پښتانه په خپل کور کې څوک نه وهي، خو بېغرته تاجک…./سيد حسين پاچا

0 1,640

پښتانه په خپل کور کې څوک نه وهي، خو بېغرته تاجک، لوچک پښتون او ازبک بيا خپل سپين ږيری تربور

په کور کې پر خپله او خپلو لنډه غرو ووهل

ډارن کرزی د داسې جهادي لنډه غرو او بېباکو مخه ونه نيوله او لا يې دولتي وشخصي شتمنيو لوټولو ته پرېښوول

حکومت بايد د نوموړي د خپلسرۍ، لنډه غرۍ او بېباکۍ مخه ونيسي. ولې د يو بېوسلې تن لپاره د ۱۵۰۰ پرسونل، ټانکونو او له درنې وسلې سره راووځي؟

نوټ : حكايت ميشود كه : زمانی جنرال جمعه اڅک در دره پنجشير نزد احمدشاه مسعود زندانی بود، خانم جمعه اڅک از احمدشاه مسعود التماس ديدار و ملاقات با شوهرش نمود.

فرمانده مسعود با پيشانی باز به افراد تحت امرش هدايت داد تا زمينه ديدار خانم و شوهر را ميسر سازند.

روزيکه زنش با او ملاقات داشت احمدشاه مسعود به اشخاص خاص و وفادارش هدايت داد تا ملاقات زن و شوهر ثبت و فلم شود.

احمدشاه مسعود گمان ميکرد مبادا درين ملاقات حرف ها ورازهای پنهای نهفته باشد، اما برعکس وقتی احمدشاه مسعود فلم ملاقات ايشان را تماشا ميکند، اشک از چشمانش جاری ميشود تصوير و آواز ثبت شده فقط بالای فقر، گرسنگی وبيچاره گی اطفال جمعه خان اڅک ميچرخيد.

در يک قسمت ويديو، خانم جمعه اڅک به شوهرش با چشمان اشک بار ميگويد:

در خانه بجز همين چهار ديواری ديگر هيچ چيزی ندارم که اولاد ها را اعاشه و اباطه کنم.

جنرال جمعه اڅک:

خانه را بفروش و برای اطفال نازنينم آب و نان آماده کن.

احمدشاه مسعود بعد از تماشای فلم فورأ هدايت ميدهد که چند لک افغانی پول وقت برای خانم جمعه خان جنرال داده شود.

احمد شاه مسعود دريک جلسه ای که با فرمانده هان و سران جهادی داشت، ويديو (ملاقات جمعه خان اڅک و خانمش) را به نمايش گذاشت و گفت:

به اينست جنرال با وجدان و وطن دوست، در حاليکه از بدخشان تا فارياب امر ونهی داشت اولاد و فاميلش به نان خشک محتاج است. اما شما سران مجاهد در حاليکه در بساط تنگه نداشتيد امروز صاحب قصرها وبلدينگ ها شده ايد وهمان زنيکه توشه تانرا از نان و طلخان سالها تهيه کرد ودر کنار تان قرار داشت همين که پای تان به کابل رسيد بالای آنها امباق ها آورديد واز همين نيت بد تان بود که چهار طالب پای لوچ دوانده داخل دره پنجشير تان کرد.

زه د خطا نور غوندې دې د امريکا د بي ۵۲ الوتکو تر چتر لاندې جهادي نازولو،  زورواکو او لنډه غرو ته حيران يم چې د تېر وخت کمونيستي نظام د شمال زون قوماندان جنرال جمعه اڅک او د کورنۍ ژوند ته يې ګوره او د اوسني جهادي او ډيموکراسۍ د وخت د يو ډاګي postman د زوی ژوند ته ګوره چې د ميلياردي ډالري پانګې د لوټمارۍ له برکته اوس د قانون خلاف سرغړونې او د فرعون غوندې له ډېره کبره او غروره اسمان په غشو ولي. د الله تعالی قهر او غضب دې پر داسې جهادي لنډه غرو او جنګسالارانو شي چې د طلاو مارکيټونه، هالونه ((صالونونه))، هوټلونه، د تېلو پمپونه او نورې منقول وغيرمنقول شتمنۍ يې د هېواد په پلازمينه، شمال او بهر نورو ځايونو کې د مالي فساد ډډوزې ترې راخېژي. افسوس چې نن يې حکومت د نړيوالې ټولنې په تېره بيا د امريکا و ناټو په شتون کې مخه نه شي نيولی.

بي بي سي :

خبريال : داوود جنبش

د ولايتي شوری وکيل اصف مهمند

کله چې د بلخ والي ته لاړم، نو والي او د هغه زوی طارق نور زما پر وهلو پيل وکړ. ويل يې چې ته څوک يې چې زما دوسيې افشاء کوې؟ ته ما پېژنې که نه؟

زه پر ولسمشر، وزير او پر نورو خبر نه يم. چا ته سر نه ټيټوم، نو ته د ولايتي شوری وکيل زما پر وړاندې ودرېږې؟)).

زوی يې زما غوږ پر غاښ پرې کړ، بل زوی يې ووهلم. د پروېز پر نوم يې يو سکرتر وو ورته يې وويل چې دا پر ګولۍ ووله. زما لاسونه تړلي وو، پر کونداغ يې ووهلم. سر يې رامات کړ، نو استاذ عطا زما پر مرۍ پښه کېښوده او ښکنځلې يې وکړې او ويې ويل ((ما چې يو ځل څوک له دې ښاره ويستي بيرته نه دي راغلي، نو تا څنګه جرئت وکړ چې بيا راشې؟)).

سپينه خبره :

دا چې د ډاګي postman زوی دا خبره کوي چې ((زه پر ولسمشر، وزير او پر نورو خبر نه يم، چا ته سر نه ټيټوم، نو ته د ولايتي شوری وکيل زما پر وړاندې ودرېږې؟)).

ډېر وړاندې به نه ځو، ولې د عراق پخواني ولسمشر صدام حسين او د ليبيا پخواني ولسمشر معمر قذافي ژوند ته به ورتېر شو. له دوی دواړو په ګرده عربي نړۍ کې بل څوک دومره نران نه ول، بلکې همدوی دواړه ول چې د نورو په پرتله يې لږ له اسلام راوروسته، بلکې له اسلامه مخکې يې هم د هماغه عربي جهالت نشه او نرتوب په سر کې وو. له هر چا يې له غرب يعنې امريکا و اروپا سره ښه ګرمه او توده يارانه وه. ولې بخت چې يارانه ونه کړه او څه دوی خپله سرزوري وښووله، نو انجام يې هغه شو چې دواړه له ژونده خلاص او کورنۍ يې نيستې نابودې شوې، بلکې هېوادونه او ولس يې هم ورسره له بدو بدتر شول.

هغوی خو خپل عايد (تېل) لرل او د خپلو ملتونو له تېلو يې غلا کوله، خو زموږ په ټوله کې دغه د شمال ټلواله چې امريکا د طالبي نظام د نسکورولو لپاره بيرته راژوندۍ کړه او د کولاب له سمڅو يې راويستل او د خپل بېساري بمبارد پر زور يې بيرته واک ته ورسول او طالب يې بيرته پنجاب ته وروسپاره. بيرته يې پر پنجاب راژوندی هم کړ چې بيا يې هم له خپلو پښتنو پسې رااخېستې ده. هماغه پنجاب ورته لار برابره کړه او د تهران په وسيله يې له ماسکو سره وتړل. ملا عمر يې هغسې ورک کړ، ملا منصور يې هغسې وواژه او د هبة الله هم همداسې درواخله. له بده مرغه امريکا خپلې ليرې او نژدې ستراتيژيکې موخې او پروژې پر داسې خلکو تر سره کړې چې هلته کوز ورته پنجاب ريښتينی نه او دلته ورته بيا د شمال ټلوالې لنډه غران، خپلسري او بيباکان مخلص نه ول چې دې کار دوی ته د ګټې پر ځای تاوان ډېر وکړ.

دا چې دغه جهادي بېباکه په صراحت د ولسمشر او د خپلو نورو لوړپوړو چارواکو ((اولوا الامر)) نه سرغړونه کوي، نو د اسماني او قانوني ارزښتونو په رڼا کې نوموړی علنًا او صراحتًا باغي دی چې دا نوره د حکومت، څارنوالۍ، سترې محکمې او قضا دنده ده چې نوموړی وپوښتل شي چې د چا په زور دومره نازيږي؟ له امريکا سره بايد په زغرده او سپينې خبرې وشي چې نور تيری دغه ډول جهادي لنده غران، خپلسري او بېباکان نور پر خپله ژبه او منتر مهار کړي.

زما هيله له ولسمشره دا ده چې ښاغلی غني اوس هلته په کابل کې له امريکايي سياسي ونظامي چارواکيو او له ناټو سره هم وغږيږي چې دا د چا له لورې دې د حکومت پر وړاندې دې ډول سرغړونو ته هڅولی دی؟ له ښاغلي پوتين، حسن روحاني، اردوغان او د چين له ولسمشر او نورو اروپايي چارواکيو سره هم وغږيږي. دا هم بايد وپوښتل شي چې د ښاغلي اوباما په وخت کې به چې کله د هغه يهودې زوی هولبروک له امريکا راخلاص شو پر سبا به بيا د نوموړي مېلمه وو. په کابل کې امريکايي سفارت دغه ډول اړيکيو ته ځواب ووايی. د مرکزي حکومت په شتون کې ولې هولبروک به سبا وبېګا مزار ته ورخلاص وو؟ د ضياءالحق په وخت کې هېڅ لوړپوړی امريکايي چارواکي ته د دې اجازه نه وه چې د څارګرې له اجازې پرته زموږ د هغه وخت له جهادي مشرانو سره وګوري. ان تر دې چې يوه ورځ جنرال اختر عبدالرحمان ډګروال يوسف ته زنګ وهي. ولې ښاغلی کرزي دغه ډول نزاکتونو ته پاملرنه نه کوله؟ دي ډرن چې کله ناکله د امريکايي تړون پر وړاندې د مخالفت غږ پورته کوي، ولې يې هغه وخت کې د يو هولبروک مخه نه شوه نيولی چې مزار ته عطا ته ور روان وو، هلته يې څه کول؟

د ښاغلي خليلزاد په وخت کې هغه بدمعاش او زورور دوستم چې د زرګونو طالبانو د وحشي وژنو دوسيه يې د ښاغلي بُش په امر تړل شوې او لا تر ننه هماغسې تړلې ده. يو امريکايي ډګروال ترې د الوتکې پر دوه درې پروازونو له وېرې غول ويستل او له لاندې نه يې ورته نارې کړې چې ((تاسې خپل دوست و دښمن نه پېژنئ)). نو نن څنګه د هماغه امريکايانو په شتون کې چې له ښاغلي غني سره يې واک ته ورسولو نن د ښاغلي غني پر وړاندې له ترکيې نه د بغاوت سر راپورته کوي. اردوغان هم بايد ځواب ووايي. خپل جنايي غول اوس پر حکومت او غني پاکوي. د خپلو کړو ځواب بايد پخپله ووايی. ولې محکمې ورته د تبعيد يا تېښتې لاره برابره کړه؟

زما هيله له ولسمشره دا ده چې خدای و رسول شرمولي کرزي خو دا کار ونه کړ، خو ولس له تاسې هيله لري چې نور تېری د نوموړی د دغه ډول خپلسريو او بېباکيو مخه په کلکه ونيسي. که تاسې يې چاره نه شئ کولای او يا مو له توانه پورنه نه وي، نو بيا له بهرنيو ملاتړيو او د هاګ له نړيوالې جنايي محکمې نه بيا د دغو بېباکو، لنډه غرو او خپلسرو په مخنيوۍ کې مرسته وغواړئ.

که په کابل کې امريکايي سفارت يې په رښتيا وغواړي، نو پر يو ټېلفون ترې له وېرې غول و متيازې ايستلی شي، خو امريکا دې حد ته رسولي دي چې نن د ولسمشر پر وړاندې د بغاوت سر راپورته کوي او ولسمشر و وزير او نور څوک نه پېژني، نو بيا غول خوري چې په حکومت کې د والي په توګه دنده سر ته رسوي او دولتي معاش او نور ټول امتيازونه هم اخلي؟

په دې هيله چې حکومت اوس د دوی دواړو ترمينځ شوې پېښه او نورې مخکېنۍ لانجې عادلانه او پر خپلواکه توګه وڅيړي او له څېړلو وروسته پرې خپل وروستی تصميم ونيسي. د دوی ترمينځ بايد يوه عادلانه پرېکړه وکړي او د معافيت ((بښنې)) له کلتوره بايد صرف نظر وکړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

اصف مومند : عطا محمد نور ډېر ووهلم

https://www.pashtovoa.com/a/3989502.html

http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-40963278

آصف مهمند : د عطا زوی او سکرتر يې سخت شکنجه کړم

https://www.pashtovoa.com/a/asef-mohaman-balkh-abuse-/3989467.html

بي بي سي ماښامنۍ :

http://www.bbc.com/pashto/bbc_pashto_radio/w3csvg1c

امريکا غږ :

https://www.pashtovoa.com/a/3989502.html

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply