هغوی چې په دین پوهیږي ډیری یې د ټالیب او داعش ملاتړي او همفکره دي

0 935

ملایان مو د نوروز او ولینټاین په ضد په هفتو او میاشتو تبلیغات کوي خو د بیګناه انسانانو په وژلو بیا چوپه خوله دي. ځینې وايي چې د ټالیب او داعش له ډاره څه نه وايي. که دغسې وي نو د نړۍ له ابر قدرت امریکا نه ولې نه ډاریږي چې له ټالیب نه ډاریږي؟ په امریکا پسې خو هر ځای کې تبلیغ کوي خو د ټالیب او داعش حتا نوم هم نه اخلي. آیا ټالیب تر امریکا هم زورور دی؟
دوهم ملایان خو تر عامو خلکو په جنتو، حورو او شهادتو ډیر پوهیږي.د بیګناهي مرګ یا شهادت خو د همدوی په خوله ډاریکټ جنت او ابدي د مزو ژوند دی نو دوی ولې ډاریږي؟ او که خپله پدې شیانو شک لري بیا یې نورو ته ولې تبلیغ کوي؟
خو نه! حقیقت همدا دی چې دوی پوهیږي چې د ټالیب او داعش هر وحشت په دین کې شوی او د دین له نظره توجیه کیدای شي ځکه یې مخالفت نه کوي. بدبختي دلته ده چې ډیری هغوی چې په دین نه پوهیږي ټالیب او داعش په دین ماتول غواړي او هغوی چې په دین پوهیږي ډیری یې د ټالیب او داعش ملاتړي او همفکره دي.

اجمل ستانکزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply