د ټرمپ په ستراتېژي کې حاکمه روحیه او مهم پيغامونه/ حبیبه اشنا

0 761

له ریګن وروسته د امریکا د متحده ایالاتو په بهرني سیاست کې د پام وړ او ژور تغیرات نه لیدل کېږي او دا واضحه خبره ده چې تر هغه وروسته هېڅ امریکایي ولسمشر د امریکا بهرنۍ ستراتېژي په پراخ ډول نه ده بدله کړې. ولې کله چې ولسمشران د خپل دورې په بهرني سیاست کې بدلونونه راولي فکر کېږي چې د امریکا اوږدمهالي ستراتېژیک لیدلوري تغیر موندلی دی، چې داسې کوم معمولا نه پېښيږي. د ولسمشر ټرمپ په ستراتېژۍ کې هم دا ټکی له ورایه ښکاري او یوازې یې له پخوانیو ستراتېژیو سره توپیر په روش او دیدګاه کې دی. ولسمشر ټرمپ بهرني سیاست ته له هغه روش او لید څخه نه ګوري چې پخوانیو ولسمشرانو کتل او همدا د دې ستراتېژۍ مهمه او اساسي برخه ده.

د دې ستراتېژۍ اصلي زمینه او بستر چې دا ستراتېژي په کې توضیح کېږي خورا مهم دی. په دې ستراتېژۍ کې له حاکمې روحیې دا له ورایه ښکاري چې امریکا نور د افغانستان په کورنیو مسایلو کې دلچسپي نه لري. له فساد سره مبارزه، غوره حکومتوالي، د جنګسالارانو حضور، انکشاف، ډیموکراسي او بشري حقونه خپله د افغان حکومت د داخلي تعامل پر بنسټ عیاریږي او امریکا به ترې د وضعیت په درک سره ملاتړ کوي او یا به یې ایګنور کوي. د همدې حاکمې روحیې په رعایت سره په دې ستراتېژۍ کې لاندې ټکې ډېر مهم برېښي.

لومړی: د ټرمپ په دې ستراتېژۍ کې له  طالبانو سره جګړه، امریکايي جګړه وبلل شوه او په لومړي ځل دا کار کېدل د دې ښودنه کوي چې امریکا اوس له طالبانو سره جګړه په خپل بهرني سیاست کې ور شامله کړه. پخوا تر دې په افغانستان کې د امریکا حضور د القاعدې د تروریستي شبکې پر وړاندې مبارزه وه چې طالبانو ځای ورکړی و او القاعده د ۱۱ سپتامبر د پېښې اصلي عامل و. له دې مخې له طالبانو سره جګړه د یو سیمه ییز مزاحم په توګه مطرح وه، ولې اوس دا جګړه مستقیما له طالبانو سره د امریکايي مفاداتو په خطر کې د لوېدلو په مانا تعبیریږي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر چې ډېر کلونه یې په افغانستان کې هم ماموریت ترسره کړی دی په خپل کتاب کې د امریکايي او غیر امریکايي جګړې په اړه وايي چې، که په کومه جګړه کې د امریکایي فوځیانو پر ځای نظامي سلاکارانو او د بشري خیر ښېګڼو مامورینو حضور درلود، دا د امریکا جګړه نه ده، خو که برعکس په دې جګړه کې امریکايي عساکر جنګېدل دا د امریکا جګړه بلل کېږي. د ټرمپ نوې ستراتېژۍ دا مورد واضح کړ.

دویم: تر ننه له طالبانو سره روان اخ و ډب کې امریکايي ډیپلوماسي هم شامله وه او دا امکان موجود وو چې له طالبانو سره په خبرو او ډيپلوماسۍ کې امریکا لېوالتیا لري. د ټرمپ نوې ستراتېژۍ دا په ډاګه کړه چې له طالبانو سره تر ډيپلوماسۍ له هغوی سره جنګ او د هغوی ځپل ورته لومړیتوب لري او نور به په ډيپلوماتیکو فشارونو او هلو ځلو خپله انرژي ضایعه نه کړي. طالب وسله وال د امریکايي جګړې لومړیتوب ګرځېدل هم د دې ستراتېژۍ مهم پيغام دی او هم د طالبانو پر روان وضعیت یو جدي ګوزار بلل کېدای شي.

درېیم: دا ډېره واضحه وه چې امریکا په بهرني سیاست کې د اخطار له ژبې ډډه کوي او په ډېرو نادرو حالاتو کې دا کار کوي. معمولاْ یې سیاست په نرم او ډيپلوماتیک ډول د فشار د یوې آلې په حیث استفاده کوي. پاکستان چې د امریکا یو پخوانۍ متعهد دی او په ګڼو استخباراتي مسایلو کې یې مشترک ماموریتونه ترسره کړي دي، نن د امریکا لپاره متعهد نه، بلکې یو مزاحم او د امریکايي مفاداتو ته زیان اړونکی عنصر بلل کېږي. د ټرمپ په ستراتېژۍ کې د پاکستان د مهار په موخه د اخطار لهجه کارول، یو نادر عمل بللی شو او دا په ډاګه کوي چې پاکستان نور د امریکا لپاره د سمېدنې او کارېدنې له وړتیا لوېدلی، او امریکا یې د ځان پر وړاندې یو ډېر مکار او فریب اچونکی دښمن بولي.

د پورتنیو درې څلورو ټکو تر څنګ یوه ډېره مهمه خبره چې باید واضحه شي دا ده، ډېری افغانان په دې باور دي چې امریکا به دلته ماتېږي او هغه څه چې کوي، د خپلې ماتې د پټولو په موخه یې کوي. دا یو افغاني لیدلوری دی چې د امریکا د ستراتېژیک حضور په اړه وړاندې کېږي. خو یو مهم ټکی چې باید په پام کې ونه شوي دا دی چې د امریکا د جګړې د ګټنې او بایلنې په اړه د افغانانو او امریکایي مشرانو ترمنځ ډېر عمیق تفاوت موجود دی. افغانستان ته د نویو امریکايي فوځیانو راتګ ممکن د ډېرو افغانانو لپاره د امریکا د ماتې مانا تداعي کړي خو په اصل کې دا شاید د امریکا لپاره د ګټنې مانا وښندي چې په افغانستان کې د پاتې کېدا لپاره منطق پیدا کوي. افغان حساس سیاستوال باید دا درک کړي چې له یوې پېښې ممکن د ګڼو لوریو د ګټو په اساس تعریفونه جلا او ځانګړي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply