د بهسودو دوهم پُل لاجوړ نه دی چې بیرته ونړیده!

0 1,253

د ننګرهار ولایت د بهسودو په سیند باندې څو لسیزې وړاندې لومړی پُل جوړ شوی ، چې په دې وروستیو کې د پُل ځیني برخې خرابې شوې او خلکو ته په تګ راتګ کې ډيرې ستونزې وي .

افغان دولت د خلکو تر غوښتنو وروسته د بهسودو دوهم پُل منظور کړ ، چې کال وړاندې ورباندې کار پیل شوو.

په ننګرهار ولایت کې د درې ميليونه او ۴۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو پلنوالي سره د بهسودو دوهم پُل یوڅه اندازه ورغول شوو خو خلک وایې څنګه چې پکار وو په هغه ډول نه دی رغول شوی چې نن سبا د پُل ځیني برخې بیرته خرابې شوې دي.

د پُل د جوړیدو چارې د الینګار الګوزي شرکت ترسره کړې وي ، چې د پُل د ځینو برخو تر نړیدو وروسته د ننګرهار والي ګلاب منګل د یاد شرکت مسؤل بندې کړ ، خو ورځ وروسته د ټولګټو وزارت په غوښتنه بیرته له بنده ازاد شوو، چې د خلکو سخت غبرګونونه یې راپورته کړل .

دبهسودو پُل د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په شمال طرف کې موقعیت لري چې د ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو سربیره د کنړ او نوریستان ولایتونه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار سره نښلوي ،په دغه پُل د یادو سیمو په سلګونو زرو اوسیدونکي تګ راتګ کوي ، چې ځایې کاروباریان هم له همدغې لارې ګټه پورته کوي.

د بهسودو نوي پله په خرابیدو سره خلک اندیښمن شوي او په دغه چاره کې دولت ګرم بولي او وایې چې، خپل مسؤلیت یې په سمه توګه نه دی ترسره کړی ، په یاد پُل تګ راتګ کوونکي له دولت څخه غوښتنه کوي ، چې پُل باید په سمه توګه ورغول شي او د خلکو له ژوند سره لوبې ونشي، ځکه که د پُل همدا حال وي یوه ورځ به حتماً لویږي او د خلکو د مرګ ژوبلې سبب به ګرځي.

ليکوال. ناصر خان شيرزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply