ولسمشر غني: هغو افرادو او ډلو سره چې خلک ځوروي، قاطع چلند وکړم

0 625

کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٦): ولسمشر غني وايي، له هغو افرادو او ډلو سره چې خلک ځوروي، پرېکنده چلند وکړي.

نوموړي دغه خبرې، نن ماښام د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د خیراباد کلي له څو مشرانو سره په کتنه کې کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، هغوی د امنیتي او سیمه ییزه ستونزو او دغه راز د غیر مسوولو وسله والو د ناوړه چلند په اړه خبرې وکړې.

یادو مشرانو د امنیت د ټینګښت د غوښتنې ترڅنګ، په خیراباد کلي کې وروستیو پېښو ته د رسیدګۍ او د عاملینو پر مجازاتو ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د دوی د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته، د دې مشرانو د صبر او حوصلې مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان اساسي قانون د ټولو هېوادوالو پر حقونو ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه: “افغانستان د ټولو هېوادوالو لپاره د امن کور دی او زه به د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه له هغو افرادو او ډلو سره چې خلک ځوروي، قاطع چلند وکړم.”

د ده په وينا، حکومت یاده موضوع تعقیبوي او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به د هغو پر وړاندې چې د خلکو د ځورونې لامل ګرځي، اقدام کېږي.

دغه راز ده ويلي، په ټولو سیمه ییزه ادارو کې هراړخیز اصلاحات راشي، ترڅو د دې ډول پېښو د تکرار مخنیوي وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply