انسان بل انسان داړلې / خالد حافظ

0 864

دا به مو حتمن کله اورېدلې،چې سپو انسانان داړلې وي،دا کومه نوې خبره  نده ،خو دا به مو کله نه وي اورېدلې،چې انسان بل انسان داړلې وي.!؟

خو دلته همداسې وشوه تیره اونۍ په بلخ ولایت کې دبلخ دوالي لخوا دبلخ د ولایتې شورا دیوه غړې سره همداسې وشوه. دتیرې اونۍ تر ټولو توده مسله همدا وه،آصف مومند  هغه څوک وه،چې دبلخ دوالي لخوا دبلخ په هوایئ ډګر کې لومړې نیول شوې او تر نیول کېدلو وروسته نوموړې د والي دساتونکو لخوا په سخته بې رحمانه ډول وهل شوې او ډبول شوې.

آصف مومند سره دبلخ دوالي لخوا د شوي چلند کیسه مومند په  خپله کوله ،چې دبلخ په هوایئ ډګر کې دده  دساتونکو سره لومړې جګړه وکړه ،چې دده دوه ساتونکي هم پکې ووژل شول لدې وروسته نوموړې دبلخ دوالي لخوا نه نامالوم ځای ته وړل کېږي ، او تر سختې شکنجې لاندې نیول کېږي.

دبلخ والي پخپله نومړې وهلې او ډبولې او دده زوې ترېنه د شکنجې پر وخت غوږ خوړلې .په شمال کې سیاسي کړکېچ پداسې حال کې رامنځته کېږي، چې دولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم ته هم پدغه ولایت کې دهغه الوتکې ته دکېناستلو اجازه نه وه ورکړل شوې.

ولسمشر دهغه او دهغه دساتونکو ،چې دایشچې په قضیه کې تورن وه  دنیولو امر کړې وه ، ځنو نورو بیا دا پېښه  دبلخ دوالي عظا محمد نور په وړاندې یو دسیسه وګنله ، چې ګوندې داسې کومه خبره نه وه هیره دي نه وي چې آصف مومند دبلخ دوالي دشریکوالو نه وه ممکن دغصب، او نورو فسادونو ډېر رازونه یې دده سره وه ، چې بلااخره د آصف مومند سره داړیکو دخړپړتیا په وجه داسې یوه پېښه رامنځته کړې.

دهېواد په شمال کې ورستیو ایتلافونو هم زور اخیستې وه دحکومت هغه ډله ،چې اپوزسیون یې بولې په ایتلاف کې سره راګډ شوې وه ، راځم دې ته چې دا شرم یو نړیوال شرم دې او دبشر دحقوقو یو خلاف کړنه ده  نه دیو هېواد او سیمې په کچه، چې یو انسان دې دبل انسان پواسطه داړل کېږي اخر داهر څه دبلخ دوالي په قوت او یا هم په بذدلۍ دلالت کئ؟

ولسمشر د یادې پېښې په اړه هیڅ کوم غبرګون ندې ښودلې آیا ولسمشر به بیا هم دبلخ دوالي سره دجنرال عبدالرشید دوستم غوندې چلند وکړي او که څنګه!؟؟

او کچېرته دبلخ والي دیادې پېښې مجرم وپېژندل شي ، محاکمه به شي کنه؟؟

  دابه وخت ثابته کړي په ورته وخت کې دهېواد په ډېرو ولایتونو کې خلکو ګواښ کړې کچېرته دبلخ دوالي سره دعبدالرشید دوستم دقضیې غوندې چلند وشي، نو په ټول هېواد کې به لاریونونه پیل کړي ، چې خورا خطرناک به تمام شي.

ولسمشره!په دې وروستیو کې په هېواد کې بې عدالتۍ زور اخیستې دبلخ دوالي په شان نور هم شته سرې سترګې ګرځي،که ته دوې مهار نه کړې ، نو نه یوازې داچې ستا دبدنامۍ سبب ګرځي بلکې دنړیوالو دشرم او خجالت سره به مخ شې که غواړې داسې خلک مهار کړې نو دقانون منګولو ته یې وسپاره د هېواد فرد فرد ستانه عدالت غواړو ولسمشره!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply