غرض او مرض

0 961

کورنيو چارو وزارت له پيله د ټلوالې يا په بله وينا، يوه ځانګړي تنظيم او قوم په پچه رسېدلی. له قانوني تر عثماني، جاهد او برمک پورې ټولو له همدې ډلې يا قوم سره په تړاو دغه چوکۍ اشغال کړې ده.
له حنيف اتمر پرته چې لنډ مهال د کورنيو چارو وزارت ورسره و، د دې ډلې يا تنظيم له خوښې پرته بل چا د کابينې دغه مقام ته لاره نه ده موندلې.
نور الحق علومي هم د ډاکټر عبدالله انتخاب و، د تاج محمد وردګ په غوراوي کې هم له قانوني سره د ده نوې خېښي او خپلوي شامله وه.

په هغه وخت کې چې حامد کرزي قانوني له کورنيو چارو وزارته پوهنې وزارت ته تبديل کړ، څو ورځې يې داخله وزارت په خپل ګورت کې برمته ساته، تر هغه چې د تاج محمد وردګ له‌پاره يې د کورنيو چارو د وزير په توګه د چوکۍ پرېښودو ته هو کړه.
له همدې ځايه د کورنيو چارو وزارت ټول ارګانونه ځانګړي تنظيم، قوم او سيمې لاندې کړي وو.
ښاغلي برمک خپله منلې چې د نظم عامه شپېته سلنه او بلوا ضد اتيا سلنه افراد تاجکان دي.

د نظم عامه په بلوا ضد يونټ کې چې د ساتنمنانو د ټاکنې په اړه کوم مکتوب قوم‌ګرايانه بلل شوی، هغه داسې دی لکه چا ته چې وايې غوږ دې سپي يووړ، خپل غوږ ته د کتو پر ځای په سپي پسې ځغاستې ته بډې پورته کړې.
لکه چې شمېرو ښوولې، په دغو ارګانونو کې وار له مخه د تاجکانو ونډه زياته ده، د دې له‌پاره چې قومي انډول په پام کې نيول شوی وي، په دغو ارګانونو کې د نورو قومونو پر شموليت ټينګار د دغه مکتوب اصلي محتوا ګڼل شوې.

دا سمه ده چې مکتوب ښايي په دغسې محتوا او عباراتو نه وای ليکل شوی، خو د مکتوب دغه عبارت هم د قوم‌پالنې يا قومي تصفيې مفهوم نه‌شي ښيندلای.
له بده‌بخته ځينې عناصر چې د قوم‌پالنې مرض او غرض په مخه کړي، همېشه په دې برخه کې کوږ فکر کوي، که څه هم په زړه کې ښه پوهېږي چې د مکتوب موخه دا نه ده، خو د خپلو شخصي ګټو له‌پاره يې پر حکومت د فشار غوغا ګرځولې ده.

د شهيد سردار محمد داوود خان په جمهوريت کې پر يوه عريضه د پوهنې وزير مرحوم پوهاند عبدالقيوم له احکامو دغو کړيو همدغسې يوه غوغا را پورته کړې وه.
پوهنې وزير ته يوه عريضه رسېدلې وه، عارض ځان د وردګو اوسېدونکی بللی و چې د ښوونکيو رياست لال او سرجنګل ته تبديل کړي، ده په خپل ولايت کې د دندې قانوني غوښتنه لرله، د وزير په احکامو کې راغلي وو چې «که عارض د وردګو وي او د ولايت اړوند ښوونځيو کې کمبود وي، په ودرګو کې دې مقرر شي.»

له دغو احکامو غرضي او مرضي کړيو دا را وايستل چې که ودرګ وي، مقرر دې شي. وروسته يې دا تبۍ او لکۍ ورسره يو ځای کړه چې که ودرګ وي مقرر دې شي، که پښتون وي انتظار دې وکړي، که تاجک وي وهئ يې!
سياسي اغراض د همدغسې امراضو د ميکروب ودې ته زمينه چمتو کوي او په ټولنه کې د افتراق او نفاق اور ته لمن وهي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply