیزونه او مشورې ورکړې وي ؛ خو :
د الکترونیکي تذکرو د ویش سره خو به هغه د بدرنګو خطونو ستونزه حل شي ، خو شرط دادی چې ، څوک چې په کمپیوټر کې دفورم او یا خاص د تذکرې د فارمټ ډکولو او یا لیکلو مسؤلیت لري هغه دې د ښه سواد څخه برخمن وي ، ځکه یو خو پخوانۍ تذکرې تقریبآ د املا له پلوه غلطې لیکل شوې دي مثلآ : د شاه محمد پر ځای شامد ، یحیی / یحی ، ګلاب /ګلاف او ………لیکل شوي دي .
د دنیا ټولې ژبې دوه حالته لري ، چې یو ته ګړنۍ بڼه او بل ته لیکنۍ بڼه ویلای شو . دا پخوانۍ (پاڼه ) تذکرې چې یو شمیر یې غلطې لیکل شوي دي د ګړنۍ ژبې په اساس لیکل شوي دي او لیکونکي یې ځان ته زحمت نه دې ورکړی چې هغه په لیکنۍ بڼه ولیکي او یا خو دا چې د ښه سواد نه محروم و ، ځکه هر هغه څه چې زمونږ نالوستو وطنوالو په خپله لهجه ورته نوم ښودلی دی په هماغه غږ یا بڼه یې لیکلی دی ، چې دا په یو داسې ملی سند کې نه دي پکار.
بل دا چې په (پاڼه ) یا زړوتذکرو کې د یو چا له نوم سره صفت هم لیکل شوی دی مثلآ : حاجی ملا ګل ، حاجي صفدر، حاجي رفیق ، حاجي پیغمبر قل یا مولوي / مولانا / ملا سید میران شاه . دلته اوس د مولوي ، مولانا، ملا یا سید لیکلو ته څه ضرورت دی خو بس میران شاه دی نو ، او حاجي صاحب خو د فرضیاتو نه یو فرض ادا کړی دی ضروري نه ده چې حاجي دې دده له نوم سره یو ځای په تذکره کې هم ولیکل شي .
د میرمنو د نوم لیکلو سره هم یو عالم جفا شوې ده ، د میرمنو نومونه خو تر ټولو ډیرې املايي غلطۍ لري مثلآ : څانګه به یې په صانګه لیکلې وي د ملیحه پرځای به یې مالیه لیکلې وي او د بي بي صفت ورسره لیکل شوې وي . خدای دې دوي ته هدایت وکړي هسې په هسې او په خپله خوښه د چا له نوم سره اضافه توري او یا هغه غلط لیکل نه یواځې دا چې غلط کار دی بلکې جرم دی هغه هم په تذکره کې .
اوس مو د الکترونیکي تذکرې له نوې ادارې نه دا غوښتنه ده چې که کولای شي او څه قانوني ستونزه ونه لري نو په زړو تذکرو کې دې غلط لیکل شوي نومونه په نویو هغو کې اصلاح کړي او صفتونه دې ترې لرې کړي یو غیر ضروری شی دی ، او بل خپل نوي مؤظف کارکوونکي دې و ازمایي چې دوي خو به له هغو زړو مامورصاحبانو نه بدتر نه وي ، هسې نه چې له بارانه تښتو او له ناوې لاندې کښینو ، ځکه دا اوس چې د سواد کوم حالت دی ؛ نو داهم ډیر خواشینوونکی دی ، ځوانانو خو ډکریانې اخستې دي خو باور وکړئ چې د سواد کچه یې ډیره ټیټه ده ، د املاء او انشاء به یې درته څه ووایم .
د کورنیو له مشرانو او لوستو کسانو څخه هم هیله کوم ، کله چې له خیره سره د الکترونیکي تذکرو د اخستلو له پاره تللئ ؛ نو خپل ، پلار، نیکه ، بچیانو ، کلي ، ولسوالۍ او ولایت نومونه او نورې اړوندې لیکنې په یو جلا کاغذ کې له ځانه سره ولیکئ او له نالوستو کورنیو سره هم مرسته وکړئ ، او هغه څوک چې د نویو تذکرو فورمونه ډکوي ورته پوره پام وکړئ او یا خپل لیکلي نومونه ورته په اصلي بڼه وښایئ ، له ځان سره او له دې ادارې سره به مو یو ډول مرسته کړې وي .
هیله ده چې د الکترونیکي تذکرواداره دا پورته موضوعات په نظر کې ونیسي او مونږ د ښو او بې غلطۍ تذکرو شاهد و اوسو او په ډیر ویاړ يې په جیبونو کې د زړه د پاسه وګرځوو ، خدای مو دې له دې (پاڼې) تذکرو نه زر تر زره په خیر خلاص کړي .
شهزاده هډوي
کابل ۱۶/۵/ ۱۳۹۶