ولسمشره، تر کله به د پوهنې له نظام نه شکایت کوې؟/ حامد غښتلی

0 989

 پټې سرچینې وایي چې تېره اونۍ د میزان پر آته ویشتمه ولسمشر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له امریکا څخه د مرستندویه ادارو له یوه راغلي پلاوي سره یو نیم ساعت لیدنه وکړه. د داسې جګړې ځپلي هېواد جمهور رییس چې شپه ورځ په پنځلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده او نوموړی یې له ناغې پرته په هره اونۍ کې د یوه قهرمان جنرال جنازه په خپلو اوږو لحد ته کوزوي، تر اویا سلنه زیات وګړي یې د فقر تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي او ځمکه یې د نړیوالو قدرتونو د سیالیو او زور ازمایلو ډګر ګرځېدلې؛ مګر ده د لیدنې پوره نیم ساعت د پوهنې په اوسني سرطاني شوي، فاسد، افغان دښمنه، متعصب او د شمال د یو عادي جهادي سرګروپ، خو اوسني ملټي ملیاردر په شخصي خدمت کې له لوېدلي مظلوم نظام څخه په سر ټکونه تېر کړ.

هغه د څلورم ځل لپاره د پوهنې اوسنی نظام ستره فاجعه وبلله او د دې فاجعې مرکزي کرېکټر یې ظاهراً د پوهنې اوسنی فاسد، متعصب، بې کفایته او د نړۍ پر مخ دوزخي وزیر اسد بلخی یاد کړ؛ مګر اصلي موخه یې د دغه ناولې څېرې تر شا د مافیا فاسده کړۍ وه. بلخي د بې کفایتۍ او کمزورۍ له کبله یو کال وړاندې د ملت د استازو له خوا بې واکه شوی دی، خو د همدغې مافیا د مستقیم او بې شرمه ملاتړ له کبله یې غني پر لیرې کولو نه دی توانېدلی.

ولسمشر وویل چې د پوهنې وزارت فلج دی او د افغانستان له راتلونکي نسل سره د سترې جفا لوبه روانه ده، نوموړي امریکایي پلاوي ته په ټینګار سره وویل چې له نن وروسته به خپل دیرش سلنه وخت د بلا له جهنمي حلقوم څخه د پوهنې د نظام په راویستلو او جوړولو تیروي، ده پلاوي ته په نرمه او عاجزانه غاړه ویلي چې د پوهنې وزارت په رهبرۍ کې د بدلون د توان نه درلودلو له کبله به یې واک واخلي، وزارت به یوازې پالیسي جوړوي او د تطبیق او استخدام چارې به په بشپړه توګه نورو ادارو ته وسپاري.

ولسمشر غني د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه داسې مهال سر ټکولی چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان له پوهنیز نظام سره مرستندویو ادارو په ځلونو ولسمشر ته ویلي چې د پوهنې وزارت پر اوسنۍ رهبرۍ د کمزوري مدیریت، فساد، سیاسي او سلیقوي چلند، بې کفایتۍ او تعصب له کبله باور نه لري او تر هغې به د افغانستان له پوهنیز نظام سره مرستې و نه کړي چې د دغه وزارت په رهبرۍ کې بدلون نه وي راغلی.

ولسمشر زما د تېرې لیکنې تر خپرېدو پورې د پوهنې وزارت د بې کفایته کېدلو، فاسدېدلو او پر فاجعې له بدلېدلو څخه خبر و او د عامل په تړاو یې خبرې نه کولې؛ خو دا دی نن یې د پوهنې وزارت د بربادۍ پر اصلي عامل خبرې کړې دي چې هغه د پوهنې د بې کفایته او ناروغ وزیر اسد حنیف بلخي شتون دی؛ مګر بیا یې هم د دغه عامل د له منځه وړلو او بنسټیز حل په اړه څه یادونه نه ده کړې، دا چې ولې، هیله ده ولسمشر یې په اړه ځواب ورکړي.

ولسمشر غني د داسې یوه وروسته پاتې هېواد او ځورېدلي ملت ولسمشر دی چې لوېشت لوېشت خاوره یې د نړۍ او سیمې د هېوادونو د سیالیو پر ډګر اوښتې، تیږه تیږه او شګه شګه یې ټپي ټپي ده او څاڅکي څاڅکي وینې ترې بهېږي، نو ولسشمر باید تر ۳۰ سلنه زیات وخت له دې بحران څخه پر راوتلو مصرف کړي؛ هغه باید ۳۰ سلنه وخت د هېواد د اقتصادي پروژو پر طرح او تطبیق او د کارموندنې په برخه کې ولګوي، ځکه هر کال زموږ په لسګونو زره ځوانان د بې کارۍ له کبله بهرنیو هېوادونو ته د تګ پر مهال د تورې او سرې بحیرې د وحشي حیواناتو ښکار کېږي. ولسمشر باید د هېواد د مسلحو ځواکونو د سراعلی قوماندان په  توګه تر ۵۰ سلنه زیات وخت په ګران هېواد کې د روانې پردۍ تپل شوې جګړې پر مهارولو تېر کړي چې هره ورځ له ۶۰ تر ۷۰ تنو د ملي یونیفورم  خدای او وطن ته ژمن انسانان او ۵۲ بې ګناه ملکیان د نړیوالو ترهګرو په برېدونو کې شهیدانېږي او میندې یې هره ورځ د خپلو اولادونو په ویر کې د سترګو دید او د زړه زور بایلي. په دې ډول شرایطو کې ستونزمنه او نامناسبه ده چې ولسمشر دې خپل ۳۰ سلنه وخت د پوهنې د نظام سمون ته ورکړي.

ولسمشره!

دا منو چې ته لایق او زیارکښ شخصیت یې، مګر بالاخره انسان یې؛ نه ولي یې او نه هم نور کرامات درسره دي چې په یوازې ځان ټولې چارې سمبال کړې. ته د دې پر ځای چې ملت ته نه عملي کېدونکې، غیره موثره، بې ګټې او وخت ضایع کوونکې ژمنې ورکوې چې ګویا د دومره حیاتي او پنډو پنډو کارونو ترڅنګ به د پوهنې وزارت سرپرستي هم په خپله وکړې؛ په یوه ټکي کې درته وایم چې دا نه امکان لري او نه د وطن په خیر ده.

راشه، د همغه یوه یا نهایت پنځو تنو غلو، مفسدینو او خدای، خلکو او وطن ته دښمن کسان تعلیق کړه؛ د یوې سپږې لپاره پوستین ته اور مه ورته کوه، بلکې سپږه مړه کړه. د تل لپاره له دغه سرخوږي څخه ځان خلاص کړه او داسې سالم، مجرب، وطن دوست، د افغانستان ملي ګټو ته ژمن، د دې وطن په درد او غم دردیدلی کادر د وزیر په حیث وګوماره چې دا د معارف نظام د وطن د عزت سمبول وګرځوي، تعلیم تر قومي او ژبنیو تعصبونو پرته د هر افغان کور ته په مساوي توګه ورسوي، د معارف د رپانده بیرغ په مرسته د ګران افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ښېرازۍ ناره د وطن تر هر کلي او بانډې‌ پورې بدرګه کړي او د هېواد راتلونکی نسل د نړۍ د نورو ټولنو سیال کړي.

‎وما علینا الالبلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply