د لسګونه زره ډالرو غله ورک دي -د خوست د پوهنې رياست په نوم ځوانان لوټل شوي

0 862

د ثور پر شپږويشتمه په خوست کې يوې ډلې د خوست د پوهنې رياست په ملګرتيا له ګڼ شمېر ځوانانو ازموينې اخيستې او تر غوږ يې ور تېره کړې وه چې تر برياليتوب وروسته يې د لوړو زده‌کړو له‌پاره هند ته بيايي، خو دا ازموينه د بورسونو امتحان نه، د غلو يوه دسيسه وه او له ځوانانو يې لسګونه زره ډالر په بډه پکې وهلي دي.

د سرخط موندنې ښيي چې د غلو يوې ډلې د خوست د پوهنې د رياست په ملګرتيا دا کار کړی او د پوهنې له رياست سره يې په ګډه د دوولسمو ټولګيو له فارغو شويو ځوانانو ازموينې اخيستې او بيا په خپله مخه پسې تللي دي.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د خوست د پوهنې له رياسته د رييس په امضا، وار له مخه يو مکتوب د راډيو ټلوېزيون امريت ته لېږل شوی او ورڅخه غوښتل شوي دي چې اعلانونه وکړي او ځوانان وهڅوي چې دغې ازموينې ته نوم‌ليکنه وکړي.

په دغه مکتوب کې ويل شوي دي چې هندوستان د افغانستان اسلامي جمهوريت ته بورسونه ورکړي او د خوست د پوهنې رياست د همدې بورسونو له‌پاره له ځوانانو ازموينه اخلي.
سرخط ته په لاس ورغلي اسناد ښيي چې تر اعلانونو او د ځوانانو تر هڅولو وروسته د روان کال د ثور د مياشتې پر شپږ ويشتمه دوه سوه او شپږپنځوس ځوانان تر نوم ثبتولو وروسته ازموينې ته راغلي او د پوهنې رياست په ملګرتيا ورباندې د غلو ډلې د سوالونو پارچې وېشلې دي.

د تر لاسه شويو اسنادو په اساس، د روان مېلادي کال د مې پر درويشتمه، د ماسپښين په درې بجې او شپږ دقيقې د خوست د پوهنې د رييس سکرټر فيض الله خان فيضي پر خپله فېسبوک پاڼه اعلان کړی دی چې د ازموينې نتېجې د پوهنې رياست ته رسېدلې دي.

ده د دوه ويشتو ځوانانو د نومونو لړ خپور کړی او ورسره ليکلي يې دي چې د دوه سوه او شپږ پنځوس تنو له ډلې، دغه دوه ويشت تنه بريالي شوي دي.
فيضي له برياليو کسانو غوښتي چې په اووه ويشتو ورځو کې دې پاسپورټونه او شهادتنامې تيارې کړي، خو بيا نه چا د فېسبوک دغه پوسټ ليدلی او نه هم کوم ځوان چا هندوستان ته بېولی دی.

تر هغه وروسته د راډيو ټلوېزيون امريت ته د پوهنې د رييس په امضا او ټاپه د دوه ويشتو تنو يو نوملړ لېږل شوی چې د برياليو کسانو په توګه يې اعلان کړي او دغه ځوانان د پوهنې رياست ته وغواړي، خو وروسته مالومه شوه چې دا هم هسې د درواغو کيسه وه.
سرخط ته د هغو ځوانانو د نومونو لېسټ هم په لاس ورغلی دی چې د تحصيلي بورسونو، صحي معايناتو، وېزې، تکټ او نورو په نوم ورڅخه لسګونه زره ډالر وهل شوي دي.

غلو له دغو ځوانانو د نفر په سر شل زره افغانۍ د لومړنيو مصارفو په توګه اخيستې او وروسته يې بيا له هر يوه، له پنځه سوه نيولې تر څلور زره ډالره پورې له ځوانانو وړي دي.

سرخط ته د په لاس ورغليو اسنادو په، غلو، د پوهنې د رياست په ملګرتيا؛
له احسان الله ولد حکم جانه پنځلس سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له وليد ولد محمد زمان څخه دوه زره ډالر او شل زره افغانۍ، له رضوان الله ولد محمد عارف څخه دوه زره ډالر او شل زره افغانۍ، له عنايت الله ولد محمد هاشم څخه دوه زره او پنځه سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له شاهد الرحمان ولد محبوب الرحمان څخه اته سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له حفيظ الله ولد قيوم خان څخه درې زره او پنځه سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له ذاکر الله ولد ظاهر څخه دوه زره ډالر او او شل زره افغانۍ، له ربيع خان ولد وکيل څخه پنځه سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له شفيق الله ولد احسان الله څخه دوولس سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له اميد ولد رسول حکيم څخه څلور زره ډالر او شل زره افغانۍ، له رفيق الله ولد سبيل خان څخه پنځه سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له وحيدالله ولد شفيق الله څخه درې زره او پنځه سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له رسول الدين ولد مير الدين څخه يوولس سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له عين الله ولد فقير محمد څخه څوارلس سوه ډالر او او شل زره افغانۍ، له سميع الله ولد محمد جان څخه اته سوه ډالر او او شل زره افغانۍ، له سميع الله ولد احسان الله څخه دوولس سوه ډالر او شل زره افغانۍ، له عبدالستار ولد محسن څخه زر ډالر او شل زره افغانۍ، له نويد الرحمان ولد حبيب الرحمان څخه پنځلس سوه ډالر او شل زره افغانۍ او له حامد الرحمان ولد علي خان څخه درې زره ډالر او شل زره افغانۍ وړې او په خپله مخه تللي دي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، څه موده وړاندې د پوهنې وزارت په کيسه خبر شوی او د خوست د پوهنې رياست ته يې مکتوب لېږلی چې بايد د دوی پوښتنو ته ځوابونه ووايي، خو چا يې په خبره سر نه دی ګرځولی.
په دغه مکتوب کې د خوست د پوهنې له رياست څخه پوښتنې شوې دي چې چا اجازه ورکړې وه چې د يوه شرکت له غلو سره لار يوه کړي او له ځوانانو ازموينه واخلي.

بله پوښتنه ورڅخه دا شوې چې د کوم رسمي ليک په واسطه ورته د بورسونو سهميه تثبيت شوې.
او درېيمه دا چې د بورسونو سهميه د پوهنې وزارت د نړيوالو اړيکو رياست په غاړه لري؛ نو د خوست د پوهنې رياست دې هغه مکتوب وزارت ته وسپاري چې له دغه رياسته ورته لېږل شوی.
موږ په دې اړه ډېره هڅه وکړه چې د خوست د پوهنې د رييس نظر هم واخلو، خو د پوهنې له رياسته څوک خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply