د نشه یي توکو کښت او قاچاق/اېمل پیاوړی

0 813

کلونه وړاندې به د نشه یي توکو کاروباریانو او حتی عامو افغانانو ویل چې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق زیان افغانانو نه، بلکې نړیوالو ته متوجه دی او ځینو به لا حتی دا د نړیوالو پر ضد یو ډول مجادله، مجاهده او مبارزه بلله او ویل به یې چې موږ غواړو له دې لارې هغوی بدمرغه کړو او په نشه یي توکو یې له منځه یوسو.

مګر اوس چې ګورو د دې نتیجه برعکس راووتله، د نشه یي توکو کښت او قاچاق په خپله موږ بدمرغه او نابود کړو، ځکه چې ګڼ هېوادوال مو په نشو روږدي شول چې پلازمېنه کابل کې د کابل سیند په خوا او شا کې لسګونه په نشو اخته کسان په ډېر بدحالت کې چې د کورنیو لپاره د شرم نوغي ګرځېدلي لیدل کېږي.

د دې ترڅنګ د نشه یي توکو کښت او قاچاق هېواد هم له لویې بدنامۍ او بربادۍ سره مخ کړی دی. په نړیواله توګه افغانستان د نشه یي توکو د لوی تولیدونکي هېواد په توګه پېژانده شي او تر دې لا بده دا چې د نشه یي توکو له کښت او قاچاق څخه په میلیاردونو ډالر ګټه بهرنیان ترلاسه کوي او هغوی یې بېرته په هېواد کې د مافیا او تروریستي ډلو په پیاوړي کولو لګوي.

یانې د نشه یي توکو د کښت خواري زموږ بزګر ګالي او د دغې بدنامۍ نړیوال پېغور په لویه کې افغانستان ته ور ترغاړې دی، خو ګټه یې بهرنیان، مافیا او تروریستي ډلې ترلاسه کوي او زموږ د بزګر په لاسونو کرل شوي او پالل شوي نشه یي توکي بېرته زموږ د هېوادوالو په بدمرغۍ، بدبختۍ، وژلو او تباهۍ لګول کېږي.

د نشه یي توکو د قاچاق ډېرې پیسې د ترهګرو لاسونو ته لوېږي. د نشه یي توکو قاچاق یوازې افغاني، نه بلکې نړیواله کشاله ده، ځکه نشه یي توکي د ایران، منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان له لارې اروپا، امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د افغانستان په ناامنه سیمو او ولایتونو کې وسله وال مخالفین بزګر په زور د نشه یي توکو کرلوته اړباسي، ځکه د هغو د کښت، پروسس او قاچاق له لارې ډېر عواید د جګړه مارو او تروریستانو لاسونو ته ورځي او د جګړې او تروریستي فعالیتونو د پراخېدو لپاره یې کاروي.

همدارنګه کانونه چې د افغانستان اصلي پانګه ده د خبیثه حلقې، مافیا، کورنیو او بهرنیو قاچاقبرانو له لوري په غیر قانوني توګه قاچاق او کېندل کېږي. له همدې امله د کانونو او طبیعي عایداتي سرچینو سیمې ډېرې ناامنه دي او له دې لارې ترلاسه کېدونکې پیسې بېرته د جګړې په تمویل لګوي.

سره له دې چې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت سربېره د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې خاص عدلي مرکز او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معینیت فعالیت کوي، مګر بیا هم د نشه یي توکو او کانونو قاچاق په پراخه توګه ادامه لري.

حکومت په پام کې لري چې په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو په کچه یوه اجماع رامنځته کړي، ځکه له افغانستان څخه نشه یي توکي د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له لارې بهر ته قاچاق کېږي او د دغه قاچاق زیان یوازې افغانستان نه، بلکې د سیمې هېوادونه هم ویني، ځکه په سرحدي سیمو کې هر کال د دوی زیات امنیتي ځواکونه تلف کېږي او د دغو قاچاقي لارو د تړلو او کنټرول لپاره دوی پرېمانه پیسې لګوي، مګر د موثر کنټرول او مخنیوي لپاره یې سیمه ییزې اجماع ته اړتیا ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply