د امریکا جګړې پر کوم لور درومي؟ / سید خالد سادات

0 989

سید خالد سادات
د نړیوالو عمومي حقوقو استاد

د سپټمبر د پېښې پوره شپاړس کاله تېرېږي چې د نړۍ څېره یې بدله کړه. د ۲۰۰۱۱م کال د سپټمبر پيښې د نړۍ په سیاست کې تر اوسه د لاینحل معما په نوم یادېږي. د نیویارک ښار کې Twin Buildings یا د غبرګونو بلډنګونو نړیدل امریکا متحده ایالاتو لپاره د معاصرو جګړو د پيل یو ستر چانس شو. امریکا د خپلو خلکو د وژلو انتقام او یا هم د امریکا د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱ مه مادې د مشروع دفاع حق تر عنوان لاندې، پر افغانستان یرغل وکړ او د یولسم سپټمبر د پیښې د عاملینو د نیولو او نابودولو په منظور یې د طالبانو رژيم نسکور کړ. ملګرو ملتونو د امریکا د تیري څخه وروسته د ۱۳۸۶ پرېکړه‌لیک له مخې پر افغانستان د امریکا یرغل مشروع وباله او امریکا ته یې د ملګرو ملتونو له سوله‌‌ساتو ځواکونو سره یو ځای جنګي ماموریت وسپاره. افغانستان ته د امریکایانو په راتګ تر ۲۰۰۳ م کال پورې دننه د افغانستان په جغرافیه کې امنیت ښه تامین شوی و.

اما امریکا د دې جګړې د نظامي اړخ په نظر کې نیولو سره داسې وانګېرله چې د افغانستان د جګړې په استناد باید د امریکا نظامي حضور او جګړې د نړۍ نورو برخو ته انتقال شي چې د جګړې اړخ له نظامي بعد څخه اقتصادي او سیاسي لوری خپل کړي. هماغه وه چې په ۲۰۰۳ م کال کې يې پر عراق د پیشګیرانه مشروع دفاع تر عنوان لاندې چې ګویا د صدام حکومت د هستوي ا و اټومي وسلو په جوړولو لګیا دی او د امریکا ملي امنیت ګواښي، یرغل وکړ.

د جګړې د مفهوم او منطق له مخې د افغانستان او عراق جګړې سره هیڅ تړاو نه لري، اما د امریکا د ګټو د ایجاد مشترکه نقطه د افغانستان او عراق جګړې تړلای شي او هغه دا چې د افغانستان جګړې له برکته امریکا د ټروریزم تعریف په خپل انحصار کې راووست او د نړۍ هر ګوټ ته د ټروریزم په نوم خپل عسکر لېږلای شي.

د عراق د جګړې مفهومي اړخ د امریکا له مداخلې سره مطلق په ټکر کې پاتې شو او هغه څه چې امریکایانو ملګرو ملتونو او نړیوالو ته د صدام حکومت د یو ستر ګواښ په توګه تعریف کړی وه، برعکس راووت.

په عراق کې هیڅ داسې شواهد د امریکا له‌پاره په لاس ورنغلل چې نړیوالو ته یې د هستوي او اټومي ګواښ په توګه ور وپېژني. خپله امریکایان د عراق جګړه د The Oil War یا د تېلو جګړې په نوم پېژني. همدغه مهال امریکا د خپلو جګړو مفهوم په اقتصادي اړخ او پانګه واړوه. عراق چې تر کویټ وروسته د نړۍ دویم هېواد دی چې د نړۍ د تېلو لویې زېرمې لري، امریکا تر خپل کنټرول لاندې راووست. د عراق او افغانستان جګړې لا سړې شوې نه وې چې امریکا د لیبیا حکومت د معمرالقذاقي واک لاندې وه، تر برید لاندې راووست او قذافي ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې.

د لیبیا جګړه د امریکا له‌پاره د نفتي موادو کنټرول په نوم نړیوال پېژني. جالبه دا چې تر اوسه د قذافي حکومت د نسکورېدو له‌پاره امریکا د صدام او طالبانو د حکومتونو پرزولو په تناسب هیڅ اسناد او شواهد په لاس کې نه لري چې نړۍ ته وښیي قذافي رښتیا هم د نړیوال امنیت له‌پاره ګواښ و. د عربو پسرلي په راتګ سره امریکا ته د عربي نړۍ په داخل کې د جګړې لوی بازار پیدا شو او هغه دا چې یو شمېر هېوادونه چې له امریکا سره یې نظامی تړونونه درلودل او امریکایانو ته یې نظامي اډې ورکړې، نور هېوادونه تشویق کړل که غواړئ چې ارام اوسئ، باید له امریکا سره نظامي تړونونه لاسلیک کړي او د امریکا نظامي اډو شتون کې دوی کولای شي چې مصون او محفوظ پاتې شي.

له بل لوري امریکا د عربو د پسرلي په درشل کې د خپل اقتصاد د پیاړوتیا له‌پاره نظامي مداخله وکړه. مثلاً په مصر کې د حسن مبارک ۳۰ کلنه شاهي واکمني ړنګه شوه، پر ځای یې اخوان ګوند د مرسي تر قیادت لاندې حکومت جوړ کړ. د مرسي په لومړنۍ وینا کې د مصر د ځواکمنتیا له‌پاره خپلو خلکو ته داسې وویل «مصر باید درې شیان چې خوراکي مواد، ادویه او وسلې خپله تولید کړي.» پورته درې شیان هغه څه و چې د مصر حکومت له امریکا واردول.

امریکایانو د کال په اوښتو کې فتاح السیسي تحریک کړ او هم یې مجهز کړ چې په مصر کې د اخوان ګوند له واکه لېرې کړي چې هماغسې وشول او بالاخره په مصر کې د امریکا لوی بازار بېرته پرانیستل شو.

د عربو پسرلي په تدوام په ۲۰۱۱ م کال کې د سوریې کړکېچ پیل شو. د سوریې په کړکېچ کې امریکایانو مستقیماً پر عربي نړۍ وسلې وپلورلې او د سویې جګړې د نظامي پکټ «ایتلاف» مشري هم پر غاړه واخیسته چې تر ننه جګړه پر مخ وړي. د سوریې جګړه په معاصر وخت کې تر ټولو خطرناکه جګړه بللای شو، ځکه د افغانستان تر جګړې لس او د عراق تر هغې اته کاله وروسته پیل شوه، خو د تلفاتو له اړخه د افغانستان او عراق د جګړو په پرتله لس برابره ده.

د راپورونو له مخې په سوریه کې شپږنیم لکه خلک وژل شوي ، په افغانستان کې درې شپېته زره خلک وژل شوي او په عراق کې تر پنځوس زره شا و خوا ملکي خلک وژل شوي.

د عربي نړۍ خپل‌منځي سیاستونه د سوریې له جګړې وروسته ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته درومي. سعودي عربستان چې ځان د اسلامي نړۍ مقتدر هېواد بولي، د غلطو سیاستونو له وجې یې عربي نړۍ په دريو قطبونو او اسلامي نړۍ یې په څو قطبونو ووېشله. د اسلامي نړۍ د همدې څو قطبي جوړښت د امریکا له لوري په عربي جغرافیا کې پیل شوې جګړې لا شدیدې او پراخې شوې. د سوریې جګړې په تدوام ۲۰۱۲ م کال، په یمن کې د حوثیانو بغاوت او د خپل سر حکومت اعلان په عربي نړۍ کې یو بل لوی کړکېچ وزیږاوه.

یمن د صنعا ښار د عربستان تر کنټرول لاندې پاتې شو او حوثیانو په عدن ښار کې د محمد علی الحوثي تر مشري لاندې حکومت اعلان کړ. سعودي عربستان هممهال په چټکي سره د یمن جګړې ته داخل شو او د حوثیانو پر وړاندې یې پراخه جګړه شروع کړه. عربستان له فرانسې او امریکا په لوړه پیمانه د یمن جګړې له‌پاره اسلحې او نظامي تجهیزات را نیول. د یمن په جګړه کې په لومړیو دريو میاشتو کې سعودي عربستان د ورځنۍ جګړې مصرف تر دوه سوه میليونه ډالرو رسېده چې امریکایانو په افغانستان او عراق کې دومره لوړ جنګي مصارف په یوه ورځ کې نه دي کړي.

د یمن جګړه کې سعودي عربستان د لوړ جګړه یز مصرف سره سره ویره احساس کړه او د یو ستر نظامي قرارداد په لټه کې شو.
د یمن جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې چې عربي نړۍ په یو بل ګرداب کې ښکیل شوه . د سعودي عربستان او قطر تر منځ اختلافات د نوي کړکیچ محرکه قوه ده. د دواړو هېوادونو تر منځ اختلافات تر دې حده ورسېدل چې عربستان د قطر سفیر وشاړه او قطر هم په ورته اقدام لاس پورې کړ. د سعودي عربستان او قطر اختلافات د امریکا له‌پاره یو ځل بیا پر اسلامي نړۍ د خپلو اسلحو د پیر پر لوی مارکیټ بدل شول.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ عربي نړۍ ته خپل لومړنی سفر سعودي عربستان د ۲۰۱۷ م کال د مۍ په میاشت کې تر سره کړ چې تازه سعودي او قطر په کړکیچ سره کېوتلي وو.

سعودي عربستان د یمن په جګړ کې او له قطر سره د ممکنه جګړې پیل د ماتې له وېرې له ټرمپ سره د سعودي په تاریخ کې تر ټولو ستر د وسلو پير تړون د ۱۱۰ میلیارډه ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ. دغه تړون د واشنګټن او ریاض په اړیکو کې نوی باب پرانیست او هغه دا چې امریکایان په دې یقیني شول چې نور په عربي نړۍ د امریکایانو مخامخ ښکېلتیا پر ځای داسې تړونونه تر بل هر څه ښه نتېجه ورکوي. له دې سره جوخت د قطر شاهي نظام د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته خپل د بهرنیو چارو وزير واستاوه او هلته یې د ۲۲ میلیارډه ډالرو په ارزښت د وسلو اخیستلو تړون له پنټاګان سره لاسلیک کړ.

پایله دا چې امریکا تر ۲۰۰۱ م کال له مخه خپلې جګړې د قدرت او پان امریکیزم ایډیالوژي د اهدافو د تحقق له‌پاره پر مخ وړلې. د ویټنام جګړه د امریکا له‌پاره هیڅ اقتصادي ارزښت نه درلود، د کیوبا، هایټي، کوریا او نورو افریقایي هېوادونو د امریکا نظامي ښکېلتیا په هیڅ مانا د امریکا د ځواکمنتیا تعریف نه درلود. اما تر ۲۰۰۱ م کال وروسته د امریکا د جګړو پیل له افغانستانه نیولې تر عراق، سوریه، یمن او د سعودي په نوي کړکیچ کې مطلق د امریکا د اسلحو د پلور پر مدار څرخي. امریکا اوس د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو جګړو دوام د امریکا شتمني تعریفوي چې څنګه امریکا کولای شي د جګړو له برکته خپله سرمایه زیاته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply