د فساد ضد مبارزه ولسي ملاتړ غواړي/محمد بشیر یوسفزوی

0 809
 
فساد داسې دی لکه د ونې یا مېوې د تن چینجی چې له داخله ونه او مېوه دواړه تخریبوي، ګټورتوب او موثریت یې له منځه وړي . دا نو د خلکو او ولس مسوولیت دی چې فساد سره جدي مبارزه وکړي. له فساد او مفسدینو څخه خپله کرکه په ډاګه کړي.
د فساد او مفسد پر وړاندې خپل حساسیت ډېر کړي او څومره چې دغه حساسیت زیات وي، نو همغومره به یې ګټه زیاته وي، ځکه کله چې مفسد په دې پوه شي، چې ټولنه کې ځای نه لري، هر ځای به رټل کېږي او خلک به ورڅخه مخ اړوي، نو هغوی مجبوره دي چې له فساده لاس واخلي یا حد اقل زیات او ښکاره فساد ونه کړي.
تر ټولو بد حالت هغه دی چې کله په ټولنه کې د فساد پر ضد معافیت زیات شي او یا خلک ووایي چې زما یې څه؟ خو حکومت دې د فساد مخه ونیسي، حال دا چې د فساد مخنیوی یوازې د حکومت د وسې کار نه دی او بله دا چې ډېر وخت په خپله خلک فساد ته زمینه برابروي.
فساد سره د مبارزې په برخه کې چې په نړیواله کچه یې افغانستان ته لویه بدنامي وراړولې حکومت جدي ګامونه اخیستي او دغه مبارزه لا هم په جدیت ادامه لري، مګر لا هم د خلکو د هیلې برابر لاسته راوړنې او پایلې نه لري.
له فساد سره د حکومت د مبارزې له برکته د ملي تدارکاتو کمیسیون د وزارتونو لوی قراردادونه له غلا او فساد څخه پاک کړي او د قراردادونو د قانوني کېدو له لارې یې په میلیونونو افغانۍ سپما کړې چې دغه سپمول شوې افغانۍ به  د هېواد د امینتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو د پالنې او هغوی ته د اسکانو برابرولو په برخه کې ولګول شي.
حکومت د کابل بانک له پوروړو څخه ۴۰۰ میلیون ډالر بېرته ترلاسه کړي او پاتې پوروړي که پر ټاکلي وخت د کابل بانک پورونه ورنه کړي، نو جایدادونه او شتمنۍ به یې د کابل بانک پورونو کې معامله شي.  
دولتې ادارې اصلاح شوي، ادارې د ځوانېدو او مسلکي کېدو لورته نږدې شوي. هر وزارت او دولتي اداره په دقیقه توګه خپلې شته ستونزې، ظرفیتونه، امکانات، وړتیاوې او اړتیاوې ارزوي او تر څنګ یې د ښه والي لپاره مناسبې لارې او بدیلونه وړاندیز کوي. د دولتي کارکوونکو د معاشونو تر منځ پخوانۍ ناانډولي او تفاوت له منځه تللی دی.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د فساد کچه راکمه شوې او لا هم هڅې کېږي چې دغه کچه صفر ته تقرب وکړي. د فساد ضد مبارزې له برکته د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې لوړې شوي، تمویل او تجهیز ته یې پاملرنه شوې، امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته تللي. زموږ مېړنیو ملي ځواکونو د خپلو بې درېغه اتلولیو او سرښندنو له برکته نړیوالواو خپلو هېوادوالو ته دا ثابته کړې چې د خپل هېواد او خلکو دفاع کولی شي.
سره له دې چې له امنیتي پلوه تېر کال سخت کال وو، مګر د اصلاحاتو، متمرکزه پلانونو او  ستراتیژیو له امله  حکومت او مالیې وزارت وتوانېدچې خپل عایدات ۲۲ سلنه زیات کړي. که ولس د حکومت د اصلاحاتو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي، نو باور دی چې په ادارو او ټولنه کې د شته فساد نوغی به ووځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply