د پنجاب ډېنګي په پښتونخوا کې

0 592

په پخوا کې هم ګردن توړ تبه او هتوړا ګروپ له پنجابه پر اټک له تېرېدو پښتونخوا ته اوښتي، د پنجاب تور حاکميت له مودو د پښتنو، حقونه تر پښو لاندې کړي او د دې سيمې پر طبيعي زېرمو يې خېټه اچولې.

تربېلا برېښناکوټ د پښتونخوا پر ځمکه رغېدلی، د پښتونخوا په اوبو ګرځي، خو د برېښنا د وېش واک له پنجاب سره دی. په دې مانا چې د پښتونخوا پر ځمکه توليد شوې برېښنا لومړی پنجاب ته ځي او بيا له هغه ځايه، په نورو مزيو کې چې دوی څومره غوښتې وي، پښتونخوا ته لېږدول کېږي.
غاز د بلوچستان له زېرمو راوځي، خو د سون کچه يې بايد پنجاب وټاکي او دغه سيمې له پرله‌پسې محروميتونو سره په مخامخېدو، تر ډېوې لاندې په تيارو کې ډوبې اوسي.

ډېنګي د پنجاب پر خاوره را ټوکېدلی او دا څلور کاله يې د موسم په دغه پېر کې پنجاب حکومت د ناکاميو تر بريده له ننګونو سره مخامخ کړی دی.
سږ کال ډېنګي له اټکه په را اوښتو په پښتونخوا کې د مرګونو لوبه توده کړه، هغه خبرونه چې په خواله رسنيو کې لاس په لاس کېږي، د دې ښکارندوی دي چې پنجاب په لوی لاس ډېنګي غوماشې پښتونخوا ته اړولي.
د همدغو خبرونو له مخې، تر اوسه دوه کسان له پلاسټيکي بوتلونو سره د غوماشو د خوشې کولو پر مهال لاس په لستوڼي د خلکو له خوا تر نيول کېدو وروسته پوليسو ته سپارل شوي دي.

د را رسېدلو خبرونو له مخې، ظاهراً پښتونخوا ته د ډېنګي د لېږد تر شا د نواز شريف او عمران خان سيالي، بلکې دښمني ښوول شوې.
څنګه چې د پښتونخوا حکومت د عمران خان له تحريک انصاف ګوند سره دی، د شريف وروڼو د دغه حکومت پر وړاندې د ستونزو او خنډونو په پيدا کولو د عمران خان د ناکامي په پار ډېنګي پښتونخوا ته انتقال کړې ده.

وروسته له هغه چې نواز شريف د محکمې له خوا په نااهلي له محکومېدو، واک د خپل ګوند بل غړي شاهد خاقان عباسي ته پرېښود، حکومتي سټېج ته عمران خان ځان دومره نږدې ګاڼه چې له واره يې د صدراعظمي په اکټونو لاس پورې کړ.
د نواز شريف لور مريم نواز چې د پلار د سياسي ګدۍ ځایناستې وه، هم د محکمې له خوا د تورونو تر پلټنو لاندې ده، ځکه خو عمران خان بل داسې خنډ نه ګوري چې واک ته د ده رسېدل وننګوي.

د پوځ ملاتړ هغه ټاکونکی فکټور دی چې تل يې په پاکستان کې د واک برخې وېشلې او د ملکي او سياسي حکومتونو برخليک يې په خپل ګورت کې ساتلی دی.
پښتونخوا ته د ډېنګي د لېږد د پلان BB برخه ښايي افغانستان اوسي، دلته چې اړوند ارګانونه بايد دغه ګواښ او خبرداری بابېزه و نه ګڼي، ځکه چې له پښتونخوا په ډېره اساني ډېنګي افغانستان ته لېږدېدلای شي. حکومت بايد وار له مخه احتياطي تدابير ونيسي او افغانان پاکستان ته په تلو کې محتاط و اوسي.

په نږدې ورځو کې پاکستان ته د يوه سمينار له‌پاره له افغانستانه د بلل شوي پلاوي دوه تنه د ډېنګي رنځوران وختل چې له پر وخت درملنې يې ژوند وژغورل شو، خو د ډېنګي ګواښ پر ځای پاتې دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply