د ازادۍ لمانځنه / زبیر افغان

0 912

د ۱۳۹۶ زمري ۲۸ د افغانانو لپاره د خوښۍ ورځ ده. دا ورځ تر اختر هم په ډېر جوش او خروش لمانځله کېږي. دا کال دوې یا درې اونۍ مخکي لا د ازادۍ لمانځلو ته پوره چمتوالی نیول کېده. ما چي پر ټولنیزو رسنيو کوم انځورونه لیدل او د خلګو خوشالیاني مي کتې وړاندي لا په دې فکر وم چي سږ کال به د نورو کلو په پرتله د ازادي لمانځل ډېر په زړه پوري وي.

تېر کال ما او شهيد مولانا دا ورځ په کندهار کي له خپلو ملګرو سره یو ځای ولمانځله. ځوانان خورا زیات وو او په زړه پوري اتڼونه، خوشالیانې او میلې وسوې. دا کال مي له کندهاره تر  پخوا د زیاتو جشنونو، میلو، اتڼونو او خوښيو تمه وه. هغه مهال ډېر خپه سوم چي د ورځې په پيل کي ځينو کسانو له کندهاریانو د دې ورځې د پيکه لمانځلو شکایت وکړ. زه هم حیران وم او هم خپه. فکر مي کاوه چي تېر دوه کلونه دا ورځ په زور او شور لمانځل کېده، نو دا کال څه پېښ سول چي لمانځل يې پيکه دي؟

 کله مي فکر کاوه چي امنیت به خراب وي. بیا به مي سوچ وکړ چي ملایانو به يې مخالفت کړی وي. کله به مي خیال وکړ چي هلته روانو سیاسي ناندریو امکان لري سیور پر غوړولی وي. خو د خپګان او تحیر په دې کشمکش کي وم چي سوکه سوکه د خوښۍ اوازې خپرېدل پيل سوې.

کله چي په ټولنیزو رسنيو کي د هغه ځای انځورونه خپاره سول نو پوره روښانه سوه چي اولنۍ اوازې کاملا ناسمې او دروغ وې. څنګه امکان لري چي د کندهاریانو په شان غیرتمن، شوقیان، پر وطن مين او د میلو و جشونو مینه وال ولسونه دي دا ورځ د ټول هیواد په پرتله پيکه ولمانځي؟

پر ټولنیزو رسنیو راغلو انځورونو مي زړه را خوښ کړ او د خپل کندهار له بااحساسه ولس څخه هماغسي خوښ سوم لکه نور کلونه چي يې خوښ کړی وم. کندهاریان د خپلو ملي ارزښتونو  هماغسي خیال ساتي لکه د نور هیواد ولسونه چي يې ساتي. کندهاریانو په هيڅ ډول تر نورو دا ورځ پيکه او کمرنګه نه ده لمانځلې.

د بي بي سي له را پور سره سم په کندهار کي دا کال نجونو او میرمنو هم د دې ورځې لمانځل نه دي هیر کړي. میرمنو د نورو کلونو برخلاف د ملکې ثریا په یاد لومړی کیک هم مات کړی. میرمنو د دې ورځې د جلا لمانځلو سبب  دا وښودی چي نور ځایونه دوئ ته سمه ونډه نه ور کوله کېږي نو ځکه دوئ خپل تصمیم له نورو لمانځونکو بیل کړی. د دې میرمنو پر ويښ احساس او له وطن و خپلو ملي ارزښتونو سره پر مینه يې افرینونه وایم.

دا کال یو بل مهم ټکی د نورو کلونو برخلاف دا هم وو چي په هرات کي دا ورځ ډېره ښه ولمانځله سوه. د بي بي سي له را پور سره سم کابو یو میلیون کسانو له ملي امنيتي سرتیرو سره د خپل ملاتړ ښودلو په پار پر يوه ستر ملي بیرغ لاسلیکونه کړي وو چي دا ګام يې د نور هیواد او تېرو ټولو کلونو برخلاف وو. په خپل ذات کي دا يو ډېر بې ساری ګام وو چي د هرات ویښ ولس اخیستی.

د یادولو یو بل ټکی بیا د لغمان د ځوانانو هغه زر ګزه اوږد ملي بیرغ وو چي د دې ورځې د لمانځلو لپاره يې جوړ کړی وو او پر ټولنیزو رسنیو يې عکسونه خپاره سول. د هغو کسانو په منځ کي چي بیرغ يې اوچت کړی وو، ځوانان، امنيتي سرتیري، د پاخه عمر کسان او ځوانکیان هم ښکارېدل.

په ختیځ ولایت ننګرهار کي بیا د ټولو ولايتونو په نسبت خورا درانه او په زړه پوري مراسم تر سره سول. ننګرهاریانو په ډېر جم و شوش د ازادي ورځ ولمانځله. د يوه را پور له مخې چي شیرزي لوبغالي ته دا کال د نورو کلونو برخلاف لس سلنه مېرمنې هم راغلې وې چي د خوښۍ ځای دی او زموږ مېرمنې هم اوس د نارینه وو په څنګ کي د خپل هیواد ازادي لمانځې او په دې ډول له خپل هیواد او ملي ارزښتونو سره مینه څرګندوي. ننګرهاریانو پر  ویښ ملي احساس مو ویاړ کوو. همداسي خوښ و سوکاله اوسئ او ملي احساس مو تاند غواړم!

د نورو کلونو برخلاف دا کال په شمال کي هم د ازادي جشونه نیول سوي وو. له مزار او کندوز څخه پر ټولنیزو رسنيو خپاره سوو انځورونو ښودله چي هلته هم ځوانانو د دې ورځې لمانځل خپل ملي مسوولیت بللی او په پوره چمتوالي يې دا خوښي لمانځلې ده.

په مرکز کابل کي بیا زرګونو ځوانانو د هغو تبلیغاتو برخلاف دا ورځ تر بل هر کال په ډېره خوښي او خوشالي ولمانځله چي د دې ورځې دا ټول لمانځل يې شرعا ښه نه وو ګڼلي. دلته داسي اوازې وې چي ځينو ملایانو يې مخالفت کړی، اما له دې هر څه سره ځوانانو دا خپل ملي مسوولیت وباله او د خپل مسوولیت په تر سره کولو کي يې هيڅ ډول خنډ ونه مانه او نه يې په لمانځلو کي د کومې سستي او لټۍ څخه کار واخیست. زموږ د ملي ارزښتونو ارزښت هغه مهال د ولس په زړه کي اهمیت پيدا کوي چي موږ يې هر وخت همداسي خیال وساتو. د زرګونو ځوانانو له لوري د سترو ملي بیرغونو له ځانو سره وړلو هر افغان ته په زړه کي د خوښۍ يو بیل کیفیت ور کاوه. زموږ په هیواد کي له هر څومره ناامنيو او فساد و وحشتونو سره زه دې ورځې پوره هیله من کړم چي زموږ هیواد به جوړېږي او ټول دوښمنان به مو له هر ډول دسیسو او شومو اهدافو سره ناکام او مخ توري کېږي.

د کابل ځوانانو دا ځل د ملکې ثریا د یاد لپاره د هغې انځورونه ایستلي. پر دیوالونو يې د غازي امان الله خان سره د ملکې انځورونه هم رسم کړي. دا د نورو کلونو په نسبت يو ښه، یوازینی او پر ځای ګام دی. ملکې د هیواد لپاره نه هېرېدونکي خدمتونه کړي او زموږ ملت يې بايد تل یاد ولمانځي. ملکه ملت ته د مور حیثیت لري او خپله مور بايد کله هم هېره نه کړو. تل وي د ملکې ثریا یاد!

زموږ ویاړلو افغان ملي امنيتي سرتیرو د کلکو امنيتي تدابیر په نیولو سره ولس ته دا پيغام ور کړ چي په هر ډول حالاتو کي له خپل ولس او ملي ارزښتونو څخه د سرونو په بیه ساتنه کوي او د خپل ولس په زړه کي يې خپل درنښت او حترام د پخوا په پرتله څو چنده نور هم زیات کړ.  له دې سره جوخت د پوځ چورلکو د هوا له لوري په ښارونو کي د مبارکۍ پيغامونه او کوچني ملي بیرغونه خلګو ته را غورزول چي د دې په لیدو د خوښۍ کیفیت او وطني احساس څوک په الفاظو کي نه سي بیانولای. ژوندي دي وي زموږ ملي امنيتي ځواکونه!

د ترهګرو په تاریخ کي دا لومړی کال دی چي د ازادي د ورځي مبارکي يې افغان ولس ته ویلې ده. مطبوعاتو ته افراطیانو د یوې اعلاميې په لیږلو د دې ورځې مبارکي افغان ملت ته ور کړې او دا ورځ يې د خوښۍ ګڼلې. دا په داسي حال کي چي پخوا به يې هر وخت د دې ورځې په راتلو ویل چي ازادي نه سته. زموږ ملت لا هم د نورو غلام دی او پر ضد يې جنګ لازمي دی. افراطیانو تل د عام ولس پر ذهنیت سوداګري کړې. کله چي د ملت ذهنیت هر لور ته جوړ سي نو افراطیان هم خپل تصمیم اتومات ور سره بدلوي. پخوا د دې ورځې پيغورونه افغانانو ته ور کول کېدل او نن يې مبارکي!؟ له دې مبارکي سره يې خپل جنایتونه هم هېر کړي نه دي. په کونړ کي يې د هاوان په ګولۍ دوه ملکيان شهیدان او لس نور زخمیان کړي، په غزني کي يې لس ولسي کسان ژوندي تښتولي او په کندهار کي بیا تر دې ورځې مخکي د شپې مهال يې د بريد تابیا نیوله چي هوایي ځواک په نښه کړي او کابو اویا(۷۰) افراطیان او ترهګر يې وژلي.

زما په ګومان دا کال د ازادۍ لمانځلو توپير له نورو کلونو سره په همدې یادو سويو ټکو کي وو. ما چي پرون ټوله ورځ رسنۍ څارلې همدا ټکي مي پيدا کړل چي له نورو کلونو سره يې زما په اند فرق در لود. له دې ټولو څخه مي دا احساس نور هم غښتلی سو چي افغان ولس نور را ويښ سوی او د خپل دوست او دوښمن توپير ته متوجې دی. نور يې سیاسي شعور له غفلته را بیدار سوی او د دوئ پر سر به نور سوداګر، مافیا، سیاسي بانډونه، ګاونډي ملګونه، دين کاري او جګړه ماران سوداوي نه سي کولای او د خپل سرنویشت ټاکل نور د افغانانو په خپل لاس کي دی.

د یوه ازاد، خپلواک، باثباته، ودان او ښېرازه افغانستان په هیله!

۲۰۱۷/اګست/۲۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply