د پښتانه د هر بري تر شا یوه ماتې هم وي

0 1,002

د پښتانه د هر بري تر شا یوه ماتې هم وي.
یون صیب په څلي یو کتاب لیکلی. ده یا د پښتون د باټو او د عمل قحطي ژړلې یا یې زړه هغسې ډک دی لکه بې دلیله چې کله ډک شي خو سړی یې له ځانه سره سمبالوي.
خو اوس دا څلی او دا کتاب بیا د پښتون د بېلتانه، زرګري جنګ، یو د بل د لمنې پر سر ور اړولو لپاره یوه بهانه شوه، اوس به د طالب د قتال د اشر ترڅنګ څو ورځې دفېسبوک او میډيا هنداره ددې تقابل په استفراق لړلې وي. پښتون خو طالب ته پر ملا کړوپ دی، مګر له بسترې هره شپه له یو پاسته حریف سره یوه دوې خطرناکې لفظي جګړې قومانده کوي. اوس به بیا څو وخته د ملامت او سلامت پښتانه د درک لګېدو په دوړو کې له خلکو لاره ورکه وي، نه به یې څوک ایګنور کولای شي نه به یې برداشت کولای.
هسې خو هم په لوی کندهار، لوی ننګرهار، لویه پکتیا لویو وردګو، غټو اندړو، یو بل ته جټکې ورکوو، چې خپلو ولایتونو ته شو بیا خېلونه، ابګنۍ او سیال ناسیال شو
خو چې کیسه مو فرهنګیانو قلموالو روشنفکرانو او وکیلانو ته ور ورسېږي، بیخي خوسا شو.
څومره لویې مسلې راپرغاړه دي، موږ د مېږي د غار په خوله کې د غنمو دانې شمارو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply