د سیمې هېوادونو ته د ډونالد ټرمپ خبرداری! / حمیدالله فیضي

0 695

امریکا متحده ایالاتو پریکړه کړې چې له ترهګریزو ګروپونو سره، جدي او کلکې مبارزې ته دوام ورکړي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د ستراتیژۍ او تګ لارې د اعلان پر مهال وویل چې افغانستان هیڅ کله هم یوازې نه پریږدي او هغه هېوادونه چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان پلوي کوي د ستاینې وړ دي، خو هغه هېواد ونه چې بیا افغانستان ته ترهګر او د هشت ګر رالیږي د لارښونې ترڅنګ یې د ځپنې وړ وبلل.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر وویل چې نه غواړي بیاځلي افغانستان د ترهګرو پټن ځای وګرځي او پر همدې بنسټ هم له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پریکړه نه کوي، بلکې له القاعدې، داعش او نورو ترهګریزو ګروپونو سره د کلکې مبارزې په موخه هڅه کوي افغانستان ته څلور زره امریکایې سرتیري را واستوي.

که څه هم ټرمپ د افغانستان خطر زیات بللی، خو په څنګ یې یوځل بیا پاکستان د ترهګرو پناه ځای بللی او په نړیواله کچه یې دغه هېواد د افغانستان او سیمې دښمنی لپاره تر ټولو خطرناک هېواد په ګوته کړی دی.

امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پاکستان ته خبرداری ورکړ چې پاکستان په میلیاردونو ډالر، له نړیوالو په ځانګړي توګه له امریکا متحده ایالتونو څخه د القاعدې، داعش او نورو د هشت ګرو ګروپونو سره د مبارزې په موخه ترلاسه کړي، خو هغه پیسې یې د ترهګرو د تمویل، تجهیز او روزنې په موخه لګولي او لاهم دوام لري.

امریکا متحده ایالات نور د پاکستان  پروړاندې چپ نه پاتې کیږي او نور یې د زغم لوښی ډک شوی، د افغانستان د جګړې غځیدا نور د زغم وړ نه دی یوازینی لامل یې چې د افغانستان جګړه اوږده شوې، په پاکستان کې د ترهګرو روزنه، تمویل، تجهیز او د سیمې هیوادونو ته لیږل دي.

اوسمهال په افغانستان کې لږ تر لږه د ترورېستانو ۲۰ ډلې موجودې دي چې شتون ‌یې افغانستان، سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ رامنځته کړی چې  د ډیرۍ پناه ځایونه او پټڼ ځایونه د افغانستان له خاورې بهر په پاکستان کې میشت دي.

د سیمې هېوادونه په ځانګړي توګه وسله وال ترهګر چې د افغانستان دننه له ملي یووالي حکومت سره په جګړه کې دي، باید پوه شي چې دولت یوازې نه دی او امریکا متحده ایالات هم د ترهګرو پرخلاف  خپلې جګړې ته دوام ورکوي، نو پکارده چې وسله وال مخالفین، کوم چې د افغانستان دننه جګړې ته دوام ورکوي خپلې وسلې پرځمکه کیږدي او د پردي پالو ګړیو څخه بهر شي او خپل ورونه، وطن وال ولسونه، نور د غم له ټغر څخه وژغوري.

وسله وال ترهګر د ځپنې او له منځه وړلو په موخه جدي پریکړه شوې چې له هرې شونې لارې که سیاسي ، اقتصادي او یا هم نظامي وي کار واخیستل شي او اړ شي چې له مخالفت څخه لاس واخلي. امریکا پریکړ ه کړې چې په وسله والو مخالفینو د ملاتړ لارې وتړي او پرې نږدي چې نور افغان ولس په مرګ وګواښي.

د ملي یووالي حکومت ټینګار پردې وکړي چې څنګه وکولی شي د امریکا متحده ایالاتو له مرستو څخه په ګټې اخیستنې افغان پوځ پر پښو ودروي او افغان امنیتي ځواکونه هغه وړتیا پیدا کړي، چې د افغانستان دننه د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ترڅنګ د سیمې هېوادونو ګواښونو ته هم ځواب ووایې او پرې نږدي چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې دخالت وکړي.

د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او تقویت د دې لامل کیږي چې په افغانستان کې د نړیوالو مسئولیتونه راکم شي، ځکه په هغه صورت کې به ټول مسئولیت د افغان امنیتي ځواکونو پرغاړه وي او ټول هغه د قانون پرضد فعالیتونو مخه به ونیسي چې خلکو ته زیان رسوي.

د یادونې وړ ده چې امریکا متحده ایالتونو ګاونډیو هېوادونو ته د خبرداری ترڅنګ افغان حکومت ته هم لارښونه وکړه چې د مرستو رڼه لګیدا کولي شي د امریکا مرستو لړۍ ته دوام ورکړي او باید ورځ تربلې افغان ملي یووالي حکومت خپله وړتیا جوته کړي، څو نړیوالو شتون ته اړتیا کمه شي.

د ملي یووالي حکومت ټول پام باید د ښې حکومتدارۍ په رامنځته کولو وي، څو د خلکو او حکومتونو ترمنځ واټن کم شي او هغه خواخوږي چې وسله وال مخالفین یې د ولسونو په منځ کې لري له منځه ولاړه شي، ترڅو د خلکو اعتماد او باور پر افغان حکومت ډیر شي او ټولې پریکړې یې پرته له ځنډ او اداري فساد څخه ترسره شي، ځکه ولسي ملاتړ کولی شي افغانستان تلپاتې سولې ثبات او اقتصادي پرمختګ ته ورسوي.

حمیدالله فیضي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن سې شنبه د کابل په وخت د سهار په ۰۵:۳۰ د افغانستان او د سوېلي اسیا په اړه د دغه هېواد ستراتېژي اعلانوي.

شريکول

چاپ

تازه

۰۷:۵۴

د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل:

افغانستان ګډ هدف ته د رسېدو لپاره له ګډ دښمن سره په مبارزه کې له افغانستان سره د مشارکت په اړه د ډونالد ټرمپ د پرېکړې هرکلی کوي.

۰۷:۲۶

۰۷:۲۴

۰۷:۰۹

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وینا مهم ټکي!

په پیل کې ولسمشر ټرمپ په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا له مأموریته خوښي وښوده.

ترورېستان په هر ځای کې چې وي د امریکا او ناټو د بریدونو هدف به ګرځي.

د پاکستان په وړاندې به نور غلي پاتې نه‌شو او دغه هېواد ته د امریکا د ورکړل شویو میلیاردونو ډالرو سره سره بیا هم پاکستان د ترورېستانو لپاره یو امن ځای دی چې هغوی امریکایي پوځیان په نښه کوي.

په سیمه کې د زورزیاتي د خپرولو یوه سرچینه پاکستان دی.

ټرمپ د ترورېستانو پر وړاندې پر سیاسي، اقتصادي او نظامي مبارزې ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې باید د هرې ممکنې لارې بریا ته ورسېږو.

د ترورېستانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د مبارزې ستاینه کوم او د افغانستان او د دغه هېواد د پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.

د افغان پوځ تقویه او ملاتړ د دې سبب کېږي چې د نړیوالو ځواکونو مسؤلیتونه په افغانستان کې راکم شي، ځکه چې په دې صورت کې به خپله افغان ځواکونه وتوانېږي څو د ترورېستانو پر وړاندې د مبارزې توان ولري.

ښاغلي ټرمپ وویل چې له عراقه د امریکایي پوځیانو ژر ایستل یوه اشتباه وه او د دې سبب شوه چې داعش پرمختګ وکړي او نړۍ وګواښي.

امریکا به دغه اشتباه په افغانستان کې تکرار نه‌کړي.

له افغانستان سره به د امریکا مرستې نامحدودې نه‌وي او دوی هېڅکله هم دغه هېواد ته سپین چک نه‌ورکوي.

موږ له افغانستان سره مرسته کوو او غواړو چې مرستې مو په شفافه توګه په اړینو ځایونو کې ولګېږي.

د ښاغلي ټرمپ د وینا بشپړ جزئیات به وروسته خپاره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply