د ملي یووالي حکومت جګړه غواړي که سوله! / فرید الله ځاځی

0 820

له شپاړس کلونو راهیسې افغانستان کی جګړه روانه، نه یوازې مرګ ژوبله او بربادي رامنځته کوي بلکه د پرمختګ په لار کې خنډ ګرځېدلې چې دې په قتصادی چارو باندې پراخ منفي اغیز شیندلی دی. د زیات جنګي لګښت تر څنګ نړیوالو ځوکوانه د خپلې پرمختللې  ټیکنالوجی او ورسره ښه مهارت په مټ هم ونتوانېدل چې د افغانستان جګړه تر خپل کنترول لاندی راولي او نه یې د جنګ په کمښت کې مرسته وکړه. د افغانستان دفاع وزیر په وینا اوسمهال د افغانستان په درې ویشت ولایتونو کې جګړه روانه ده. د دې جنګ تر شا څوک دي؟ جګړه د څه هدف لپاره روانه ده؟ او جنګیالي د چا له لورې حمایه کیږي؟  چی په درویشت ولایتونو کی جنګ روان ساتي. د جنګ تر شا څوک دی ؟ جنګیالي د چا له لورې حمایه کیږي؟

زما د لیکنې مطلب اوسني حکومت او نړیولو ځواکونو یا ناټو او امریکا ته متوجه ده چې په پراخه پیمانه په جنګ کی ښکیل دي.

طالبان یا نورې مخالفې جنګې ډلې به دومره قوت یا بشري ځواک ونلري لکه څومره چې ناټو، امریکا او افغان ځواکونه لري .امریکا د افغانستان ځواکونو ته د کال یو میلیارد ډالر لګښت ورکوي، که د افغانستان ځواکونه پرمختللي وسایل یا ټیکنالوجي ونلري اما دومره خو کولی شي چې د مخالفانو سره په پوره احتیاط، تکتیک او په کنترول سره جنګ وکړی. په ۲۰۱۶ کال کی د ملي اردو د تلفاتو شمیره تقریبا ۶۷۰۰کسان وو. د نړیوالو ځواکونو او امریکایی ځواکونو په شمول بیا هم دفاع وزارت په جنګ کی مهمه او لویه لاسته راوړنه نه لري. نن مو چې سترګې د امریکا ستراتیژۍ لپاره دي، مونږ باید داسې ستراتیژي لرلی چې د ناټو هیوادونو او امریکا په شمول چین او روسیی ملاتړ مو راخپل کړی وای. د تروریزم ملاتړ هیوادونو باندی د فشار راوړلو لپاره مو له نورو هیوادونو مرسته غوښتی وای په ملګرو ملتونو کی مو رسمي یو ځل نه بلکه په شواهدو سره وار وار شکایتونه کړی وای.  د تروریزم په نوم مختلفو هیوادونو کی د افغانستان سفیرانو لخوا نړیوال کنفرانسونه جوړ شوای چی د تروریزم حمایه کوونکي مو په ښکاره نړۍ ته ورپیژندلی وای چی زمونږ سره په افغانستان کې د تروریزم خلاف ودریږي کنه نو بیا به دا د تروریزم اور ستاسو تر کورونو هم در ورسیږي.

د افغانستان دفاعي ځواکونه په میړانه سره جنګیږي.  په دې کې شک نشته اما تر څو پورې به جنګیږي، تر څو پورې به خپل تنکي ځوانان پدې ناوړه جګړه کېله لاسه ورکوو! که چیرته په نورو هیوادونه کې په یوه ورځ باندې سلګونه پوځیان له لاسه ورکړي، په هغو هیوادونه کی د عامو خلکو لخوا انقلاب راځي چی نااهله او غافله چارواکي محکمو ته کش کړي.

زمونږ ټولو تمرکز پدې دی چې نړیوال دې تروریزم ملاتړ کوونکو هیوادونو باندېفشار راوړي چې د تروریزم څخه لاس واخلي.تروریزم په خلاف به هر هیواد راسره اوږه په اوږه راسره کار کوي.خو دولت او حکومت ورته بیا د سولې په نوم کمیسون ټاکلی خو یوه ورځ یی دغه ملت ته روښانه نه کړه چي سولې کمیسون لاسته راوړنې کومې دي؟ که هسې په میلونونو ډالرو مصرف لپاره چی ډبل تنخواګانې  واخلي او د حکومت پر ناکامیو سترګې پټې کړي.

په  تیر حکومت کې غل او ناکام خلک ورک وو پدې حکومت کې هم ورک دي ،وزیر د پارلمان لخوا ټول ملت ته ناکام اعلان شي چی د څه ونکړل حکومت باید په کار پوه خلک په وګماري خو حکومت یي بیا سرپرست ټاکي. هیڅ وزیر یا والي په هیڅ تور باندې څارنوالۍ ته معرفي نشو،خو په مقابل کې حکومت او دولت ټول نارې وهي چې اداري فساد سره به سخته مبارزه کیږي. دلته چی غل نه نیول کیږي،دلته د بې کاره وزیرانو نه د کار پوښتنه نه کیږي،چی دلته وزی،رئیس،والی،کارمند،مامور او مرستیال نه څارل کیږي نو اداري فساد به څنګه ورک شي؟

ځینې حکومتي چارواکي او د پارلمان اعضا پرته له دي چي خپل خارجي سفر معلومات،اجنډا او خبر حکومت مربوطه ادارو ته ورکړي،روان دي په نورو هیوادونو کې د رسمي سفر یا شخصي سفر بهانه باندې هلته مصروف دي.

وزیر،وکیل،رئیس،والي له خپلو چوکیو یا د مرکز څخه پرته ولایتونو او ولسوالیو ته ولاړ نه،چې د خلکو مشکلاتو او ستونزو څخه نږدي ځان خبر کړي یا د دوی غوښتنې واوري چې څه غواړي .څومره چې د خلکو مشکلات د خلکو سره نږدې په هماهنګۍ کې حل کیدلی شي فکر نه کوم چي داسي حل لاري د میزونو تر شا د ناست کسانو لخوا حل شي.

ملی یووالي حکومت پر ځای د دې چې مخالفینو سره د سولې او روغې جوړې خبرې پرمخ یوسي دوی په خپلمنځي سیاست کې ورک دي،چې لومړی معاون راپخلا کړي، وزیر خارجه مرور وي که وزیر خارجه راپخلا کړي، د بلخ والي مرور وي که همدوی ځانته رانږدې کړي بیا اجراییه ریاست مرور وي .دوی خپل منځي سیاست په جوړه ولو کې لګیا دي مخالفینو سره د اړیکو جوړه ولو کې د نورو هیوادونو لکه روسیه،ایران،قطر،ترکیې سره لګیا دي حتی چې د بعضو هیوادونو مالي او مادي ملاتړ یې هم تر لاسه کړی دی.ملی یووالي حکومت په سوله راوستولو کی ناکام شو او نه یي د خبرو څرک معلومیږي چې ایا ملی یووالی حکومت سوله غواړی که جګړه.تمرکز یي په سوله باندی صفر دی.که سوله نه غواړي نو بیا د قطر دفتر ولې خلاص دی؟طالب مشران په پټه خارجي سفرونه نورو هیوادونو ته کولی شي، ایا د ملي یووالي حکومت چارواکي ورسره په پټه نشي لیدلی؟  چې دازمونږ ملي یووالي حکومت کمزورتیا ده ملي یووالي حکومت ښه پوه ده چی خلک ناراضه دي او هغه کارونه یي ونکړل چې د خلکو محبوبیت ځانته خپل کړي بس د وخت پوره کیدو ته ورځې او شپې شماري چې دا وخت زر پوره شي راتلونکو انتخاباتو ته تیاری ونیسي او غیر مستقیم کمپاینونه وکړي.

چین او د روسیې ګټې په افغانستان کېبېل بحث دی لیکن بیا هم د ملی یووالي حکومت باید د چین،روسیې څخه نه تنها په امنیت کې بلکه په اقتصاد او تجارتي پرمختګ کېزیاته ګټه  واخلي چې دواړه ستر او نفوذ لروونکي هیوادونه دي.پدې برخه کې اوسني حکومت کار کړی خو بیا هم دا کار نور هم باید پراخ شي. لویو پروژولکه د اوبو بندونو،سرکون،ښوونځیو او کلینکونو بیا رغونی قراردادونه ورسره وکړل شي او خنډ یا ځنډ ته لار ورنه کړي .البته امریکا به د دې خلاف وي خو ملي یووالي حکومت باید  امریکا ته قانع ځواب ووایي چې چین او روسیه دواړه داسې هیوادونه دي چې د افغانستان په اقتصاد ،تجارت او امنیت کې رغنده رول لوبولی شي.

حکومتي چارواکي او زمونږ ځینې خبریالان تیار د امریکا سنا مجلس غړو خولې خبرو ته ناست دي چې څه ووایی زر یي په ټولینزو رسنیو باندی خپور کړي او بعضې مجلسونو کی یاد کړي چې داسې یې وویل او د افغانستان په جنګ خلاف دی ! که مونږ د دوی مجلس غړو خبرو ته کینو بیا د خپل د پارلمان غړي د څه لپاره دي،دوی دې په خپل حکومت فشار راوړي او له امریکا یا د نورو پرمختللو هیوادونو د خپلو ملي ځواکونو لپاره هر رنګه مرسته ترې وغواړي،او کار دې اهل کار ته وسپاري چې کنترول  د جګړې د خپلو سرتیرو لخوا وکړي د خپلو سرتیرو زیاته مرګ ژوبله راکمه کړي او په تکتیک پوره په پلان سره مخکې لاړ شي. که چیرته مونږ داسې قدمونه واخیستل په ډاډ درته وایم چې مخالفین به سولې ته غاړه کیږدي.

خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي چي تر څو د خلکو او حکومت تر منځ واټن راکم کړي او سرپرست وزیران او پارلمان باید ختم کړل شي، ځکه  چې دا چاره په لوی لاس فساد ته لار برابروي .د ملي امنیت لخوا وزیران او هغه لوی شرکتونه چی د افغانستان ټولګټې لوی پروژې په لاس کې  لري باید تر څار لاندې ونیول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply