تروریزم د ټولو دښمن نه دځانګړي قوم / سپین سهار

0 599

له تیرو څلویښتو کلونو راهیسي په افغانستان کې جګړه روانه ده ،خو بدبختانه په تیرو 17 کلونو کې دي جګړې نوي رنګ واخست او هغه رنګ دنړیوال تروریزم دی چې نه قوم پیژني ، نه مذهب ، نه سمت ، نه ژبه بلکې دخپلو استخباراتي پروژو دپلي کولو لپاره داسلام په نامه باندي خلک دخدای په کور (جوماتونو ) کې هم شیهدانوي او دعبادت پرمهال هم په چا رحم نه کوي دا بردمرغه جګړه ده چې دجګړې بیوونکې یې لکه وحشیان ټول بشری او اسلامې قوانین تر پښو لاندي کوی او لکه وحشیان یوازي دخلکو دوینو دبهولو څخه خوند اخلي.

په تیرو پنځلس کلونو کې دي وحشیانو په افغانستان کې د پشتون قوم ښوونځي ، کلینک ، سرک ، جومات او ان ودونه او خیراتونه مو هم په غم ولړل او پښتانه مشران ،کشران ، ځوانان او لوستی قشر یط هره ورځ له مونږ څخه واخستلو دا په داسي حال کې چې وار په وار موږ د ا چغې وهلي چې داجګړه قومي نه ده او نه هم یوازي دیو قوم خلک وژني بلکې دا جګړه دبربریت جګړه ده ، او داجګړه دانسانیت په ضد جګړه ده خو بدبختانه داخبره له مونږ سره چا نه منله.

داچې اوس ددي جګړې اور دهېواد ټولو سیمو ته وغزیدلو او ټول هغه قومونه او مذهبونه یې قرباني کړل چې په دې هېواد کې ژوند کوي او هره ورځ دا جګړه لا پسی غزیږې چې همدې مسلې ته په پام سره تیره ورځ دجمیعت اسلامې ګوند په یوه غونډه باندې برید وشو چې سم دواره یو شمیر کړیو دا برید په قوم او په ځانګړې ډول په جمیعت برید وبللو او په داسي حال کې یط دي برید ته قومې رنګ ورکړ چې تیره یوه میاشت دهېواد پښتون میشتي ولایتونه تر ټولو زیات ددي بریدونو قرباني وه لکه پکتیا ، کندهار ، کابل او ان دپښتنو په رسنیو شمشاد باندي هم برید وشو ، خو هیچا ونه ویلي چې دروانې نارواجګړې قربانیان پښتانه دي همدارنګه په تیرو څو میاشتو کې به کابل کې دهزاره ګانو په جوماتونو هم بریدونه وشول خو هغه ښاغلو چې پرونې برید په جمیعت برید ګڼلی دی نو هیڅکله یې ونه ویلي چې ولي دا بریدونه وشول او څنګه باید دا بریدونه مهار کړو خو کله چې دا بریدونه دوۍ په نښه کوي دوۍ ورته رنګ رنګ قومي او ګونديز رنګونه ورکوي او دا بریدونه سازمان شوي بلي.

خو دا مسله دوۍ هیره کړي ده چې تروریزم نه مرز پيژنی ، نه قوم پيژني او نه هم مذهب بلکې دوۍ یوازي دپردیو ګټو لپاره کار کوې او موخه یې هم یوازي وحشت خپرول دي او یوازې او یوازې ددي لاري څخه دخپلو ملاتړکونکو استخباراتو دګټو خوندیتوب دی ،نه دا چې یو قوم یا یو ولس په نښه کړي او دوۍ اوس دا کارونه ددي لپاره کوې ترڅو هغه جبهه یې جګړه چې دوۍ په کې ماتي خوړلي ده هغه په دی شکل سره پټه کړي او دخپلو بادارانو دباور د ترلاسه کولو لپاره افغانان په خپلو منځو کې په قومې او مذهبي ډلو سره وویشي او له دي لاري خپلو اهدافو ته ورسیږې .

خو اوس افغانان باید پوه شي چې دا جګړه دافغانانو ترمنځ دمیشتته قومونو جګړه نه ده بلکې دا جګړه دتروریزم او هغه وحشیانو پرضد جګړه ده کومه چې دغي وحشیانو دپردیو ګټو دتامین لپاره شوروع کړي ده او داجګړه یوازي ددي لپاره کوي ترڅو دخبلو وحشي ملاتړ کونکو دملاتړ او هغوۍ څخه دمرستو دجلب او جذب لپاره داکراونه کوي او کوشش کوي ترڅو خپله هغه ناکمې چې دوۍ دافغان امنیتی ځواکونو سره دجنګ په ډګر کې خوړلي ده هغه له دی لاري وساتي خو دۍ باید پوه شي چې افغان ملت دتاریخ په اوږدو کې دافغانستان جغرافیه او خپلواکې ساتلي ده او دوۍ په ګډه دیو نوم یعنی افغان تر چتر لاندي افغانستان له هر ډول یرغلګر څخه ژغورلی دی.

خو په داسي کې چې دتیري ورځی برید قربانیان زمونږ ملي امنیتي ځواکونه وه چې دخپلو ځانونو په قرباني کولو سره یې د سلګونه افغانانو ژوند وژغورولو اوس یو شمیر قومي او سیاسي ټیکه داران هڅه کوې دا برید دخپل ځان پرضد توجیه کړي او له دی لاري خپلې ګټې په خپل خوار ولس کې وساتي او یو ځال بیا دخلکو په وینو سوداګري وکړي ،نو اوس زمونږ د ټولو ګډ مسولیت دی چې ددي خلکو په وړاندي په ګډه ودریږو او د تروریزم ترڅنګ قومي او سیاسي ټیکه دارانو ته هم نه ووایو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply