ویل، جهاد به تر قیامته جاري وي/ نجیب ننګیال.

0 864

ویل،
جهاد به تر قیامته جاري وي. دا حدیث دی. انکار ځنې نه کېږي.

ما ویل،
هو، جهاد به تر قیامته جاري وي. زمونږ سپېڅلي مجاهدین به یې کوي. د ملي اردو مجاهدین. که کله کوم له انسانیته، ترحمه او عقیدې خلاص خوارج زمونږ په مسجدونو بریدونه کوي. نو د خدای د کور ساتنې لپاره به همدا خلک راځي. همدا مجاهدین دي او همدا جهاد دی. چې څوک د خدای د کور، د خدای د بنده ګانو، د خپلې خاورې، ارزښتونو او عقیدې څخه ساتنه کوي تر هغو سپېڅلي نور څوک کېدای شي؟ مونږ په دغسې جهاد او دغسې مجاهدینو باور لرو. مونږ د مجاهدینو ترمنځ په پوځي نظم باور لرو. هغه نظم چې په لومړي ځل حضرت عمر فاروق را منځته کړ. اردو یې جوړه کړه. د مالیې سستم یې جوړ کړ. د اردو سرلښکر به مالوم و. ریاست وجود درلود او په ۲۲ لکه مربع میله زمکه یوه ولسمشر (امیرالمومنین) واکمني کوله. زمونږ اردو هم د یوه امیر (اعلی سرقومندان) اطاعت کوي. امیر لري. نظم او ډسپلن لري. په خدای ایمان لري او په همدې ایماني جذبه جوماتونه ژغوري. ماشومان ژغوري او په ښځو بریدونه کوونکو خوارجو سره جهاد کوي. دا مجاهدین (ملي اردو) به تر قیامته ژوندۍ وي او دا جهاد (د یوه مسلمان هېواد ساتنه) به تر قیامته جاري وي. تر دې سپېڅلی جهاد بل نشته. جهاد همدا دی او خدای ته نژدې خلک دوی دي.
تر دوی پرته نورې ټولې جنګیدونکې ډلې یاغیان دي. چې نظم، کنټرول، قضاء، تفتیش، د تمویل مالومه سرچینه، یو امیر، تقوای او مالوم هدف نلري. بس د تامل پړانګانو ډلې دي. څو لوفران سره را ټول شوي. نن اختطاف کوه. سبا تاریاک قاچاق کوه. لارې نیسه. ښځې وژنه. ماشومان وژنه. جوماتونه ړنګوه. ویره خوروه. لواطت کوه. دا د فتنه ګرو هغه ډلې دي چې د ملي اردو په جهاد به خاتمه ومومي او مسلمانان به یې له وحشته خلاص شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply