د افغان ملیشاوو د بیا راژوندي کولو امریکايي پلان ملګري ملتونه اندېښمن کړي دي

0 909

د افغان ملیشاوو د بیا راژوندي کولو امریکايي پلان ملګري ملتونه اندېښمن کړي دي

ژباړه او لنډیز: واحد فقیری

د ګارډین اخبار لیکي چي د امریکا اردو په افغانستان کي د افغان ملیشاوو د جنجالي پروګرام په جوړولو لیګا ده. مګر ملګري ملتونه او نور بین المللي ډونران د دې پلان مخالف دي، او د افغانستان جمهورریس اشرف غني ته ئې څو کرته مشورې ور کړي دي چي د امریکا د جمهورریس ټرمپ دا خطرناکه پلان (ملیشه سازي) و نه مني. م. م. او نور خارجي ډونران وايي چي د امریکا دا پلان د محلي پولیسو پروسې ته ورته دئ، او په کلیوالي سیمو کي ئې موجودیت پراخ ظلم، د بشر د حقوقو څخه څرګندو سرغړونو، او عمومي بې ثباتي ته لاره اواره وي.

اخبار لیکي که چیري جمهورریس اشرف غني د امریکا همدا پلان تصویب کړي، د دې تجویز په لومړي پړاو کي به زر (۱،۰۰۰) تنه افغانان امریکايي ملیشاوو ته جذب سي، او بالاخره به د همدې ملیشاوو شمېر شلو زرو (۲۰،۰۰۰) ته ورسېږي.

اخبار کاږي مګر د دې امریکايي پلان مخالفان وايي چي دا سیمه ایزي ملیشاووي به محلي رقابتونه لا غښتلي او عام کړي، او بیا وروسته به د همدې د ملیشاوو را کنټرول به ګران کار وي، ځکه د افغان د اردو لیډرشیپ همدااوس کمزوری دی.

هغوی وايي چي د ملیشاوو ایجادول به په افغانستان کي قومي او سیمه ایز رقابتونه ژور کړي. ځکه د محلي پولیسو تجربه دا خبره ثابته کړه چي ملیشاووي تل په چور، لوټ، غلا، او قتلونو کي ښکېل وي.

اخبار وايي ځیني افغانان او غربیان باور لري چي د ملیشاوو ایجاد د افغان دولت کمزوری کوي.

د هیومن رایټس واچ یا د بشر د حقوقو د نظارت اداره وايي ملیشاووي به د ملکيانو لپاره خطرونه پېښ کړي.

اخبار لیکي د نویو ملیشاوو د ایجادولو لپاره د پېسو د تر لاسه کولو لپاره همدااوس کوښښونه شروع سوي دي. د دې کار د کولو لپاره ګل اغا شیرزی ځان رامخته کړی دئ. هغه غواړي چي د ملیشاوو د جوړولو کار له دفاع وزارت څخه واخلي او د سرحداتو او اقوامو وزارت ته ور انتقال کړي.

ګل اغا شیرزی وايي چي د ده وزارت به دا وسلې داسي خلګو ته ورکړي چي د طالبانو او نورو مسلح مخالفان پر ضد ئې استعمال کړي،‌ نه د خپلو سیمه ایزو او محلي حریفان پر ضد. ګل اغا زیاته کړه چي د ګرنټي کولو لپاره د قومي مشرانو څخه لاسلیکونه اخلي.

اخبار لیکي چي ګل اغا شیرزي شخصا د خپلو ولایاتونو او وزارتونو پر مهال زیات شخصي ثروت او قدرت راجمع کړی دئ. اما په افغانستان کي د بین المللي بحران ګروپ استازی برهان عثماني وايي: «کله چي ګل اغا شیرزی په کندهار کي د طالبانو تر سقوط راوروسته ګورنر سو، هغه د خپل قوم خلګ مسلح کړل، او پدې ترتیب په جنوب کي یو مقتدر شخص سو.»

اخبار کاږي عادي افغانان وايي چي ملیشاووي به فاسد خلګ لا غښتلي کړي، دا خلګ به پیسې او وسلې پیدا کړي، او په حکومت کي به خلګ هم لري.

ګاردین وايي چي د امریکا لدې پلان سره هم اروپايي اتحاد او هم ملګري ملتونه مخالف دي. ځکه هغوی او ملګري ملتونه په افغانستان کي د ملیشه سازي له بدي سابقې څخه خبر دي، او همدا وجه ده چي اشرف غني د دې پلان ردولو ته هڅوي.

په اخر کي، اخبار کاږي چي د ټولو انتقادونو او مخالفتونو سره سره به اشرف غني د امریکا دا خطرناکه پلان تصویب کړي، ځکه د هغه په دوران کي امنیت ورځ په ورځ خرابېږي، او د افغان د امنیتي قواوو تلفات او له وظیفې څخه فرار لا ګړندي کېږي.

UN concerned by controversial US plan to revive Afghan militias

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply