د آزادۍ او خپلواکۍ په اړه پوهان څه وايي؟/ ژباړن: حسیب الرحمن نورمل

0 1,526

آزادي په يوه کس پورې تړلې نه ده، د ټولو مال دى.
(اسپنسر)

آزادي دې ته نه وايي چې څه دې زړه غواړي هغه کوه، بلکې ازادي هغه ده چې د څه حق درکړل شوی وي هغه ترسره کړې.
(وېکټور کوزن)

که یو ملت تر خپلې آزادۍ بل څه ښه او مهم وګڼي نو هرڅه به له لاسه ورکړي.
(سامرسټ موام)

خدای(ج) هغو کسانو ته آزادي ورکوي چې په لټه کې يې وي.
(جين وبستر)

کله چې د آزادۍ ونه ریښې وکړي، نو په ډېرې چټکۍ وده او نمو کوي.
)جورج واشنگتن)

د آزادۍ په قدر تر هغه نه پوهېږئ، تر څو یې چې له لاسه ورنه کړئ.
(والټر)

يو هېواد هغه وخت آزاد او خپلواک بلل کېږي، چې خلک يې آزاد او خپلواک وي.
(منتسکيو)

د خپلې آزادۍ لپاره بايد دخپلو کارونو مسووليت ومنئ.
(ليوبوسکاليا)

يو ملت د آزادۍ له لارې ښوونې او روزنې ته لاره مومي، نه برعکس.
(جورج برنارد شاو)

اې انسانه! که دین نه لرې آزداي خو باید ولرې.
(امام حسین)

آزادي د ماشوم او د جاهل د هلاکت سبب کیږي.
(تایستوس)

په یوه هېواد کې استبداد او افراطیت هغه وخت رامنځ ته کیږي چې تر اندازې زیاته آزادي ولري.
(سقراط)

آزادي حق دی، نه ډالۍ.
(رنو)

انسان آزاد پیدا شوی خو خپلو فکرونو یې د قیدونو په ځنځېرونو کې بند کړی.
(شېللر)

آزادي د ټولو انسانانو داسې شریک حق دي، څنګه چې ژوند کول د ټولو انسانانو حق دی.
(ولتر)

کله دې چې په جرئت د خپل حق غوښتنه وکړه نو پوه شه چې آزاد یې.
(صادق رضازاده)

آزادي باید د لنډ وخت لپاره له لاسه ورکړئ څو بیا یې د تل لپاره ساتونکي و اوسئ.
(مونستکیو)

هغه خلک چې د نورو د آزادۍ مخالفت کوي هغوي هغه خلک دي چې د آزادۍ لیاقت نه لري.
( … )

زموږ آزادي هغه وخت پیلیږي چې د نورو آزادي پای ته ورسیږي.
(ویکتور هوګو)

افسوس پر هغو خلکو چې د آزادۍ پر قدر نه پوهیږي.
( … )

ددې لپاره چې آزاد بنده و اوسې باید د بندګۍ قانون په غور ولولې.
(سیسرون)

که زه په جنت کې وم او څوک راته ووايي چې ته حق نه لرې چې دوزخ ته لاړ شې نو زه له جنت نه وځم.
(ژان روستان)

که څوک له ځانه آزادي تر لاسه کړي هغوي واقعي خپلواک دي.
(حمت نژاد)

هغه بشر چې د حق، فکر او عقیدې د اظهار آزادي ونه لري هغوی په ژوندیو کې نه شمېر کیږي.
(مونتسکیو)

هغه ملت چې د بل ملت حقوق غضبوي هغوي به هېڅکله د آزادۍ له نعمت څخه برخمن نشي.
(چرنیشفسکی)

هغه ترټولو بې وسه خلک دي کوم چې د آزادۍ د کلمې په اورېدلو وېریږي.
(رحمت نژاد)

آزادي یو مسولیت دي ځکه خو ځینې خلک ترې وریږي.
(برتارد شاو)

کله چې د آزادۍ احساس کوو، اړ نه یو چې د قانون خلاف کړنې ترسره کړو.
(شارل لوبیز)

آزادي ځکه ستایم چې انسان ته قوت وربښي.
(ادموند آرنو)

اې آزادۍ څومره جنایتونه ستا د پاک نامه څخه په استفادې ترسره کیږي.
(مادام رولاند)

له آزادۍ پرته ژوند کول له شرمه ډک وي.
( … )

ازادي په ریښتینولۍ تر لاسه کیږي.
(خواجه نظام)

پوهه آزادۍ ته د رسېدو لار ده.
( … )

ددې لپاره چې ښه لیکل وکړو باید په یو خپلواک هېواد کې ژوند وکړو.
(ولتر)

په کوم هېواد کې چې خلک له دولت نه وریږي، په هغه هېواد کې ظلم حاکم دی او په کوم هېواد کې چې دولت له خلکو وریږي په هغه هېواد کې خپلواکي حاکمه ده.
(توماس جفرسون)

آزادي هوس نه ده بلکې د ژوند اړتیا ده.
(بانو ورتا)

په کوم هېواد کې چې آزادي نه وي، وګړي یې په اور کې ژوند کوي.
(آرشیت دانا)

د هر ملت سره چې دآزادۍ فکر وي، له هغوی سره د پرمختګ استعداد هم وي.
(عبدالرحمن فرامرزي)

که خلک د آزادۍ پر اهمیت پوه شي نو هېڅکله به یې له لاسه ورنه کړي.
(محمد حجازي)

آزادي ده چې د حیوان او انسان ترمنځ سرحد ټاکي.
( … )

هغه هېواد چې د بیان آزادي لري هغه د پرمختګ په حالت کې دی.
(عبدالرحمن فرامرزي)

د انسان لویه غوښتنه آزادي ده.
(آشو)

هغه ټولنه چې وګړي یې په امن کې ژوند کوي هغه ټولنه پوره خپلواکي لري.
(آدالی استیونسن)

کله چې انسان آزادي له لاسه ورکړي نو ریا کارۍ ته مخه کوي.
(لوییزهی)

موږ هغه وخت آزاد یو چې د خدای(ج) اوامر په صحیح توګه ترسره کړو.
(امیر قاسمني)

هغه ملت د ژوندی وي چې تل آزادۍ ته کار کوي.
(محمد حیاباني)

هېڅوک له آزادۍ نه بده نه وړي خو ټول بیا د آزاد شخص له امر نه بده وړي.
(مارکس)

یادونه: دا ویناوې د (ویښوونکې خبرې) کتاب یوه برخه ده!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply