د بلخي تنظیمي جوال ته غورځیدلی معارف / جاوید جبران

0 830

له ولسمشر غني سره د واک په شخړه کې د راښکیلو تنظیمي ښامارانو او چمچه مارانو بزکشي د هغه ناوړه تاریخي تسلسل زیږنده ده چې د داؤدخان شهید له وخته رانیولې بیا تر نن ورځې یې د حکومت، نظام، ادارې او قانون په وړاندې داسې حق په جانب باغیان راپړسولي چې نه یې عدلي او حکومتي جوړښتونه مهارولی شي او نه یې هم دخیل نړیوال اړخونه تجرید ته زړه ښه کوي. دا عناصر څرنګه چې نوي یمه لسیزه کې د هېواد د عزت په بیه ولوبیدل او اوسمهال یو ځل بیا د نیم په نیمه حکومت تارتوک بلل کیږي، له هر ډول فرصت څخه په ګټې اخیستو سره د واک مرکزي هستو ته ځان رسوي او د حکومت له بطنه مشروع او نا مشروع تغذیه یې چې څنګه له تهدید سره مخ شي د ملت او نظام د ګټو په وړاندې وسله وال دریځ نیسي.

د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې د اشرف غني په بریا سره تمه کیده چې د نړیوال ملاتړ په مټ به نوموړی وتوانیږي چې یاد ښاماران د قانون په کرښه سر ایښودلو ته را کیکاږي، خو د هغوی لخوا د زور او اغتشاش تر نندارې وروسته خبره د واک مساویانه ویش ته راورسیده. د دغې ناوړه پریکړې تر کیدو وروسته یو شمېر مهم دولتي جوړښتونه لکه د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونه او یو شمېر نورې مهمې ادارې د کونډې د میراث په څیر د جبر او اکراه په حکم د نالوستو، بې مسؤولیته او فاسدو زورواکو په ګروت کې کیوتل چې اوسمهال تر درې کاله خانخانیو وروسته هرې ادارې ته اوښتي تاوانونه د محاسبې او ارزونې وړ بلل کیږي.

له نورو سره یې کار نه لرو خو د پوهنې وزارت چوکۍ چې درې کاله د بلخ شاه مردان، خان خانان او ضد طوفان اسدالله حنیف بلخی مد ظله پکې کلچه وهلې ده، یو شمېر جادویي کیسې یې رابرسیره شوي دي چې څو اړخونو ته یې په لنډه توګه اشاره کوو.

د دغه وزارت په اداري او تشکیلاتي اډانه کې فساد په یو متعارف سلوکي دود اوښتی، بلخي د خپل اقتدار په لومړیو کې هڅه وکړله چې یو شمېر رئیسان د فساد په تور استعفا ته اړ او په ځای یې خپلې ډلګۍ ځای په ځای کړي؛ هغه په دې توګه د ځینې رئیسانو په ګوښه کولو بریالی شو او ځینې نورو تر مقاومت وروسته د بلخي د حذف سیاست وننګاوه؛ خو له دې سره جوخت یې د هغوی تر څنګ د اړوند ریاست په چارو کې خپل ارشد سلاکاران چې د کیمبریج او جورج ټاون پروفیسوران! وو د رئیسانو په څټ کې ورقنجوغه کړل او په دې توګه د ملي وحدت په برکت د هر رئیس تر څنګ یو بل ناسکه رئیس هم را شین شو؛ دا چې د یو با مسؤولیته رسمي رئیس تر څنګ دوی څه نورې دندې مخته وړلې ځواب یې ښایي له بلخي سره وي.

سربېره پر دې، د پرمختیایي پروژو بودجه چې د یاد وزارت د ستراتیژیک پلان پر بنسټ د په نښه شوو لومړیتوبونو ترلاسه کولو لپاره د وړ اشخاصو ګومارنې ته ځانګړې شوې وه، اکثریت پستونه یې د نوموړي د کورنۍ، حواریونو او مخلصانو تر منځ د مناسب ویش پر بنا داسې تالاترغۍ شول چې ګوګل یې هم له لټون څخه عاجز شو. وزیر خپل ماشوم خوریی د جي پي اي په نوم د لسګونه میلیونه بودجې لرونکي پرمختیایي پروګرام په رأس کې مقرر کړ او په دې توګه یې له دې لارې د لږ او ډیرې لګیدونکې بودجې او ګومارنو سوء استفادې ته نر غوندې لار پرانیستله.

د تدارکاتو برخه چې د ګوړو د چیندلو ځای او د بلخي لپاره د خوږې مړۍ امکانات برابروي، د نوموړي د فساد یوه بله په زړه پورې سرچینه بلل کیږي.

د هېواد د ښوونیز نظام د انکشاف او ملاتړ هغه سرشاره سرچینې چې د پخوانیو وزیرانو د هڅو په مټ ترلاسه شوې وې او د مدیریت له امله یې بېلابېلې پروژې پلې کیدلې، بلخي د غوړې مړۍ په څیر ورپسې سترګې اړولې او د محدود وخت تر تیریدو وروسته د تدارکاتي پروسو په کنترولولو سره هغه وتوانید چې له قراردادي شرکتونو سره خپله برخه معلومه او دې برخه کې هم خپلې ډلې او تنظیم ته څه ناڅه خاورې په ییرو ګډې کړي.

په دې برخه کې ډیر لاسوندونه شته چې له چا پیسې غوښتې، له چا سره ډیل کړی، څوک تهدید کړی او له چا سره د ګوړې لین غوړولی هر یو داسې کیسه لري چې سپیناوي او زیاتو شاربلو ته یې اړتیا ځکه نه پیښیږي چې څو میاشتې وړاندې د دغه وزارت د یوه پرمختیایي پروګرام له مسؤول سره د فسبوک صفحاتو ته راوتلې د بلخي جادويي خبرې اترې هرڅه ځوابولی شي. د نوموړي پراخ فساد او په رسنیو کې یې انعکاس د دې لامل شو چې یو زیات شمېر مرستندوی بنسټونه او هیوادونه د هېواد تعلیمي نظام ته د بسپنو له ورکولو ډه ډه وکړي او یا هم په خپلو مرستو له سره غور وکړي. دا په داسې حال کې ده چې نه لویه څارنوالي، نه ملي شورا نه ولسمشر او نه هم بله مرجع په رڼا ورځ د بلخي د غلاوو او اختلاس دوسیو ته د رسیده ګۍ اراده لري.

د قحط الرجال په اوسنیو شرائطو کې د ګڼو بدګڼو تر څنګ د بلخي یوه ښیګڼه دا ده چې له ده پرته دا وزارت بل څوک نشي مدیریت کولی؛ دا یوازې بلخي دی چې د ناروغۍ په بستر په میاشتو میاشتو غیابت کې له روغتونونو په آنلاین ډول وزارت رهبري کوي او د هغو د پیچلو پروګرامونو د مدیریت لپاره خپلې جادویي مشورې او توصیې د هوا په څپو کې د هند او المان له هېوادونو راشړي.

د هېواد د معارف په نظام کې د دغه ناوړه وضعیت شتون او حاکمیت یوازې یو څه ثابتوي او هغه دا چې پوهنې وزارت د بلخي هغه تنظیمي جوال ته غورځیدلی چې د حکومت تر ړنده سترګه لاندې پکې اوښان په بډه وهل کیدای شي، پروژې او پیسې پکې سرخوړلی شي، رئیسان له تشکیل سره پکې ورکیدی شي او بلخي په خپلو وچو مټو دغه ګونګټ بار ته اړم او د خپلې تنظیمي سوړي د سرمنزل په لور یې کله مخته کشوي کله شاته؛ موږ د دغه مزل له نندارې نه مړیږو او بلخي د خپل جادویي سفر له ادامې!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply