بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :
پنځه داسي ارزښتناکي خبري دي چي که ور ته پام وشي، نو ان شاء الله تعالی د انسان د بري لپاره تضمين کوي .
د ديوبند د عالمانو مُرشد حاجي امداد الله مهاجر مکي – رحمه الله – په يوه تخته دغه پنځه جملې ليکلې وې .
هغه دا دي :
۱ : اعمل لدنياک بقدر ما تعيش فيها .
ژباړه : د دُنيا لپاره دومره کار وکړه څومره اندازه چي ته په دُنيا کي ژوند کوې !
د دُنيا ژوند ډېر لږ او نا باوره دی .
که هر څومره اوږد هم شي، بيا هم ژر تېرېدونکی دی .
حضرت نوح – عليه السلام – ته الله تعالی ډېر زيات اوږد عمر ور کړی وو .
۹۵۰ کاله يې دعوت وکړ، له دې پرته نور ژوند يې هم کړی دی .
ځيني روايتونه داسي دي چي د ده ټول عمر ۱۶۰۰ شپاړس سوه کاله وو .
خو د مرگ په وخت کي ملک الموت ترې پوښتنه وکړه :
كيف وجدت الدنيا قال نوح : مثل دار لها بابان دخلت من هذا وخرجت من هذا ( تفسير القرطبي ص : ۲۹۵ج : ۱۳)
ژباړه : دُنيا دي څنگه و موندله ؟
نوح – عليه السلام – وفرمايل : د هغه سورای په څېر مي و موندله چي دوه دروازې لري، له يوې دروازې ور داخل شوم او له بلي راووتلم !!
علامه قرطبي رحمه الله ليکي :
بنى نوح بيتا من قصب فقيل له : لو بنيت غير هذا فقال : هذا كثير لمن يموت ( تفسير القرطبي ص : ۲۹۵ج : ۱۳)
نوح عليه السلام له کړکانو څخه کور جوړ کړی وو، چا ور ته وويل : که دي بل ( ښه ) کور جوړ کړی وی، ښه به وی ! نوح عليه السلام ور ته وفرمايل : څوک چي مړ کېږي، د هغه چا لپاره دا زيات دی!!
۲ : دوهمه خبره دا ده : و اعمل لآخرتک بقدر ماتعيش فيها .
ژباړه : د آخرت لپاره دي دومره کار وکړه څومره چي ته ژوند پکي کوې !
د آخرت ژوند تلپاته دی، نو د عقل تقاضاء دا ده چي د تلپاته ژوند لپاره ډېري هڅي کول ضروري دي .
۳ : دريمه خبره دا ده : و اعمل لله بقدر حاجتک اليه .
ژباړه : د الله – تعالی – لپاره دومره کار وکړه، څومره چي ور ته اړتيا لرې !
الله – تعالی – ته د انسان اړتيا په هر څه کي ده، ځکه د الله پاک له ارادې پرته څوک هيڅ نه شي کولی .
په هر څه کي انسان ور ته محتاج دی .
نو عقلمندي دا ده چي بايد د الله تعالی د رضاء لټون ته تر هر څه لومړيتوب ور کول شي .
۴ :څلورمه خبره دا ده : اسأل عن الذی لايحتاج الی احد !!
ژباړه : صرف له هغه چا سوال کوه، چي چا ته محتاج نه دی!!
هغه الله تعالی دی، چي خزانې يې ډکي دي، په سوال او غوښتني خوشحالېږي .
۵ : پنځمه خبره دا ده : و اعمل للنار بقدر صبرک عليها .
ژباړه : د اور لپاره دومره کار وکړه، څومره چي پر اور صبر کولی شې !!
يعني څومره چي د عذاب طاقت لرې، په هغه اندازه گناوي وکړه !
د اور طاقت هيڅوک نه لري .
کله چي طاقت د اور نه لرو، نو بايد د الله پاک له نافرمانيو څخه ځان وساتو .
دغه پنځه ارزښتناکي خبري که په پام کي ولرو، ان شاء الله تعالی دا به مو د بري لامل شي او له گناهونو څخه د ځان ساتنه به راته آسانه شي .
الله پاک دي د عمل کولو توفيق راکړي .
آمين
و صلی الله الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320