د جمعيت له ګونده د عطامحمد نور د ايستلو غوښتنه وشوه

0 1,453
خان ولى سالازى
ذبيح الله احساس

اسعداباد، مزارشريف (پژواک، ۲۹ زمری ۹۶): د کونړ د ولايتي شورا يوه غړي له جمعيت اسلامي وغوښتل چې عطامحمد نور له ګونده لرې کړي او له بلې خوا په مزار شريف کې څو تنو مېرمنو د بلخ والي له تېرو څوارلسو کلونو راهيسې په بې عدالتيو تورن کړ.

د ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند تېره اوونۍ د مزارشريف هوايي ډګر کې ونيول شو،   له خوشې کېدو وروسته يې ادعا وکړه چې د بلخ والي عطامحمد نور شخصي ملېشو نيولی و او د والي کور ته له وړلو وروسته يې والي او د هغه زامنو وربړاوه.

د کونړ د ولايتي شورا منشي ملک شېرزمين، نن په خبري ناسته کې وويل: “جمعيت اسلامي د افغانستان په سپېڅلي جهاد کې پوره ونډه اخيستې ده او دوى دې هغه کسان چې وحشيانه عملونه ترسره کوي او خلک داړي له خپلو ليکو وباسي.”

نوموړي د جمعيت اسلامي د ګوند له مشرتابه وغوښتل چې د بلخ والي او د دې ګوند اجرائيوي رييس عطامحمد نور دې له ګوند څخه لرې کړي.

هغه دغه راز له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله څخه غوښتنه وکړه چې د اصف مومند د ځورولو پېښه وڅېړي او هر څوک چې ملامته ثابت شو، د قانون منګولو ته دې وسپاري او محاکمه دې شي.

دى وايي: “موږ د کړنو ولايتي شورا د مزار د خلکو په استازي اصف مومند د بلخ د والي عطامحمد نور له لوري دغه وحشيانه عمل او داړل سخت غندو او د عاملينو د محاکمې غوښتونکي يې يو.”

د ده په وينا، که مرکزي اداره يې غږ وانه وري، مدني حرکتونه به پيل کړي.

د کونړ د ولايتي شورا منشي د نړیوالې محکمې او د بشر حقونو څخه وغوښتل چې دوی دې د مزار د پېښې په اړه بې تفاوته نه پاتې کېږي.

له بلې خوا، يو شمېر مېرمنې چې په مزارشريف ښار کې د بلخ ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند کور کې راغونډې شوې وې، د بلخ والي عطامحمد نور يې له تېرو څوارلسو کلونو راهيسې په بې عدالتيو تورن کړ.

خو د بلخ د والي وياند د دغو ښځو راټولېدل توطيه وګڼله.

د دغو مېرمنو شمېر تر پنځلسو پورې رسېده، چې شنې چادري يې پر تن وې، له رسنيو سره په خبرو کې يې مزارشريف ناامنه ښار وګاڼه.

يوه مېرمن چې چادرې يې پر تن وه او خپل نوم يې ونه ښود، له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دوی د عدالت غوښتنې لپاره راټولې شوې دي.

هغې زياته کړه چې د ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند د نيولو په پېښه کې يې ورور وژل شوی دی.

بلې مېرمنې چې په احساساتي انداز يې تر چادرۍ لاندې پټ مخ خبرې کولې، وويل چې له تېرو څوارلسو کلونو په مزارشريف ښار کې خلک تښتول کېږي، وژل کېږي، خو د هېچا پوښتنه چا نه ده کړې.

هغې د بېلګې په توګه د جمشېد په نامه د يوه صراف يادونه وکړه چې څه موده وړاندې وتښتول شو او ووژل شو؛ خو تر اوسه يې چا پوښتنه نه ده کړې.

خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د ښځو دغه ډول راټولېدنه توطيه وبلله.

نوموړي زياته کړه، د شخص په کور کې عدالت غوښتل هېڅ امکان نه لري.

د هغه په وينا، که چېرې دغه کورنۍ عدالت غواړي، نو که د بلخ ولايت مقام کې  ورته  ځاى نه ورکول کېږي، نو بشر حقوقو، يوناما او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې لاړې شي.

منير وويل، په ياده موضوع ډېرې خبرې کول نه غواړي، خو د دغو مېرمنو راټولېدنه يې توطيه وګڼله.

نوموړي د دغې توطيې تر شا د سما په نامه د سيمه ييز تلوېزون ادارې لاس لرل ياد کړل.

دغه تلوېزون د حزب اسلامي ګوند د غړي او د جمعه خان همدرد د زوی ګل رحمن همدرد ملکيت دی.

خو د ياد تلوېزون مشر عبداللطيف سهاک د ياد ښځو په راټولېدو کې د خپل تلوېزون د ادارې لاس لرل رد کړل.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((محمد اصف مومند کوم غل نه دی، هغه د ولايتي شورا وکيل دی، په کور کې يې ښځې راټولې وې، له رسنيو سره يې خبرې کولې، موږ ترې خبر شو او ورغلو.))

اصف مومند دمګړۍ په کابل کې دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply