ټرمپ د پاکستان د اردو مشر باجوه ته!/ اجمل ستانکزی

0 1,592

ټرمپ د پاکستان د اردو مشر باجوه ته چې له خپلو جنرالانو سره غونډه لري، ټیلیفون کوي
ټرمپ: هلو
باجوه: هلو ټرمپ صیب څنګه دې مونږ غریبان پدې سخت وخت کې یاد کړو.
ټرمپ: لا خو درباندې سخته نه ده راغلې. خو ځه خیر په ۲۴۴ ساعته کې هغه امریکايي کورنۍ چې له ټالیبانو سره ده راخلاصه غواړم.
باجوه: سر جي هغه خو ټالیبانو سره ده مونږ سره خو نه ده.
ټرمپ: احمقه ما ته به باجه باجه نه کیږې زه کرزی نه یم؟ شپاړس کاله مو کرزی او نور افغانان پدې غلط کړل چې ټالیبان د پاکستان ملیشه نه ده. اوس ما هم غلطوې؟
باجوه: معافي غواړم سر جي. ته ۲۴ یادوې په دولسو کې به یې درته راخلاص کړم.
ټرمپ ټیلیفون ږدي.
باجوه لا لګیا وي: بس جي ماشومان ښه دي ستاسو ماشومان څنګه دي؟ ملینا بي بي څنګه ده؟ ایوانکا لورکۍ څنګه ده؟
دا لا لګیا وي چې د بل چا زنګ یې ټیلیفون ته راشي. باجوه وشرمیږي، ټیلیفون بند کړي او له شرمه غصه شي. په مجلس کې د ای ایس ای مشر ته په غصه ووايي چې هلیکوپټرې بوځه او همدا اوس له ټالیبانو هغه امریکايي کورنۍ راوله. د ای ایس ای مشر ورته ووايي ښه جي. دې سره سلامي ورته وکړي او لاړ شي. وتو سره خپل سیمیز میجر ته زنګ ووهي او قومنده ورکړي چې تر څو هلیکوپترې در رسیږي تا باید امریکايي کورنۍ له ټالیبانو راوستلې وي او زما راتګ ته منتظر یې.
میجر ورته ووايي: ټیک ده جي. اوس به یې راولم جي.
په ټیلیفون کې ورته سلامي وکړي او ټیلیفون کیږدی. لدې سره ژر د ټالیب قومندان راوغواړي. ټالیب قومندان هم په منډه ورته ځان راورسوي. ستړی ښکاري زړه یې وي چې د میجر مخامخ په چوکۍ کیني خو میجر ورته ووايي:
میجر: کینه مه. واپس لاړ شه او هغه امریکايي کورنۍ روغه جوړه ماله زر راوله.
ټالیب قومندان میجر ته وګوي او ورته ووايي:
ټالیب قومندان: صیب اجازه ده یوه پوښتنه وکړم.
میجر: نه ډیر تپوسونه مه کوه چې څه مې درله وویل هماقه شان وکه. شابه شابه زر ځه.
ټالیب قومندان: په سر سترګو صیب. خو له هغو افغانانو بندیانو سره څه وکړم؟
میجر: کوم بندیان؟
ټالیب قومندان: صیب هغه چې څو ورځې مخکې مو ونیول. یو د ملي اردو کس دی، څلور د محلي پولیسو کسان دي او یو څو کسو هسې زمونږ په تاریک پسې بدې خبرې کړي هغوی مو هم نیولي.
میجر: هغه اردو والا کس ماله راوله او نور دې سر سر له ووله او جهاد پې وکه. چې نورو اوغانیانو ته عبرت شي.
ټالیب قومندان: ښه صیب همداسې به وکړم. لدې سره ټالیب قومندان په منډه له چاوڼۍ ووځي. لږ ځنډ وروسته ټالیب قومندان په ډاټسنه کې امریکايي کورنۍ او یو لاس تړلی د ملي اردو عسکر راولي. موټر د چاوڼۍ بهر ودروي او خپله مسکۍ مسکۍ چاوڼۍ ته ننوځي چې یو سپاهي پرې غږ وکړي:
سپاهي: ودریږه ماجره. داسې روان یې لکه د پلار کور دې چې وي. چرته ځې؟
ټالیب قومندان: سپاهي صیب میجر صیب دا کسان غوښتي.
سپاهي: دا کسان ماله پریږده زه یې ورله بوځم. ته دلته بهر کینه.
دې سره سپاهي د ډاټسنې له سیټو امریکايي کورنۍ ښکته کړي. چې شاته ډالې ته وګوري نو د ملي اردو عسکر لاس تړلۍ پکې پروت وي. سپاهي مسکی شي او ټالیب قومندان ته وايي:
سپاهي: هلکه ماجره دا دې څه راوړي.
ټالیب قومندان: صیبه دا د کافرې اردو عسکر دی او میجر صیب غوښتی.
سپاهي همداسې مسکۍ امریکايي کورنۍ دننه روانه کړي او خپلو دوه ملګرو ته ووايي چې پدې اردو والا خیال ساتئ. ټالیب هم څادر له اوږې ښکته کړي اود چاوڼۍ مخکې چمن کې یې هوار کړي. خو چې څنګه پرې کیني نو له ولاړو سپاهیانو یو کس پرې را غږ کړي چې پاڅه ماجره ځای ځایګې نه ګورې څادر اوار کړې او پرې کینې. بیا ورته ووايي چې د چاوڼۍ مخې نه لږ هخوا ودریږه. ټالیب ورته مسکۍ شي او ورته ووايي ښه صیبه. لږ وروسته هغه سپاهي له دننه بیرته راشي او دا ځل د ملي اردو عسکر ځان سره روان کړي. د ملي اردو عسکر چې د ټالیب قومندان څنګ ته تیریږي نو ورته ووايي
د اردو عسکر: لدې دې نور هم سپک غواړم. ته چې خپل دولت سپکوې ته به هم داسې سپکیږې.
د اردو عسکر لا خبره ختمه کړې نه وي چې یو سپاهي یې د ټوپک په کنداق ووهي او ورته ووايي:
سپاهي: د امریکې بچیه دا مسلمان هې اور پاکستان د اسلام قلعه هې. دا اسلام باندې قربانی دیتا هی اور افغانستان کافر حکومت په خلاف جهاد کرتا هې.
دا خبرې چې ټالیب قومندان واوري نو نور هم مغرور شي او ووايي:
ټالیب قومندان: بالکل له اسلام نه مې سر، کورنۍ هیواد، دولت، ملت او هر څه قربان دي. اسلام ما ته تر هر څه مهم دی.
بیا د اردو عسکر ته په غصه شي او سپاهي ته ووايي: سپاهي صیب نور یې هم ووهه. دا کفار باید ژوندي پرینږدو. دې خبرې اوریدو سره د اردو عسکر ټالیب ته مخ ورواوړوي او ورته ووايي.
د اردوعسکر: هی هی چې کله به مو سر خلاصیږي. نو کفار خو تا ازاد پریښودل.
مخکې لدې چې ټالیب قومندان څه ووايي. سپاهي د اردو عسکر یو کنداق بیا ووهي، د چاوڼۍ دروازې په لور یې کش کړي او ورته ووايي: د امریکې بچیه ځه چې اوس تا باندې ورځ کې ستارې وښیم.
ټالیب قومندان له شانه ورغږ کړي: سپاهي صیب سم یې ووهئ دا کافر. او ريښتیا میجر صیب ته ووايئ چې هغه نور کافران مې لکه څنګه چې میجر صیب ویلي وو هماغسې ووژل. دې سره سپاهیان د ملي اردو عسکر دننه بوځي.
ټالیب بهر انتظار کوي. چې له لرې د هلیکوپترو غږ شي. میجر هم له چاوڼۍ په منډه بهر راوځي. ټالیب قومندان چې وویني نو په مغرورانه انداز ورته ووايي:
میجر: ماجره لا تلې نه یې؟ نور څه غواړې؟ شابه شابه دې ځای نه زر ځه چې جرنیل صیب راروان دی. هغه څو ځل راته ویلي چې دې اوغانیانو نه ګنده بوی ځي ما له یې مه راپریږده.
ټالیب په خندا شي او میجر ته ووايي: یاره میجر صیب داسې سپينې سپینې خبرې کوې ځکه خو مې له زړه نه خوښیږې. خو میجر صیب ودې نه ویل چې خپلو کابلي او بهر ملکي ملاتړو ته څه دلایل ووایو چې دا کار مو ولې وکړ.
میجر: د هغې ته غم مه کاوه. کابل کې چې زمونږ کسان څه ولیکي بس خپلو ملګرو له ووایه چې هماغه شانتې یو څه ولیکي. ښه اوس دې ځای نه خپې سپکوه چې جرنیل صیب راځي.
ټالیب قومندان: ښه ښه صیب. الله دې خوشاله لره. الله دې له غمو نه په امان لره. الله دې ډیر عمر درکړي. الله دې…
چې بله خبره کوي نو میجر په غصه شي او ورته ووايي چې اوس ځې که نه؟ ټالیب بیا مسکۍ شي او ورته ووايي: ښه صیبه دا دی لاړم.
لدې سره په منډه په ډاټسن کې کینې او لاړ شي. هلیکوپترې راورسیږي او امریکايي کورنۍ ځان سره بوځي. سبا ته مطبوعاتو کې د ټرمپ خبرې راشي چې ویلي یې وي: له پاکستان نه مننه کوم چې زمونږ خلک یې راخوشې کړل. اوس داسې ښکاري چې پاکستان یو ځل بیا د امریکا عزت کول شروع کړي (د ټرمپ اصلي خبرې).
د ټرمپ پدې خبره په پاکستان کې اختر شي. پاکستاني اخبارونه له یوه طرفه د ټرمپ دا خبره نشروي. شنونکي یې پروګرامو کې د امریکا او پاکستان د اړیکو په اهمیت خبرې کوي او ډیری یې غواړي چې له امریکا سره لکه پخوا ښې اړیکې وساتي. ټالیب قومندان هم چې په پاکستاني اخبار کې د ټرمپ دا خبرې وویني نو له ځان سره ووايي: سبحان الله! پاکستان ریښتیا هم د اسلام قلعه ده ځکه خو خدای پرې ان هغه کافر هم مهربانه کړی. ریښتیا هم چې خدای څوک ساتي نو هغه ته څوک هم څه نشي ویلای. سبحان الله
افغاني مطبوعاتو کې سر ټکي راشي چې ټالیب امریکايي بندیان خوشې کړل خو افغاني بندیان یې ووژل. لدې خبرې خپریدو سره د ټالیب قومندان ټیلیفون ته له کابل، کندهار، لندن، امریکا، عربي امارات او نورو ځایو د ټالیبي ملاتړو ټیلیفونونه راځي چې اوس دې قیصې ته څه پرتوګ جوړ کړو. ټالیب قومندان ټولو ته وايي: لږ صبر وکړئ دکابل له پوهنتونه زمونږ کس یو څه خپروي. نیم ساعت وروسته له کابله یو مشهور ځوان پوسټ وکړي او لاندې خبره ولیکي:
((که څه هم د طالبانو له ډیرو کړنو سره موافق نه یم خو نن یې ډیر زبردست کار کړی چې د عیسويت تبلیغ کوونکي یې ووژل. طالبانو له دوی سره یې پښتو انجیلونه او د افغانانو د غلطولو لپاره د لوڅو ښځو عکسونه او فلمونه نیولي وو. طالب جانه که داسې ښه کارونه کوې نو د ملت په زړه کې به ځای لرې. افغانستان یو اسلامي هیواد دی او مونږ نه غواړو زمونږ مسلمان ملت داسې غرب ځپلي د یو څو پيسو په بدل کې بې لارې کړي. مونږ افغانیت هم په اسلامیت کې غواړو.
د پښتو فطرت مې دومره اسلامي دی
که اسلام نه وای نو هم به مسلمان وم
طالبانو همدارنګه هغه امریکايي کورنۍ چې ورسره دا څو کاله بندي وه د انساني همدردۍ په اساس خوشې کړه. دا کار یې په سیاسي لحاظ یو ډیر قوي اقدام وو. ځکه نړۍ ته یې وښودله چې زمونږ دښمني له هیڅ هیواد او د هغوی له بیګناه وګړو سره نه ده بلکې له افغان دولت سره اختلافات لرو. ګورۍ بیا ونه وایئ چې د مدرسې طالب په سیاست نه پوهیږي.
دولت باید له طالبانو سره سوله وکړي. طالبان ددې خاورې بچي او زمونږ وروڼه دي. له طالب سره په جګړه کې هغې خوا ته هم زه مرم او دیخوا ته هم زه مرم. زمونږ هدف باید سوله وي که په هر قیمت وي. خو بدبختانه په دولت کې د سولې مخالفین مونږ سولې کولو ته نه پریږدي. مونږ سوله غواړو.))
کله چې ټالیب قومندان دا پوسټ وویني نو میجر ته زنګ ووهي او ورته ووايي:
ټالیب قومندان: میجر صیب منم دې په قران. داسې تکړه سړی دې پیدا کړی چې ټول حالت یې زمونږ په ګټه راوڅرخاوه. اوس به زمونږ پلویان لا ډیر شي.
میجر: ګوره منې مې کنه. ما ته د اوغانیانو کمزوری رګ معلوم دی. زه پوهیږم چې دوی څنګه ستاسې په طرف کم.
ټالیب قومندان: صیبه ما خو تاسې له پخوا منلي وای.
میجر: بس یاد لره چې مونږ ستا د ملک په هر ځای کې داسې ډیر ملګري لرو. دا هم ستا غوندې زمونږ یو وفادار دی. خو مونږ یې هم ښه خوشاله ساتو. داسې شیونه خو به راته لیکي.
ټالیب قومندان: بس صیبه الله دې راته ژوندی لره. ته چې یې نو مونږ هم هیڅ غم نه کوو.
میجر: ښه سمه ده. نور څه راپور شته.
ټالیب قومندان ورته یو څه راپور ورکړي او خبرې یې پای ته ورسیږي.
لږ وروسته د کابل د پوهنتون د پوسټ غوندې پوسټونه له لندن، عربو، امریکا او نورو ځایو راښکاره شي. د کندهار یو دینپوه او د ننګرهار د پوهنتون یو پخوانی محصل د ټالیبانو دا کار د محمد له یو کار سره مقایسه کړي او د ټالیب دا کار په دیني لحاظ سم وګڼي.
پسه ملت هم ووايي: ولا په ټالیبانو کې هم ښه ښه خلک پیدا کیږي. چې دومره ښه خلک دي بس الله دې یې کامیاب کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply