د پاکستان توره ماته شوه، افغانستان دې يو ګام وړاندې شي

0 1,048

پښتانه وايي، که دې د دوښمن توره ماته شوه، يو ګام نور هم ورمخکې شه او که دې خپله توره ماته شوه، هم ورمخکې شه، ځکه مجبوره يې چې ورمخکې شې، که نه مرې.
له دې مالومېږي چې د جګړې د بريا راز په تعرض کې دی، که دې د دوښمن توره ماته شوه، وروړاندې شه او بريد ورباندې وکړه، که دې خپله توره ماته شوه هم، پر شا به نه ځې، بيا هم ور وړاندې شه او وار وکړه.

اوس تازه مالومات دا دي چې د پاکستان توره ورځ پيل شوې، توره يې ماته شوې او که افغانستان اوس هم زړه نازړه وي، چانس پر خپله ګټه و نه کاروي، يو وخت به د پاکستان بد بريد پر سر وخوري.
وړمه ورځ سرخط ته باوري سرچينو ویلي وو چې د طالبانو تر خپلمنځي شخړو وروسته اوس د دغې ډلې پاتې کسان له ای‌ايس‌ای سره هم اوښتي دي او تر منځ يې خورا لوی درزونه پيدا شوي دي.
هغه وخت چې ملا عمر مري او ملا منصور يې پر ځای کښېني، نيم طالبان له امارته خپله لاره جلا کوي او د ملا رسول تر مشري لاندې افغانستان ته راځي چې تر اوسه همدلته دي.

وروسته چې ملا منصور وژل کېږي او هيبة الله يې پر ځای ټاکل کېږي، په پاکستان کې پاتې نيمايي طالبان هم په دوو برخو وېشل کېږي، ګڼ شمېر يې افغانستان ته راځي، ځينې يې نورو هېوادو ته ځي او څو تنه يې د ای‌ايس‌ای له خوا نيول کېږي او تري تم کېږي.

اوس پاکستان ته يوازې څو داسې ملايان ورپاتې دي چې نه په طالبانو کې نفوذ لري او نه هم د جګړې د غځولو يا درولو وړتيا ورسره شته.
هغه کسان چې د ای‌ايس‌ایس منتر پرې چلېږي او له پاکستان سره پاتې دي، خو پر طالبانو نفوذ نه لري، يو يې ملا هيبة الله دی، بل يې د ملا عمر فقير زوی او درېيم يې د حقاني زوی دی، خو په مقابل کې يې يوازې پنځلس تنه لوړپوړي طالب مشرانو کندهار ته راغلي او له جنرال رازق سره يې تار اچولی دی.
دوه دغومره د ملا رسول پلويان دي چې هغوی هم د کويټې شورا په خوله پياز نه خوري او په افغانستان کې مېشت دي.
همدومره نور قوي طالب مشران بيا هلمند ته رالېږدېدلي، د مافيا برخه شوي او پاکستان ته يې نور ټيټه نه کوي.

دوی د تارياکو پرېمانه پيسې لري، د کندهار او هلمند د طالبانو ټول عوايد د دوی لاس ته ورځي او په دې سربېره، ايران هم ورته لاس نيسي.
اوس که پاکستان له روس او چين سره د طالبانو پر سر سودا کوي، هغسې طالبان په لاس کې نه لري چې د روس او چين فرمايشونه ورباندې عملي کړای شي.
او که ايران ته پاکستان مخ اړوي او د طالب پر سر سودا ورسره کوي، ايران دې سودا ته زړه نه ښه کوي، ځکه له ايران سره تر پاکستان قوي طالبان دي.
اوس پاکستان يوه لار لري او هغه دا چې همدا څو تنه په لاس کې بګېل طالبان له افغانستان سره خبرو ته کښېنوي او په دې توګه نه يوازې له نړيوال فشار څخه ځان وساتي، بلکې له افغانستان څخه هم ورباندې ښه سم امتياز واخلي.

د پاکستانيانو وروستۍ څرګندونې چې بيا بيا د سولې نغاره ډبوي، هم د همدې څرګندويي کوي چې پاکستان غواړي دا څو په لاس کې شته طالبان پر افغانستان وپلوري.

افغان حکومت بايد نه يوازې په نړيواله کچه پر پاکستان فشار ته دوام ورکړي، بلکې بايد د پاکستان په لاس کې طالبانو پر ځای، له دا نورو، له پاکستانه مرورو طالبانو ته د سولې دروازه پرانېزي.

په دې توګه به يې هم د طالبانو زور اوبه کړی او د جګړې لمبې سړې کړې وي، هم به يې پاکستان ښه سم تاواني کړی وي.
اوسپنه ګرمه ده، يو خوندور ګوزار غواړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply