بغدادي پير / بصيرالحق عادل

0 2,030

زموږ ټولنه له بېلابېلو نادودو ډکه ده، کله کله به داسې څه پېښ شي چې له تصوره ليرې وي، خو کله کله د دې ټولنې خلک له خپلې لمنې اور واخلي، يا خو به ناپوهي وي او يا به يې تر شا نور لاملونه وي.

 دا واقعيت بايد ومنو چې افغانان پر خپل دين او مذهب ميين خلک دي، دوی ته تر هر څه لومړی عقيده مهمه ده، وروسته افغانيت، کلتور او هېوادنۍ مينه.

  د پښتنو ترمنځ چې هره خبره راشي، لومړی يې د اسلام مقدس دين سره ګوري که اړخ نه ورسره لګوي نه يې مني، تر دين وروسته ورته خپل کلتور او رسم رواج مهم دی، که کومه خبره له دود دستور سره ناسمه وي، پر وړاندې يې توند غبرګون ښکاره کوي.

 بغدادي پير که ولولو موږ د همداسې يوې لومې ښکار شوي يو، زموږ هغه هېواد چې له خپلواکۍ وروسته يې د پرمختګ ګامونه اخيستي وو او راتلونکي د روښانه افغانستان زېری ورکاوه، د روحانينو په جامه کې د بهرنيو جاسوسانو پر دروغجنو کراماتو مو پاچاهي ړنګه شوه، د پرمختګ او ابادۍ خوبونه اوبو يوړل، اقتصاد مو صفر شو، خلک مو پر نس وږي شول، قتلونه وشول او هغه افغانستان چې د برېتانيا په څېر هېواد ورته په ګونډو شو، لولپه شو.

 ډيويډ جونز چې د بغدادي پير په جامه کې د خلکو فکرونه اړول، ذهنيتونه يې بدلول، ډول ډول نقشې ورته ورکول کېدې ترڅو د خلکو باور خپل کړي، زموږ دښمن دومره هوښيار دی چې زموږ د ماتې باريکې ورمالومه وه. دوی پوهېدل چې افغانان له خپل دين څخه سر فدا کوي، نو د استخباراتو يو ډول يې په روحاني جامه کې وروزو، چې حتی په روزنه کې يې خپله افغاني استادانو هم ونډه درلوده چې دا استادان خپله د برېتانيا د استخباراتو يوه برخه وه.

  يو ځای مې د پير روښان په اړه لوستي وو چې؛ سياست کول يې غوښتل خو نه پوهېده چې پر افغانانو څه ډول ځان ومني، نو د پيرۍ په جامه کې رامخکې شو، مريدان يې پيدا شول، د تصوف لاره يې خپله کړه او د پيرۍ او کراماتو اوازه يې تر ملکونو واوښته چې هر چا په لږ وخت کې ومانه او هرې خبرې منلو ته يې خلک حاضر ول.

  خدای ج خبر، پورته خبره به تر کومه کره او رښتيا وي، خو دا واقعيت بايد ومنو چې زموږ په ټولنه کې د اسلام په نوم هر څه کېدلی شي، که دښمن هر پلان وغواړي چې پلی يې کړي، دلته يې د اسلام د مقدس دين په نوم عملي کوي چې موږ يې ډېرې او ژوندۍ بېلګې لرو او اړتيا نشته چې خبرې پرې وکړو.

  کله چې د غازي امان الله خان د حکومت د نسکورېدو لپاره برېتانيا په افغانستان خپل جاسوسان په مختلفو بڼو وګمارل، نو بيا چې يې د دوی کار او اغېز و ارزوو، تر ټولو ډېره نتيجه هغه استخباراتو ورکړې وه چې د پيرۍ او مريدۍ په جامه کې وو، چې بغدادي پير کې همدغه نقطه راخيستل شوې ده او زموږ پر هېواد د تورې ورځې د راتلو يو لامل همدا بغدادي پير او دې ورته هغه پيران وو چې دښمن د خلکو د ذهنيت اړولو لپاره افغانستان ته رالېږلي ول.

  دا واقعيت هم بايد ومنو چې موږ سره له دې چې له خپل دين سر قربانوو، دا مو ښه صفت دی خو دې قربانۍ ته بايد موږ ځير و اوسو، داسې بايد ونه کړو چې هر څه په پټو سترګو ومنو، هر څوک چې راته د اسلام په نوم څه وايو، سر ورته وخوځوو.

ځکه خو د اسلام مقدس دين موږ ته د علم او پوهې حکم کړی دی، دومره پوهه خو بايد ولرو چې ښه او بد پرې بېل کړو.

  زموږ ټولنه کې اوس هم د بغدادي پير په څېر ګڼ پيران شته، چې ډېری يې ښايي استخبارات وي، يو شمېر يې تجاران دي او په دې پلمه له خلک پيسې ټولوي، يو ډول يې د خلکو عقيدې خرابوي او له خپل دين څخه يې اړوي، خو موږ ته ټول يو شان ښکاري، احترام يې کوو، عقيده ورته لرو او پر وړاندې يې خبرې کول کوپر ګڼو، چې دا زموږ د ناپوهۍ او بېسوادۍ لويه نښه ده.

  موږ د ښو او بدو پيرانو توپير نه شو کولی، موږ حتی خپل دين کې ډېر لږ مالومات لرو، راځئ لومړی د اسلام له مقدس دين په سمه توګه ځان خبر کړو، چې موږ ته اسلام کوم اوامر او کوم نواهي راليږلي دي، هغه کارونه چې پيران يې کوي، ولې يې کوي؟ تر شا يې د چا لاس دی؟ څنګه ښه او بد پير وپېژنو؟ پيران له کومه راځي؟ ولې له بغداده دلته پير راځي؟ کله چې مو دا پوښتنې ځواب کړې ستونزه هواره ده.

 «بغدادي پير» ناول زموږ د تاريخ يو بل اړخ دی، موږ ته يې خپل اصلي دښمن معرفي کړی دی او دا يې هم راښوولي دي چې زموږ دښمن له هرې ممکنه لارې زموږ منځ کې ځان ځايولی شي او موږ بې لارې کولی شي، چې دا زموږ د ټولنې لپاره يو لوی درس دی.

 د اوسنۍ پېر د ناول تکړه ليکوال نصير احمد احمدي تر دې مخکې د ميرويس نيکه پر ژوند د «نيکه» ناول ليکلی چې هغه ناول کې يې هم د تاريخ يوه څنډه ښه انځور کړې ده، دا دی «بغدادي پير» يې هم وليکه او زموږ د ماتې يو بل لامل يې په ډاګه کړ.

 د ناول د ژبې په اړه څه نه ليکم، خو يو وړانديز بيا هم کووم، مخکې مې هم يوې ليکنه کې ليکلي وو که زموږ تاريخ په کيسه ييز نثر واوړي نو د دې يوه ګټه دا ده چې لوستل يې نه غميږي او دوهمه ګټه يې دا ده چې فکر کې ښه ځاييږي او ژر اغېز کوي، چې دا هڅه ښاغلي نصير احمد احمدي پيل کړې ده او هېله ده نور کار هم وکړي.

  خو دلته يوه خبره مهمه ده، که دا ډول ناول ليکل کېږي، يوازې بايد پر يوه اړخ خبرې ونه شي، دلته يوازې يو لامل په ډاګه شوی دی چې «بغدادي پير» دی، ښايي نور هم ډېر لاملونه وي چې د غازي امان الله خان پاچاهي يې ړنګه کړه او ودان افغانستان يې پر کنډواله بدل کړ. دغه راز د غازي امان الله خان پاچاهي نور هم ډېر اړخونه لري، د هغه پلانونه، طرحې، د حکومت ډول، د بري راز، شخصيت، د چټک پرمختګ رازونه، د خپلواکۍ اخيستل، د نورو هېوادونو سره اړيکې، سياست، ادب او دې ورته ګڼ مسايل دي چې دې ناول کې ځاييدل او که نور کار پرې هم شوی وای تر دې هم موږ ته خپل تاريخ ښه رڼېده.

  که څه هم احمدي صيب د ناول په پيل کې ليکلي دي چې د غازي امان الله خان په اړه ډېر مالومات شته دی، د ده په خبره ځکه يې دا يو اړخ راواخيسته، خو زه بيا هم هغه خپلې خبرې ته راځم، مالومات شته ښايي ګډوډ وي، مختلف وي، ژبه يې سخته وي، که دغه ټول مالومات په کيسه ييز نثر وليکل شي، تر عام نثر دا ښه لوستل کېږي، نه غمېږي او اغېز هم کوي، که راتلونکي کې دې برخې ته پام وشي نو زموږ تاريخ به ښه لوستونکي هم ولري او ډېر به روښانه شي.

 وروستيو کې مې ځوانانو ته لارښوونه دا ده چې «بغدادي پير» دې حتماً ولولي، ترڅو دوی خپل اصلي دښمن وپېژني، زموږ ټولنه کې پر ښوونځيو د کفر لګولو ټاپې والا پيران وپېژني او د هغو روښنفکره ځوانانو د ورکولو او وژلو اصلي دښمن پيدا کړي چې د بغداي پير په څېر د ډېرو پيرانو د رسوا کېدو هڅې کړي. د دوی له پلانونو او هڅو خبر شي چې زموږ د ماتې لپاره څومره هڅې کوي، څومره سختې او تکليفونه ګالي او خپل پلانونه عملي کوي.

درناوی

بصيرالحق عادل

اراکوزيا پوهنتون – لښکرګاه

۱۳۹۶/۵/۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply