په کرزي صاحب! چې سړی څومره اعتبار کوې هغومره اشتباه کوې

0 1,224

هسې خو سیاستوال یو هم ګرنټي نه لري خو په کرزي صاحب! چې سړی څومره اعتبار کوې هغومره اشتباه کوې، دیارلس کاله یې امریکا سره ښکرې اړم کړې وې چې ولي پاکستان کې د تروریستانو ځالي نه بمباروي او ولي پاکستان سره تر موږ زیاته دوستي کوي، خو اوس چې امریکا پر پاکستان فشار راوړی او حتا پاکستان کې یې دننه پر تروریستانو د برید ګواښ کړی، دی را ولاړ شوی بي بي سي سره یې پاکستان ورور او دوست هېواد یاد کړی او پر پاکستان یې د امریکې فشارونه غندلي او حتا امریکه یې تورنه کړې چې د داعش ملاتړ کوي. دا ټولو ته معلومه ده چې افغاني داعش پاکستان کې جوړ او دې خوا را واړول شو او روسان یې ځکه د لوی خطر په توګه مطرح کوي چې له یوې خوا پرې طالبانو سره خپلې اړیکې توجیه کړي او له بلې خوا د منځنۍ اسیا هېوادونه وویروي او هلته خپل پوځي حضور پراخ کړي او دلته زموږ خلکو ته هم شکونه ور واچوي. نن سبا کرزی او پخواني یاران یې اګاهانه د روس، ایران او پاکستان د ګټو سره سمې څرګندونې او حرکتونه کوي. که تاسې دا دوه ورځې پاکستانۍ رسنۍ تعقیب کړي وي، هغوی د کرزي له خبرو زیاته ګټه واخیسته او بحثونه پرې کوي او کرزی هغه څوک بولي چې پاکستان باید پرې حساب وکړي.

خوشال خلیل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply