ولسمشر ته ډاډ / واحدګل هاشمي

0 645

افغانان شاوخوا شپاړس کاله مخکې له جنګه ستړي وو هر چا خپل ورور، پلار، مور او د کورنۍ یو غړی له لاسه ورکړی وو او هر چا دا غوښتل چې دوي لږ په قراره کیني او دمه وکړي، د خلکو د توپک له میل څخه بد راتلل او کرکه یې ترې کیدله. دوي ټولو دا غوښتل چې کاش یو داسې څوک رامیدان ته شي چې ټول افغان ولس ورباندې راټول شي او ټول نړیدلي دیوالونه بیرته له سره ورغوي او بیرته خپل تللی او له لاسه ورکړی موقف او هیلې لاسته راوړي.

همدې ستړي او ځپل شوي ولس ته یوڅو تنه هغه اشخاص چې د وخت په سیاسیونو کې شمارل کیدل او ځان یې ددې وړ باله چې باید د نورو مخ ته لاړ شي او واک تر لاسه کړي صحنې ته راغلل. خوار ولس په ډیره بیړه او همت سره ترې ملاتړ وکړ، او خپله رایه یې ددوي لپاره وکاروله، همغه وو چې ددې خوار ولس په دعاګانو او ملاتړ دوي واک ته ورسیدل.

له دې وروسته هر افغان وګړي دا فکر کاوه چې زما هیواد به ډیر ژر د سیالانو سره سیال شي، هر دښمن ته به سور اور شي، او ډیر ژر به افغانان ددې جوګه شي چې په نړۍ کې د بااستعدادو خلکو په لیکه کې ورباندې شمار وشي.

خو هغسې ونه شول

دلته په ملیاردونو ډالر راغلل او تري تم شول، ځکه که د افغانانو د پرمختګ هیلې لويې وې خو لدې زیات لوي د هغه دور د مشرانو جوبونه وو، وخت تیر شو خو ددوي جوبونه ډک نه شول او په کلونو کلونو یې ددې خوار ولس د هر یتیم، شهید او معلول حق په خپلو جوبونو کې واچوو.

شاوخوا دیارلس کاله دغه خلک په واک کې پاتې شول، مګر په دیارلس کاله واک کې یې پوره دیارلس لویې پروژې هم په افغانستان کې عملي نکړې. او د نړیوالو له لوري تیارو پیسو ته به یې سترګې وې او ترلاسه کولو سره سم به ورکې شوی، خو په کار دا وه چې دوي باید په یوه داسې پلان کار کړی وی چې افغانان پخپله په خپل ځان بسیا وی، ځکه افغانستان یو داسې هیواد دی چې خورا زیاتې طبیعي زیرمې لري همداشان د هیواد له اوبو څخه مو نورو ګاونډیو هیوادونو ګټه پورته کوله او هیڅ پلان نه موجود چې بندونه یې پرې جوړ وی.

دی ته ورته افغانانو تل له یوه هیواده خپلې اړتیاوې پوره کولې چې پاکستان وو که به یې په زړه ښه وه خوراکي توکي به یې افغانستان ته راپریښودل او که به یې په زړه نه وه ښه، هر څه به په افغانانو ودریدل او د لومړنیو خوراکي توکو بیعې به دومره پورته شوی چې د یوه غریب افغاني له وسه به خبره پورته وه، دا او دې ته ورته ډیر مثالونه شته دي خو زه یې یادونه د خپل افغانیت لپاره شرم بولم ځکه په دوي د افغان نوم پروت وو.

له هغې وروسته چې افغانان په دې پوه شول چې په انتخاب کې غلط شوي او هر څه چې دوي انګیرل هغسې ونه شول او ددې په ځای چې حالت ښه شي لا بد شو نو ښه وو چې ددوي قانوني دوره پای ته ورسیده او له خدایه شکر چې نظام مو شاهي ندی کني دغو بې سوادانو او زورواکانو به زمونږ څه حالت کړی وو، زمونږ خو څه چې د افغانستان به یې څه حالت کړی وو.

نو له هغې وروسته ښه شوه چی تاسې د افغانانو په رایه او انتخاب ددې پاکې خاورې د ساتنې او جوړونې لپاره وټاکل شوی، ستاسې له انتخاب کیدو هره ثانیه تاسې ددې خوار ولس په غم کې شپې صبا کړي په ساعتونو ساعتونو مو کار ته مټ ورکړ، ځکه که تاسې داسې نه وی کړي سپینه خبره وه چې نور هم دا خوار ولس مخ په ډوبیدو وو ستاسې ځینې کارونه چې تاسې په ډیر لنډ وخت کې ددې خوار ولس لپاره تر سره کړل په رښتیا چې د ستایلو وړ دي او دا خوار ولس به هیڅکله هم ستا دا کار نامې هیرې نه کړي.

مثلاً یو څو یې د بیلګې په ډول یادوم

په هیواد کی د برښنا د ستونزې د حل په مورد د منځنۍ اسیا– جنوبي اسیا ته د بریښنا د لیږد پروژه چی د کاسا زر په نوم یادیږي تر ډیره د هیواد د برښنا د ستونزې د حل سره سره عاید هم لري.

د دغې پروژې له لارې به، له تاجکستان او قرغزستان نه، افغانستان او پاکستان ته به ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا انتقال شي.

د هوکړې له مخې، ۳ سوه میګاواټه برېښنا افغانستان ته راځي او زر میګاواټه برېښنا پاکستان ته انتقالېږي.

افغانستان به د د دغې پروژې له برېښنا څخه د ګټې اخېستنې تر څنګ، هر کال ۴۵ میلیونه ډالره د برېښنا د ټرانزیټ له پلوه هم عاید ولري.

ددې تر څنګ په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د ټاپي د پروژې پرانیسته د اقینې بندر، د کاسا زر پروژه چی مخکی پرې لږ معلومات هم وړاندی شول د چاه بهار بندر د پروژې موافقنامه، هرات ولایت کې د سلما د بند، د افغانستان او چین ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، د هند او افغانستان ترمنځ هوايي دهلیزاو بېلا بېلو هېوادونو ته د افغان چارواکو سفرونه او ورسره د سوداګریزو او ترانزیټي تړونونو لاسلیک کېدل شامل دي.

ددې هرې یوې پروژې په اړوند پوره مالومات وړاندی کول او ګټې بیانول  زیات وخت نیسي خو هره یوه یې د افغانستان د ډیرو ټپونو لپاره ملهم کیدای شي چې ستاسې د هڅو په مقابل کې تاسې ترلاسه کړي دي.

او له نېکه مرغه اوس تاسې په هره برخه کی لاسته راوړنې لرئ چی دا د ټول افغان ملت لپاره د خوښي ځای دی.

بله دا چی افغانستان تر بل هر وخته اوس د صاراتو لوړه کچه لري، سږ کال د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پر اساس دوی وړاندوینې ښيي چې د ۱۳۹۶ لمریز کال تر پایه به ۱۸۰۰۰۰ ټنه تازه مېوه او دغه شان یو مېلیون متره‌ مربع غالۍ بهر ته صادره کړي.

چی دا د تیرو کلونو په پرتله د وچې میوې په برخه کی ۳۰۰۰۰ زره ټنه زیات والی ښايي.

د بهرني سیاست په برخه کی هغه ګاونډیان چی هیڅ وخت یې په مونږ د خیر او خوښي ورځ نه لوریدله او په ډول ډول دسیسو یې غوښتل چی زمونږ هیواد راته وران ویجاړ کړي او تل مو ځان ته احتیاج وویني.

ستاسې د قوي بهرني سیاست په مټ د هغوي اوس د زوال ورځې راغلی دي.

اوس په نړی کی په ډیر بد نوم یادیږي نړیوالو چی څومره ارزښت پخوا ورکوو اوس هغومره ارزښت نه ورکوي، او بار بار په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګواهل کیږي.

اوس دلته زمونږ کور ته راځي او له مونږه سره د ځان د خلاصون مشورې کوي سوله غواړي او د ځان د پاتی کیدو هیله کوي چی دا د افغان ولس لپاره ستر ویاړ بلل کیدای شي.

د سپورت په برخه کی هم  ستاسې په مټ افغانستان بې پرمختګه ندی پاتی اوس دلته په زیاته اندازه په ډول لوبې کیږي، ډیرو هلکانو، نجونو د هیواد لپاره مډالونه راوړل د هیواد بیرغ اوس د زیات شمیر لوبو په میدانونو کی رپیږي.

د سپورت په برخه کی د افغانستان د سږ کال لویه لاسته راوړنه یادولی شو هغه هم د کرکټ په برخه کی چی د  ICC یا د کرکټ نړیوالی شورا بشپړ غړیتوب اخستل شامل دي.

د کرکټ نړیوالې شورا شاوخوا ۱۶کاله وروسته د خپلو بشپړو غړو هېوادونو په شمېر کې زیاتوالی راوست او افغانستان او ایرلینډ ته يې بشپړ غړیتوب ورکړ.

د کرکټ بشپړ غړیتوب کټه دا ده چی د افغان کرکټ بورډ کلنۍ بودیجه به یې د کال لسګونه میلیونه ډالرو ته ورسیږي چې کمه اندازه یې د کال پنځوس میلیونه ډالر اټکل شوې ده او په مالي لهاظ  سربیره د ځوانانو د سالمې بوختیا د میدانونو جوړیدل او د کرکټ لا وده شامل دي.

دا او ډیر نور داسې کارونه دي چې تاسې ددې خوار ولس د ځان بسیاینې لپاره ترسره کړل د همدې سره هر ځوان، هره پیغله او ددې هیواد هر اوسیدونکی له تاسې خوښ دی ستاسې له کارونو خلک راضي دي او ستا لپاره لا دعا کوي چې نور هم تاسې په خپلو چارو کې بریالي ووسې.

خو اوس یو خل بیا پخواني بدنام، او نالایقه شرمیدلي ازمایل شوي خلک غواړي چې تاسې تخریب کړي ځکه ستاسې هر پرمختګ ددې خاورې پرمختګ دی او ددوي لپاره لا د شرم ځای دی ځکه تاسې په لنډ وخت کې هغه چارې عملي ترسره کړی چې دوي په همدومره وخت کې طرحه او فکر هم نه شو ورته کولی.

د دوی هاغه لوي لوي جوبونه چې وو اوس تش شوي دي غواړي یو ځل بیا واک ترلاسه کړي او بیا ددې ولس حقونه چور کړي.

خو دا زه د یوه افغان په صفت وایم چې دوي به هیڅکه هم خپله تیر موقف ترلاسه نه کړي او وبه نه توانیږي چې دوي نور افغانان وغولوي، ګران ولسمشره ستا لپاره خو دا لویه خبره ده چې نن پکتیاوالو د یوه لاریون په ترڅ کې ټول یاد خاينین وغندل او ستا ملاتړ یې وکړ او په کلکه یې ورته وویل چې هر څوک چې د نظام د ورانولو هڅه کوي مونږ یې مخالفت کوو

نو تاسې هم دداسې خلکو خبرو ته غوږ مه ګږدئ چې هغوي په دی نه ارزي چی خبرې یې واوریدل شي

تاسې کار وکړئ ځکه کار کول ددې خاورې ستونزې حواروي او پاتې شوه زمونږ ډاډ، زمونږ ډاډ او ملاتړ به تر تله که خدای کول تا سره وي او مونږ به دی ملاتړي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply