پاکستان هم ګواښونه کوي هم مرستې غواړي اوهم د ننواتې ځولۍ ګرځوي

0 1,034

محمد انور ولید 

۱۳۹۶ لمریزکال ، د وږي ۲۸ مه

هوښیارانوویلي: چې نه کار، هلته دې څه کار. چې له اورسره لوبې کوې ، آخربه په کې سوځې. چې ماران ساتې، چیچل کېږې به هم. چې کرې، هغه به رېبې. خوراځۍ وګوروچې د دغولاسوهنواواختلافاتو د تارسرچېرې دئ ؟ 

لسګونه کلونه تېرشول چې په افغانستان کې د پردیوموخوله پاره پردۍ جګړې روانې دي ، خوپه ډېرتأسف سره باید ووایم چې دداسې غرضي جګړوځاني اومالي قربانۍ اوبیې تل افغانانوپرې کړې دي .علت یې په څه کې دئ ؟ ولې د افغانان مشرتابه او افغاني ټولنه تل داغیاروله کسات اوبدلې سره مخ ده ؟ ولې خپل آرام اوسا اخیستوته نه پرېښودل کېږي؟ ولې دافغانانوپه فرصتونوباندې چورګډ دئ ؟ ولې د افغانانوملي کورنۍ مشرتابه دغلطوسیاستونوپه مارکېټ کې لیلامېږي ؟ ولې یې له هېواده بهراوپه هېواد کې د ننه د هرکس اوناکس پرسرد مشرانو او د مشرۍ د وره ګړي د ستارونه وروتړل ؟ ولې د لرغوني افغانستان اوافغانانود برخلیک پرسرپردي سیمه ئیزدلالان په خپلوکې چنې سره وهي؟ دافغانستان جغرافیه اوافغانان خود خپل تاریخي قدامت اولرغونتوب د سند له مخې ټولې تړۍ ته معلوم دي ، نوبیا دپردوګاونډیانوپه دې خاوره اوددې خاورې د بچیانو په برخلیک کې څه کاردئ ؟ ولې یې قومي ، ژبني ، توکمي اوسمتي اورونه په کې بل کړي دي ؟ ولې یې مارانو ته په خبل لستوني کې ځای ورکړی ؟ اوس یې چې دغه ټول کښت اوکروندې په خپل لاس کرلې دي ، نورېبل یې هم پردوی باندې دي اومزه به یې هم خپله وڅکي .

پاکستان له خپل ماشومتوبه څخه ترنن پورې په افغانستان کې خپلې ناروا اوله شرمه ډکې لاسوهنې کړې اوکوي یې . ځکه پاکستاني چارواکې په افغانستان کې په لاسوهنوباندې معتاد دي . د پاکستان ترجوړېدومخکې برتانوي استعمارهم په افغانستان کې د خپل نیواک له پاره خپلې مذبوحانه لاسوهنې کولې ، په افغان شاهزاده ګانو کې یې د واک د لېونۍ مینې تشه درک کړې اوموندلې وه ، له هغې تشې څخه په سؤاستفادې سره یې همغه واک ته تږي شاهزاده ګان یودبل په وړاندې حمایه کول اوسره جنګول چې له کبله یې درې ځله د افغانستان پرځمکني حریم باندې د تېري زمینه ځانته پرې برابره کړه ، خو له نېکه مرغه چې د افغانستان د اصیلو زامنو له خوا له شرمېدلې ماتې سره مخ شول .

اوس پاکستان هم د خپلوبادارانودهمغه زاړه میراث او پالېسي بوی اخیستی اود همغه زاړه خوب  تعبیرګام په ګام پالي . یوځل یې په (۱۳۵۴) لمریزکال کې د افغان مجاهدینوله حضورڅخه غلطه ګټه پورته کول پیل کړل ، مجاهدین یې په پښتواودري دوو برخوسره ووېشل ، په هغوی کې یې یوه داسې خام ښاخ ته لاس ورکړچې کېدای شي ‌ذوالفقارعلي بوټوبه هغه د خپلې مفکورې ملګری باله اوهم به یې له (۱۹۱۹) زیږدیزکال را وروسته بغاوت سره تړاو درلود .ځکه چې هغه بغاوت خوهم د استقلال ګټلو په ټس کې انګرېزانوله بنو او وزیرستان څخه راټوکولی او را منځته کړی ؤ او پاکستاني جنرالانوهمغه وړې او مړ ژوندې رېښې ته بیا له سره اوبه ورکړې ، را ویې ټوکوله ، دا رېښه د یوه پوځي زوی ؤچې په پټه پاکستاني پوځیانوولمساوه اودهرډول پوځي ، مالي ، سیاسي اواستخباراتي ملاتړژمنې یې ورسره وکړې ، د جهاد پروخت یې وروسته له (۱۳۵۷) لمریزکال څخه د چترال له لارې په شاه سلیم باندې نوموړي ته ټولې مرستې خپله پوځیانو وراستولې اوافغان سپېڅلی جهاد یې له همغې ورځې څخه د ملا په تيرسره نیم کړ.

خوکله چې په افغانستان کې دثورد اوومې سره کودتا وشوه ، نفیرعام اعلان شواوبېګناه افغانان څوک ګور، څوک زندان اوڅوک هم پردیوهېوادوته ورټېل وهل شول ، ورسره جوخت د پاکستان د سودا بازیواودرامدغواهم لنګه اوپه لسګونوخوسکي یې وزیږول ، چې له هغوڅخه یوازې (اووه ) یې وپائېدل اود جهاد اصلي او ذاتي څېره یې پرې وربدله کړه ، ځکه دوی خپله په ډان ورځپاڼه کې د افغان مجاهدینو په مشرانو پسې لیکلي وو چې : ( سېون جاکر آف ده پشاور) . پاکستان لومړی افغان مجاهدین په (اوو) ټوټوسره ووېشل ، ملي یووالی ،عقیده وي ، ملي ، سیاسي اومالي سنګراومشرتابه یې ټول کورنیواختلافاتواوځانځانیوته وسپارل . خپلمنځي دښمنۍ یې په کې را وټوکولې ، چې په دې کارسره یې له یوې خوا د پاکستان په خاوره کې د روسي ټانکونو د غوبل جوړولومخه ونیوله اوله بل پلوه یې له امریکې څخه پوځي اومالي مرستې پرې ترلاسه کړې . خپل پوځ ، خپلې خزانې او خپل ګودامونه او د مهماتو انبارونه پرې ډک او وپنځول . بلخوایې په افغانستان کې د خپل ځان اونورې نړۍ له پاره د مداخلواولاسوهنوزمینه پرې برابره کړه . ځکه د عربو له شېخانو څخه یې هم پیسې پرې اخیستې اوهم یې د عربي نړۍ یاغیانو ته پټن ځایونه برابرکړي وو .

د جهاد پرمهال یې روسان په پښتنوباندې ووهل ، پاکستان یې د روسي ټانکونو له غوبل څخه پرې وژغوره ، ځاني اومالي زیانونه یې هم پښتنوته پرې ورواړول اود خپلوپلرونواوانګرېزانو کسات او بدله یې د روسانواود هغوی د پلویانوپه لاس ترې واخیستله ، خود افغانستان واک یې د شرمښ په وېش په راؤلپېنډۍ کې له روسانو سره په توافق یوې پښتون ضد ډلې ته په لاس ورکړ، ورپسې یې دمجاهدینوله مشرانوڅخه د جهاد واګې په خپل لاس کې ونیولې اوسپېځلي جهاد ته خائن ځینې جهادي قوماندانان یې په (۴(۴X ډاټسنوباندې واخیستل ، همدغه ډول مجاهد نما ولې په اصل کې د جهاد ضد قوماندانانوهلکان له یوې پوستې څخه بلې ته ورواده کړل ، په مجاهدینو باندې یې د شراوفساد او پاټکي نوم کېښود ، همجنس بازي وروستي حد ته رسېدلې وه او د طالب په نامه خپل پوځي حرکت او یرغل  ته یې زمینه پرې برابره کړه ، کورنۍ جګړه یې ورباندې تحمیل اوپیل کړه . دافغانستان ملي اردویې ورباندې ړنګه ، په مېلیونونومیله سپکې اودرنې وسلې یې په خپلمنځي جګړوکې ورباندې برباد اوکباړکړې . دافغانستان عام ؤلس یې پرجهاد اومجاهدینوبې باوره کړ، چې بالآخره یې خپل ځان جوړ، اوافغانستان یې ورباندې بې ثباته اووران ویجاړکړ.

ورپسې یې د طالبانو نا پېژانده ډلګۍ پرې را وړاندې کړه ، خو په څنګ کې یې ورسره دالقاعده ډله هم د مجاهدینو په لیکو کې تنظیم کړه ، چې بیا وروسته د طالبانوپه نظام کې سیمې اونړۍ ته وغځول شوه . د جهاد اومجاهدینو تمثیل او د اسلام د سپېڅلي دین د قرائت اوعملي کېدو واک د ( آی اس آی ) اوالقاعده په لاس کې ولوېد .

د سپتمبر د (۱۱مې ) نېتې مصنوعي پېښه د طالب رژیم په ړنګېدواوقرباني کېدو سره را منځته شوه. خو دا ځل د ترورېزم په پلمه د نړیوالوپه ملاتړد پاکستان د عائداتواوباج ګیریو باز یوځل بیا د پاکستان د وامنانو پرسرورکښېناست چې بیه یې یوازې افغانانوترنن پورې پرې کړې اوپرې کوي یې . دا ځکه چې په افغانستان کې رژیمونه د پردیوله خوا ړنګېږي خوجوړېږي هېڅکله نه . ځکه په افغانستان کې د رژیم جوړول او ړنګول داسې دي لکه د مداري په لاس کې د ماراوموش خرما جګړه چې د بسوګۍ واده به هم په کې تېرشي ، خو د زرګري ژبې په دې جګړه کې به نه  د افغانستان رژیم په قلاره پاتې شي اونه به افغانستان په کې ورغېږي . ځکه د تسلیخ اود بدن د اعضأوو پرېکولوله پاره یې داسې حرفوي اومسلکي ډاکټران اومافیایي دلالان پرسرولاړدي چې نه یې د وینې بهېدو د بیې پروا سا تي اونه هم د افغان وجود د ژوبلېدو ، معیوبېدواو وژل کېدو . بس ددوی د افغان بدن یوازې غړي په کاردي . ځکه خو په افغانستان کې جهاد روا ـ او په پاکستان کې ناروا ګڼي .

به افغانستان کې د ترورېزرم په وړاندې جګړې پرسرغرب او شرق ټول په یوه شکل نه په یوشکل لاس لري، او پاکستان له دغو ټولو ذیدخلو او ښکېلو اړخونو سره دافغانستان په برخلیک باندې خپلې معاملې جاري ساتلې دي، ځکه روسانو د داعش په بلمه د (پنځوس میلیارده) ډالروخبره اوژمنه د افغانستان د ځپلو لپاره ورسره کړې وه ، له امریکې یې هرکال (دوه میلیارده) ډالراوله چین څخه یې په (لس ګونومیلیارده ) ډالرد ګوادربندر، داسو بند رغولو اوپرډېورنډ کرښې د اغزن سیم غځولو او کټارولګولوله پاره ورکړي ، له عربي نړۍ یې چې کومې پټې او ښکاره مرستې ترلاسه کړې هغه خولا پرځایپرېږده .

پردې سربېره یې د هغوامریکایې کانتینرو کاروانونه هم په لسګونوځلې لوټ کړل اوپړه به یې پرپاکستانې طالبا نوور واچوله ، کوم چې په هغو کې به د امریکې پرمختللې وسلې اومهمات باروو. وروسته به یې کانتینرو ته اور ورواچاوه . پاکستان پاکستاني طالبان د همدې موخې له پاره جوړکړي وو. ځکه دوی پخوا په پېنډۍ کې چې کله سټېنګرتوغندي غلاکول ، دوی هغه مهال هم د مجاهدینوعمومي دیپو ته د امریکایي سټېنګروترغلا کولو وروسته اورورواچاوه .

پاکستان د افغانانو، افغان رژیمونواوافغان خاورې په وړاندې ځکه دا دریځ خپل کړی چې په پردۍ خاوره کې خپله غیرقانوني د استعمارپه لاس جوړه شوې جغرافیه ددووقانوني لرغونوهېوادو( افغانستان اوهند ) د ژرند ود پلونوترمنځ محسوسوي او ډارېږي چېرې نه چې ترمنځ به یې که نن وې یا سبا ، پاکستان اوړه اوړه شي . ځکه خود خپل ځان د قانوني ثابتولو په خاطرپرافغانستان فشارونه راوړي ، ترڅوافغانستان مجبو کړي د ډېورنډ منحوسه نا پېژندل شوې کرښه چې د په رسمیت پېژندلوهېڅ امکان یې نه شته ، په رسمیت وپېژني ، له همدې امله پاکستان د توغندیزو بریدونو، نویو تاڼو او نویو دروازو جوړولو ته دحاکمونقطوترلاسه کولواود افغان اوبوخپلولوپه موخه هرډول تخریبي کارونوترسره کولوته په قصدي توګه اوږه ورکړې ، ترورېستان اوځانمرګې افغانستان ته را لېږي ، په افغانستان کې جهاد روا او په پاکستان کې یې ناروا بولي .

 د پاکستان پخواني لومړي وزیرنوازشریف د خپلې واکمنۍ پرمهال په راؤلپېنډۍ کې ویلي وو چې ( ما پاکستان ته ډېر خدمت کړی دئ ځکه چې د افغانستان زرکلنه اردو مې ورته ړنګه کړه ، جمهوررئیس پرویزمشرف په خپله خوله اعتراف کړی ؤ چې طالبان پاکستان جوړکړي وواود بهرنیوچارواوسني وزیریې بیا ویلي چې په کابل کې د زنبق څلورلارې کې څلورتنه برید ګرله پاکستان څخه ورغلي او په کابل کې چاودنې ته نږدې کوم سفارت کې غلي شوي او بیا یې چاودنه ترسره کړې ده .

خواوس چې امریکه د پاکستان په دوه مخې پالېسۍ او منافقت او درغلیو باندې پوهه شوه ، خپلې مرستې یې ورباندې بندې کړې ، پاکستان د خپل ملاتړله پاره خپله قبله روسیې اوچین ته ورواړوله ، په طالبانو باندې یې له روسانو سره معامله وکړه ، هغوی یې روسیې ته وروړل ، پر روسیه باندې یې وپلورل ، خو ډېرژرسپک وختل . روسیې له پاکستان سره د ( پنځوس میلیارده) ډالرومرستوسر وښوراوه ، خوڅه وخت چې ورباندې پوه شوه چې پاکستان ورسره په دې لوبه کې غلط ګېم وهي ، نو روسیې هم مخ ترې واړاوه ، ځکه روسیې هم په آسیایي غوڼده کې اعلان وکړ چې ترورېستي ډلې په پاکستان کې دي اوپاکستان د ترورېستانوکلک ملاتړی هېواد دي اوباید په سیمه ئیزاونړیوال فشارسره پرپاکستان باندې فشارونه زیات شي ، ترڅو د ترورئیستانو له ملاتړه لاس په سرشي .  

 هند د پاکستان له پاره بل سرخوږی جوړشوی دئ چې له افغانستان سره دهند ددوستۍ ټينګېدواوپوځي اوملکي مرستوله امله د پاکستان له سره خوب الوتی او د نا آرامیو په سمندرکې یې ورلاهوکړی دئ . پاکستان ډارېږي چې بلوچستان یې له لاسه ونه وځي اوپه دې ورځوکې د بلوڅانو فعالیتونه په بلوچستان ا و اروپا کې ډېرشوي ، ځکه خو پاکستان له سو ېس څخه غوښتي چې په خپل هېواد کې د بلوڅانو پرفعالیتونو بندیزولګوي .  

چین په پاکستان کې خپلې پانګونې کړې اوګرمواوبوته یې د پاکستان له خاورې لاره موندلې ده ، له بل لوري چین په سیمه کې د خپلې اقتصادي ودې یوازینی خنډ امریکایي حضوربولي ، له همدې امله په ظاهره ځان د افغانستان د کشالې د حل یوازینی درېیمګړی بولي ، خو په پټه له پاکستان څخه خپل ملاتړښیي .

اوس چې له پاکستاني چارواکو څخه د حل لاره ورکه شوې او لکه هوښیاره مرغي په دووغبرګو پښو د خپلوکړوچمونو په لومه کې بند پاتې دئ ، نو د اوښ پرپچه سپوردئ اوکشمیرولي ، ځکه امریکې ته یې هم اخطارونه ورکړي چې ګواکي  دابندیزونه به امریکې ته په ګرانه تمام شي . خو بل لورته بیا وایي چې امریکا دې طالبان هم په خبروکې شریک کړي .له بلې خوا بیا وایي چې امریکا دې ځینو نوروهېوادوته هم په خبروکې د ګډون حق ورکړي . البته له دې ګډون څخه د پاکستان موخه هغه هېوادونه دي چې په خبروکې د پاکستان په ننګه نظرورکړي ترڅوافغان کشاله یوځل بیا د نړیوالو له پامه وغوځوي او څنډې ته یې کړي ، دوی اوبه خړې کړي او خپل کبان په کې ونیسي . ځکه د افغانستان موضوع د پاکستان له پاره دوبۍ ده دوبۍ . څومره عائدات چې له دې لارې ترلاسه کوي هغه په پاکستان کې نه شي ترلاسه کولی .

اوس چې افغان ؤلسمشرښاغلی محمد اشرف غني نیویارک ته پرلاره دئ موخه یې داده چې هلته به د ترورېزم ، د ترورېزم د ملاتړو ، د ترورېزم د تولید ، د ترورېزم د تمویل او د ترورېزرم د صادرولواوپټن ځایونوپرسرخپلې ویناوې نړیوالوته واوروي اوله امریکایي ؤلسمشرټرمپ سره به هم په دې اړه وګوري او د افغان پوځ او د هېواد د بیا رغونې په اړه به ورسره خبرې وکړي .

له همدې امله پاکستان خپل وارخطا کړی اوس هڅه کوي چې هم له امریکې سره خپل ځان پخلا کړي ، هم مرستې پرې ترلاسه کړي اوهم د افغانستان کړکېچ نورهم ژورکړي او جګړه به نوره هم په کې وغځوي .

خوکه امریکایي مشران د ګیدړپاکستان دغه ډول درواغجنواوغولوونکوخبرواوسیاستونو ته غوږ ونیسي ، نوامریکه به هم دا ځل د روسیې په څېرپه (۵۲) ټوټوسره وشړوي . ځکه پاکستان خود خپل عادت له مخې دا مهال هم ګواښونه کوي ، هم مرستې غواړي اوهم د خپلې ننواتې ځولۍ ګرځوي .خو که امریکې په دې ځولۍ کې دا ځل پاکستان ته څه ور واچول او د تېروغلطیوحساب کتاب یې ورسره ونه کړ، دا فرصت به یې هم له لاسه ووځي ، نوبیا به د خپلوغلطیو پورهمغه هېوادونه پرې کړي ، څوک چې د افغانستان پر ضد د پاکستان ځولۍ ورډکول غواړي .

نړیوالې سرمشریزې ته په کارده چې له دې وروسته په اصلي بڼه افغانستان په خپلو پښو ودروي ، د ترورېزم ځالې په هغو هېوادوکې ور ونړوي او مالي او پوځي سر چینې یې ور وچې کړي چې ترورېستان ، د ترورېستانو پټن ځایونه اوملاتړي یې په کې شتون لري.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply