ځوانان حيران دې چې د چا ومني / لیکنه : خوشحال آصفي

0 831

پرون د اګست ۱۲ مه د ځوانانو نړيواله ورځ افغان حکومت په ارګ کې داسې ولمانځله چې يو شمېر ځوانان په دغه لمانځغونډه کې شامل و او د ولسمشر غني خبرو ته به يې چکې کولې. دغې مراسمو ته ولسمشر غني په وينا کې وويل یو شمیر کسان له ځوانانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او هڅه کوي، چې افغان ځوانان د ژبې، سمت او قوم په نومونو سره وویشي. غني که څه هم د چا نوم وانخېست خو زياته يې کړه هغو کسانو ته باید په ټولنه کې ځای ورنکړل شي، چې د ځوانانو منځ کې نفاق اچوي او له هغوی څخه د وسیلې په توګه کار اخلي. غني همداراز وویل، د خپل حکومت په شاوخوا درې کلنه موده کې یې، زیات تمرکز پر دې وو، چې په حکومتي ادارو کې زیاته ونډه ځوانانو ته ورکړي.

که څه هم ولسمشر غني په خپله تيره شوې درې کلنه دوره کې ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کاري زمينې د برابرولو يادونه وکړه چې ګويا ځوانانو ته يې زياته ونډه ورکړې؛ خو بل لور ته پر حکومت بيا له دې امله نيوکه کيږي چې په خپلو هغو ژمنو کې پاتې راغلی چې ځوانانو ته يې د کاري فرصتونو د ايجادلو لپاره ورکړې وې. نه يواځې دا چې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه شول بلکې په زرګونو ځوانانو له هيواده پښې سپکې کړې، اروپايې هيوادونو ته د تګ پر مهال ګن شمېر يې ژوند له لاسه ورکړ، هغوی چې دلته په افغانستان کې دي په کور دننه هره ورځ په لسګونو څه د دښمن له خوا او څه د مخدره توکو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ولسمشر غني رښتيا وايې چې له ځوانانو څخه يو شمېر مغرضې کړۍ د شومو موخو لپاره ګټه پورته کوي، رښتيا هم يو شمېر پلورل شوې او پردي پالې څېرې شته چې د خپلو ګوندي او شخصي ګټو لپاره د ځوان قشر له سپيڅلو احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي. قرباني له ځوانانو اخلي او مزې او چړچې پرې خپله کوي. ښه بېلګه يې د زنبق څلور د خونړي بريد د غندلو په موخه په کابل کې له لاريونوالو د څو پلورل شويو څېرو ناوړه ګټه ده چې په کې په لسګونو ځوانانو د شهادت جام وڅکلو. که څه هم ځوانانو د خپل ځوان احساس له مخې غوښتل د زنبق څلور لاري په بريد کې د وژل شويو افغانانو درد تر ارګه ورسوي خو په منځ کې يې پردي پالو کړيو ځای موندلی و او د ځوانانو له دغو احساستو يې د حکومت پر ضد د کودتا کولو لپاره ګټه اخيستله چې بيا کابو شول.

د يو هيواد د پرمختګ لپاره درې شيان ضروري دي. ځوان کاري ځواک، طبيعي زيرمې او د اوبو سرچينې؛ چې له نېکه مرغه افغانستان دا درې واړه لري خو د کار سړی نشته چې څوک ترې استفاده وکړي. که چيرې يو څوک راپيدا شي او له دغو خدای راکړو نعمتونو څخه مو د هيواد د پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي نو د استخباراتي کړيو لخوا ورته په کور دننه پراخ چلينجونه جوړول کيږي او په يو نه يو ډول ورته خنډونه جوړيږي څو پرېنښودل شي چې له دغو سرچينو ګته واخلي.

اوس زمونږ له ځوانانو لاره ورکه ده چې په کور لور ولاړ شي، د چا ومني او څوک يې غم خوري چې ورپسې اقتدا وکړي؟

له يو لوري مو دښمن د ځوان قشر د بنسټ نړولو لپاره ملا تړلې ده او هره ورځ مو په لسګونو ځوانان يا د مخالفو وسله والو په ليکو کې له حکومت سره په جګړه کې قرباني ورکوي او يا د حکومت په امنيتي ليکو کې د مخالفو وسله والو سره په جګړه کې له ژونده محروميږي. بلا  که له هر طرفه راځي؛ موخه او هدف يې يواځې د افغانستان د ځوان قشر او ځوانې انرژۍ له منځه وړل دي. له بل لوري فقر، بيکاري او اقتصادي ستونزو مو ځوانان د بلا په خوله کې ورکړل. د کورنۍ د نفقې پيدا کولو په خاطر ځوانان اړ کيږي چې له خپلې انرژۍ د وسله وال مخالف په ګټه کار واخلي.

همدارانګه د وسله وال مخالف او د کورنيو ستونزو د خطر تر څنګ بل ستر خطر هم ځوانان د تباهۍ پر لور روان کړي دي. مخدره او نشه يې توکي هغه څه دي چې له لسيزو راهيسې مو ځوان قشر له دغې پديدې سره لاس و ګريوان دی. په هر ولايت کې په ورځني ډوله په سلګونو ځوانان په نشه يې توکو روږدي کيږي. ځوانه انرژي مو په تدريجي ډول د دغې آفت له امله کميږي. يواځې د کابل پل سوخته لاندې په سلګونو داسې ځوانان پراته دي چې که کاري زمينه ورته برابره شي او د هيواد د پرمختګ لپاره يې له انرژۍ ګټه واخيستل شي نو پرته له شکه چې د هيواد د ابادۍ په جوړښت کې به يې په لسګونو خښتې ايښې وي.

خلاصه دا چې ځوان قشر مو که څه هم له دښمنه زړه خوړينی دی نو له حکومته هم ګيله من دی، حکومت هم هغه څه ورته نه دي کړي د کومو چې ورته ژمنې ورکړل شوې وې. په همدې اساس حکومت دې هم له نمايشي لمانځنو تير شي او د عمل په ډګر کې دې د ځوانانو له انرژۍ ګټه واخيستل شي. او دښمن دې هم د خدای روی وکړي او نور دې دغه معصومه طبقه د خپلو شومو موخو نه ښکار کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply