د تازه مېوې او سبو په څېر؛ د هېواد پر نورو مصنوعاتو باور څنګه جوړېدای شي؟

0 1,363

د تازه مېوې او سبو په څېر؛
د هېواد پر نورو مصنوعاتو باور څنګه جوړېدای شي؟

په عامه اذهانو کې د افغانستان مصنوعاتو ته د معیار او سټنډرد له امله په ټیټه کتل کېږي، خپله سر‌کار په ټیټه ورته ګوري، «مېډ ان افغانستان» چې خپله افغانان ګوري، د زړه له پاسه یې رانیسي. نور پرېږده د ایران، پاکستان مصنوعات هم ترې غوره ګڼل کېږي.
وايي د دغو صنعتونو مالکان هم خپل مصنوعات نه کاروي او د بهرنیو هغو په رانیولو او کارولو پسې لګېدلي وي. په داسې حال کې چې ډېری «مېډ ان افغانستان» مصنوعات ښايي د کیفیت له مخې د نورو هېوادونو له هغو غوره وخېژي، خو له بده بخته چې د خلکو پر زړونو نه‌شي اوارېدلای.

له خوراکي توکیو، شیدو، مستو، غوړو او درملو ته هم په دغه سترګه کتل کېږي. د سرکار او نور غټانو په مېلمستیاوو کې کورني او بهرني مېلمانه، څښاک او خوراکي توکي له دې امله په دقت ګوري چې د افغانستان جوړ خو نه دي؟

د مالیزیا پخواني ولسمشر مهاتیر محمد په هېواد کې د موټر جوړولو صنعت ته مخه پرانیستله، خو د مالیزیا جوړ موټرو مارکېټ و نه‌شوای موندلای، خلکو له مسخرې صابون داني بلل، د ټوکو مسخرو ډېرې کیسې ور پورې تړل شوې وې.
مهاتیر محمد د جمعې پر ورځ په همدغه موټر کې پخپله ډرېورۍ له کوره ووت، په واټونو او څلور لارو له ګرځېد یوې لویې مغازې ته ودرېد، د سودا له رانیولو بېرته په دغه ګاډي کې خپل کور ته ستون شو، د دوشنبې پر ماښام یې د ۲۷۵ موټرو د پلور راپور تر لاسه کړ، په څو ورځو کې صابون‌داني د فیشني موټر په توګه په خلکو کې دود او موډ شو.

خمتا د بېوزلو جامه وه، خو چې مرحوم پاچاخان واغوستله، د اشرافو جامه وګرځېده، د موډ او فیشن ټوکر وپېژندل شو.
مهاتیر محمد د زړه ناروغ شو، ده ته یې په بهر کې د درمنلې سلا ورکړه، خو ده و نه‌شوای منلای، د ده په خبره که ده خپله درملنه په بهر کې وکړه، خلک به د خپل هېواد په درملنه بې‌باوره شي او د روغتیا سالم سیسټم به را منځ ته نه‌شي.
اوس د مالیزیا روغتیایي نظام دومره باوري شوی چې د ارزانه درملنې په پار بهرنیان ور مات دي.

یو سیاستوال ښيي چې په غونډه کې د وینا پر مهال په دې برید وشو، له هرې خوا سرې ګولۍ چلېدلې، له ده یې وغوښتل چې کښېني، خو ده وویل، که زه نن کښېناستم بیا به هيڅوک پورته نه‌شي.

که بل اړخ ته وګورو، هټيوال او د تازه مېوو او سبو په مارکېټ کې د افغانستان کچالو، پیاز، هوږه، بادام، پسته، د چین پاکستان ایران څه چې د امریکا له هغو په زیاته تلوسه او باور رانیول کېږي. تاسې به له دغو مېوو او سبو سره لوبیایي وطني، شیر وطني، کچالوی وطني، رومي وطني چیغې اورېدلې وي.
د امریکايي او وطني بادامو خوند او ذایقه نه‌شي پرتله کېدای، د افغانستان زغفرانو د لوړ کیفیت له اړخه نړیوال مقام ګټلی، له همدې ځایه له مېوو او سبو سره د وطن تړاو د دغو تولیداتو د غوراوي نقد ثبوت پېژندل شوی دی.

همدا پر موږ د قدرت مهرباني ده، د هغو څېزونو پالنه چې د طبعیت په لاس کې ده، غوراوی او برتري یې څرګنده ده، خو په هغه کې چې زموږ لاس دی، تر نور زیات خپله زموږ له سترګو لوېدلي دي.

که د افغانسان مصنوعات په رښتیا تر معیار او سټندرډ ټیټ وي، حکومت باید پر دغو مصنوعاتو د څار یو شفاف میکانیزم را منځ ته کړي او که موږ خپله د حقارت احساس ځپلي یوو چې خپلو مصنوعاتو ته په ټیټه ګورو، بیا هم د حکومت دنده او مسوولیت دی چې مخنیوي ته یې خپله را وړاندې شي او د خپل هېواد د مصنوعاتو پر معیار او سټنډرډ د شک زنګ او لوخړې وتوږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply