پر شمشاد برید د څه لپاره؟ / شفیق اندړ

0 1,172

مخکې له دوستانو سره ناست وم او په دې مو خبرې کولې چې پر شمشاد تلویزیون ولې برید وشو؟

 د ډیرو نظر دا و چې شمشاد به د لوی افغانستان خبرې کولې او دا د آی، ایس، آی لپاره د منلو نه وه. دا هم وویل شول چې پښتو ژبه نه یوازې د پنجاب بلکې د ایران لپاره هم د منلو وړ نه ده او د برید اصلي علتونه باید د ایران او پاکستان په پټو توطیو او افغان دښمنه پالیسي کې ولټول شي.

 له غیبو یو الله تعالی خبر دی او مختلفې تبصرې کېدای شي خو زه به د قضیې په ښکاره او محسوس اړخ یو څه ووایم.

 پر شمشاد ولې برید وشو؟ ځکه چې یوه رسنۍ ده. خبرونه خپروي، معلومات خپروي او د پښتو کلتور ته کار ته کار کوي. د تروریزم او افراطیت په مسلک کې هر هغه څه بد دي چې د ژوند او ټولنې خدمت پکې وي.

 پخوا په چپیانو کې هم تروریست او افراطي وو. اوس هم په هند کې ماوویست تروریستان فعال دي او د بل هر وطن د تروریستو غوندې د خدای د مخلوق وژلو ته کار وايي. چپي افراطیان د اوسنو حاکمو ارزښتونو خلاف دي او په دې عقیده دي  چې که موجود غیرچپي نظامونه د جبر او فشار او قتل او قتال  له لارې څخه رانسکور کړي نو بیا به د ډیر ښه او آیډیال نظام د جوړولو لپاره لاره اوراه شي.

 مذهبي تروریستان او افراطیان هم نور کټ مټ د کمونیستو افراطیانو غوندې دي خو له دوو جهتونو ورڅخه توپیر لري.

 یو دا چې مذهبي افراطي په دې ژوند او دې دنیا کې د کوم آیډیال نظام واضح تصور نلري. د بیلګې په ډول ماوویست افراطي معتقد دی چې د چین د ماوتسه تنګ نظام یو بهترین نظام دی او نورو ملکونو کې هم باید دغه شانته نظامونه جوړ شي. خو مذهبي افراطي کوم خاص تصور نلري. داعش چې په وروستیو کلونو کې د عراق او سوریې په ډیرو برخو کې د څو کلونو لپاره قدرت درلود، له وژلو پرته نور څه خاص مرام نه درلود. دوی په عراق او سوریه کې خلک ووژل او پر زرګونو ښځو یې د کافرو په نوم جنسي تیري وکړل او وینځې یې کړې. نور نو داسې کوم خاص پروګرام ورسره نه وو چې خلکو او ټولنې ته یې خیر ورسیږي. د افغانستان د طالبانو نظام د مذهبي افراطینو یو بل مثال دی. د طالبانو په پنځه کلن دوران کې له جنګ او قتل او قتاله پرته نور نو د ښځو چادري، د ښځو او نارینه وو په دورو وهل او ټکول، د موسیقي د کسټونو ماتول، او دغسې څو نور اعمال وو چې د ژوند او ټولنې لپاره پکې کوم ګټور او مفید پیغام  نه وو. د دوی په زمانه کې بې اودسه لمونځونه او دوه ځلې لمونځونه هم زیات شول. ما ته د هغه وخت په اړه ګڼو دوستانو خپلې خاطرې بیان کړي دي چې یو ځل یې لمونځ کړی او بیا یې د طالب د وهلو له ویرې دوباره هم جومات ته تللی او په جمعه درېدلی دی.

  چپي افراطیونو چې له څو لسیزو وروسته د کمونیستي نظام اقتصاد او په چپي نظام کې د خلکو ژوند ته وکتل نو اکثره یې له خپلې لارې بیرته وګرځېدل ځکه محاسبه ورته اسانه وه او دا یې په سترګو لیدل چې تر شوروي اتحاد  په لویدیځه اروپا یا جاپان یا شمالي امریکا کې ژوند ښه او خلک خوشحاله دي، نو ورو ورو یې نظریه بدله شوه او د کمونیستي مسلک کمزوري ته متوجه شول.

 خو د دوی برعکس، مذهبي افراطي په اسانه باندې په دې حقیقت نه پوهیږي چې په غلطه لاره روان دی، ځکه دی په خپل تصور کې د هغې دنیا حساب او کتاب کوي او په دې ګومان دی چې دی که هر څه کوي دا ثواب لري او اخرت یې ورسره ښه کیږي. نور نو د هغې دنیا څخه څوک نه راځي چې ده ته ووایي چې ته تر ټولو لوی ګمراه او د خدای او رسول دښمن یې. له همدې کبله دا شونې ده چې مذهبي افراطي تر مړینې پورې په خپله لاره کې قایم پاتې شي.

  هغوی چې پر شمشاد تلویزیون باندې حمله وکړه، افراطي او تروریست وو او افراطي او تروریست که د بل ملک د استخباراتي ادارو له خوا څخه هم په مستقیم یا غیرمستقیم ډول نه وي، مامور شوی، بیا به هم د ځان په وژلو او د بل په وژلو بوخت وي او هره هغه اداره، هر هغه سازمان او هره هغه اجتماعي موسسه به له منځ څخه وړي چې د عصري ژوند او ښه ژوند نخښه وي. هر تروریست او افراطي یو ډول روحي ناروغ بللای شو. هغه څوک چې وړمه ورځ یې تکزاس کې کلیسا کې شپږ ویشت کسان ووژل، سوچه امریکایی و او عیسوی و. د خپرو شویو معلوماتو په اساس دی د کومې تروریستي ډلې اړوند نه و، خو څنګه چې اخلاقي او عصبي ناروغ و نو ځان او نور یې ووژل.

 البته، پر شمشاد بریدکوونکي یوازې روحي او اخلاقي ناروغان نه وو، بلکې د داعش په څیر له یوه روحي او اخلاقي ناروغې ډلې سره یې ارتباط و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply