تر انسان هوښيار روباټ جوړ شو

0 1,269

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د نړۍ تر ټولو هوښیار او ځیرک روباټ چې سوفیا نومېږي، خپله وړتیا وښووه.
دا غونډه چې د The Future of Every thinggتر نامه لاندې وه، سوفیا په‌کې د مصنوعي هوښيارتيا یا artificial intelligenceپه اړه ګډونوالو ته وينا وکړه.

دا روبات چې تر اوسه په نړۍ کې ماډرن ترین هغه دی، په دې پوهېږي چې څه ډول خبرې وکړي، څه ډول د نورو احساسات درک او څه ډول له ټولنې سره تعامل وکړي او اړيکې ورسره وپالي.

دا روباټ د Hanson Robotics کمپنۍ له‌خوا جوړ شوی دی چې له خپل لیکچر وروسته یې د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.
سوفيا له سنټيز سيسټم څخه په استفادې او د هغو کامرو په مرسته چې د په سترګو کې يې ځای پر ځای شوې، له خپل چاپېريال څخه درک، يادول او له چاپېریال سره اړیکه ساتي.

سوفیا وايي، د هغو اسانتياوو او الاتو په مرسته چې لري يې، کولای شي ډېرې دندې مخ ته یوسي، لکه له خلکو سره سات تېری، د محصولاتو او خرڅلاو توکيو معرفي او پلور ته لار برابرول، په غونډو کې خبرې کول، ماشومانو ته زد‌ه‌کړه ورکول او له خلکو سره په سترو مغازو کې مرسته کول.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply