افغان دولت د عوایدو زیاتوالي په موخه مټې رانغښتې دي / حمیدالله فیضي

0 837

د افغانستان د مالیې وزارت په وینا، د تېر کال لومړیو شپږو میاشتو په پرتله یې عواید نږدې لس سلنه لوړ شوي دي. د روان کال د عوایدو راټولو لهپاره ۱۵۳میلیارډه افغانۍ هدف ټاکلی دی چې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه لوړ دی.
د مالیې وزارت چارواکيو څرګنده کړه چې د روان مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۷۶.۵۵ میلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي چې شا و خوا یو اعشاریه یو میلیارډ ډالر کېږي او د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېروالی ښکاره کوي.

که څه هم د مالیې وزارت مني چې د عوایدو په راټولولو کې لا هم ستونزې شته، خو دولت هڅه کوي د ځینو اصلاحاتو په راوستلو سره شته ستونزې هوارې کړې او دولت توانېدلی چې ورځ تر بلې د عوایدو د راټولولو سيسټم ته روڼتیا ور په برخه کړي، ځکه د هرې مالي دورې په تېرېدو سره د افغانستان کورني عوایدو کچه لوړېږي.

دولت باید د عوایدو د زیاتوالي په موخه د صنعت‌کارانو ملاتړ وکړي، د سوداګرۍ لهپاره اسانتیاوې برابرې کړي، سوداګرو ته خوندي چاپېریال را منځ ته کړي، د افغان تولیداتو لهپاره بازار موندنه وکړي، سوداګر پانګې اچونې ته وهڅوي، برېښنايي سيسټم پیاوړی کړي او صنعتي پارکونه باید سوداګرو ته ورکړي چې ټول متشبثین د سوداګري لهپاره زړه ښه کړي.

په همدې حال کې نړیوالو په تېره بيا اروپايي ټولنې هم د کلیدي اصلاحاتو په موخه له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه، په کار ده چې د اداري فساد د ختمېدو په موخه اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکړل شي چې اداري فساد ختم شي او افغانستان کورني عواید هغې کچې ته ورسېږي چې هم عادي او هم پراختیايي بودیجې له کورنیو عوایدو تمویل شي.

اوس مهال د افغانستان د پراختیايي بشپړې بودیجې تر څنګ د عادي بودیجې وړه برخه هم په بهرنیو مرستو ولاړه ده چې د دغو مرستو په نشتوالي به دولت له لویو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.

اوس مالیې وزارت تابیا لري چې په ټولو سرحدي دروازو کې کمپیوټري تلې ولري، د تشریح د بهیر د لیدلو لهپاره باید کمرې ولګول شي، سکنر باید پر ټولو دروازو جوړ شي او د تدارکاتو بهیر یې عملاً و څاري.

لا هم د خلکو په منځ کې د مالیې ورکړې کلتور عام نه دی او ډېری خلک د مالیې ورکړه په ځان بوج او ظلم ګڼي، حال دا چې دولت د دې مالیې په بدل کې ورته اسانتیاوې او سهولتونه را منځ ته کوي، خو دا هغه ستره ننګونه ده چې د عوایدو د راټولولو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او داسې کسان شته چې د مالیې له ورکړې تښتي.

افغان حکومت له خپلو بهرنیو ملاتړو سره ژمنه کړې چې د عوایدو په راټولولو کې به روڼتیا راولي او د کورنیو عوایدو لوړولو له لارې به په خپلو پښو ودرېږي.
که د افغانستان مالیې او عوایدو را ټولولو سيسټم په برېښنايي او انلاین بڼه سمبال شي، ورسره به د اداري فساد مخه ډب او عواید به لوړ شي. د برېښنایې سيسټم په را منځ ته کېدا سره به کاري چټکتیا راشي، د خصوصي سکټور وخت به نه ضایع کېږي، د سوداګرو او مالیې برخې کارمندانو تر منځ به تماسونه کم شي، د فساد مخه به ونیول شي او ټول۵۰۰ ستر مالیه ورکوونکي شرکتونه چې پلورل یې تر ۳۰۰ میلیونه افغانیو زیات دي، خپله بشپړه مالیه دولت ته وسپاري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply