بېړنۍ خبر / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 579

ولسمشر په رښتيا شپاړس ساعته کار کوي، زما لاس ته داسې نښې او شواهد راغلي چې اتلس ساعته او تر دې زيات کار ته اړم دی.
د ده واک کله تر پاچا پراخ او مضبوط راوځي، چې په موډ کې وي له عبدالرحمان خانه يې هم هسکه ور اچوي، خو کله دومره بې‌واکه چې سړی فکر کوي له ځانه به مچان هم نه‌شي شړلای.

که وغواړي قاضي القضات هم له دندې لېرې کولای شي، د مزار پر هوايي ډګر يې د خپل لومړي مرستيال د الوتکې د کوزېدو مخه په جرمني پوځيانو و نه نيوله، ترکيې ته يې تبعيد نه کړ؟
دا يې د واکونو، صلاحيتونو انتها ده، خو بې‌واکي دومره چې له ډېر زور وهلو يې د نوم په وتلو، په دې درې نيم کاله کې يوه والي ته هم اوبه نه‌شي ځګ کېدای، که څوک يې نه مني د بشري حقونو خپلواک کمېسيون رييسه دې لېرې کړي؟
د شپاړس، اتلس ساعته کار ګټه يې ښايي په ذره‌بين کې وکتله شي، خو د ارګ دې نيم درجن ويندويانو ته يې غضب څرګند دی.

په حوزو، روغتونونو او د ښار په درملتونو کې د شپې څوک په نوکريوالي پسې دومره سر نه ګرځوي، لکه په ارګ کې چې يې ويندويانو ته دغسې نوکريوالي جدي نيولې ده.
که د شپې پر يوه بجه يې هم کله سترګې سره ورغلې، خير يې نه‌شته، ځکه دا نه ده مالومه چې ولسمشر او لومړۍ بېګم د شپې په کوم پېر کې پر يوه پرېکړه، حکم او امر سلا کېدای شي؟

دوا خان مينه‌پال د دې پر ځای چې د ارګ له پلوونو يې څېره وغوړېږي، ګونځو او کوړيتو پرې اتڼ ګډ کړی، تاسې د عامه کتابتون د رييس په توګه د ده تصوير له اوسنيو هغو سره پرتله کړئ، فرق صاف ظاهر هی.
زه دا نه وايم چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رييس ګوښه کېدل د ولسمشر واک نه دی، خو يو بل خپلواک کمېسيون داسې دی چې د رييسې يې دا څلورم دور او شپاړسم کال دی چې پر خپله چوکۍ سريښ ده. که نه تر اوسه ښايي څلور رييسان پر دغه چوکۍ ټاکل شوې وای، خو ولسمشر سره له دې چې تقاعد يې جدي ګڼلی، سېما سمر پر دغه چوکۍ مېخ کړې ده.

خبره د ولسمشر د شپاړس ساعته کار او فوري بېړنيو اجراتو ده، د دې يوه نښه دا ده چې چهارشنبه د اوو بجو په خبري سرويس کې يوه ټلوېزيون د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رييس مرکه خپره کړه چې ده په‌کې تر فولادو هم په کلکو ټکيو د خپلې استعفا او برطرفي اوازې رد کړې. تر له دې له مخه د کمېسيون وياند، د رييس د استعفا او برطرفي اوازې او خبرونه په دغسې کلکو ټکيو رد کړي وو.

په مرکه کې ده ومنله چې د ولسمشر دويم مرستيال يې پر ضد کميشنران جلا جلا ارګ ته غواړي چې دی استعفا ته اړ کړي، خو دی به دا کار و نه کړي، هيڅوک يې له دندې د ګوښه کېدو واک نه لري.

درې نيمې دقيقې به وتلې وې چې د ټلوېزيون وياند د بېړني خبر اناونس ورکړ، په دې ټکيو چې همدا اوس له يې له ارګه بېړنی خبر تر لاسه کړ چې د جمهور رييس د حکم له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس له دندې ګوښه شو.
ځينې پوسټونه داسې وي چې ولسمشر يا صدراعظم ورته اشخاص غوره کولای شي، خو تر ټاکلې مودې يې لېرې کولای نه‌شي.

دغه پوسټونه درې څلور کلنه يا تر دې زياته کاري موده لري لکه قاضي القضات، د سترې محکمې د عالي شوار غړي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس او کميشنران…
که دوی د کومې تېروتنې او جرم مرتکب وګرځي، د ادارو دننه يې د پلټنې او پوښتنې خپل پروسيجر او کاردود دی. همداسې لکه پارلمان چې د ولسمشر «که څه هم په خيانت تورن شوی وي» د ايسته کولو واک نه لري، بلکې د ټاکلي کاردود له مخې يې قضيه څېړل کېږي.

نواز شريف، جنرال مشرف له څلورو مشرانو جنرالانو را پورته او د پوځ سرلښکر وټاکه، خو د درې تر پوره کېدو وړاندې يې په لېرې کولو خپل حکومت بايلود.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply