څوک د افغان مظلوم ولس پر نزد لومړی کچه مسئول دئ/محمد ایاز نوري آزادي

0 1,475

۲۹/۱۱/۲۰۱۷

 

د پخواني افغان ولسمشر مرحوم محمد داود خان د یوه ډېر نژدې او معتمد او د ناظر زوی، شاغلي قاسم باز د افغان جرمن د ویپ پاڼې د نظریاتو په کړکۍ کښې زما په پته داسې لیکلي دي:

 

اسم: قاسم باز                                              محل سکونت: ویرجینیا امریکا            تاریخ: 28.11.2017

نوری .

تشکر ستاسی د لطف څخه !

خوشحاله یم چی زه مو د حزب دیموکراتیک خلق او یا اخوانی نه یم معرفی کړی، غیر نورمال فرق نه کوی.

په پښتو کی یو متل دی چی وایی. ( نن شوم په نغن شوم )

God Bless the Netherlands

این جواب اخرین من بشما محترم است، حیف من که به **** درګیر مشاجره قلمی شوم. بعد از این هر چه که مینویسید بنویسید نمی خواهم خود را همرای شما در یک ترازو تول کنم.

در اخیر همین قدر میګویم که مرګ به وطن فروشان بینظیر چپ و راست.»

 

شاغلی قاسم باز صاحب!

تاسو جناب یوه نیمه جمله مو په ملي ژبه پښتو ماته لیکلی ده او تر کلماتو مو ګرامري غلطې ګانې په کښې ډېرې دي.

د دغه درانه ویب سایت د درنو کتونکو او د هغه افغانانو په ګل ای روی، چې ماته ئې بدون د کوم غرض او مرض یو درنښت کړی دئ او مینه ئې راسره کړې ده، په احترام دغه څو ټکي لیکم:

درنو افغانانو! تاسو د پخواني د انګرېزي استعمار د سوغات نادري کور ماهیت د شاغلي قاسم باز په پورتني او نور لیکنو کښې تحلیل کړئ، دغه حاضره لیکنه کښې هم هغه کوم ښکنځل ماته لیکلي دي او د پورتال محترم مدیریت هغه حذف کړي دي.

بیا هم درنو افغانانو!

زه د ثور ۷، ۱۳۵۷ل کال په ورځ بې وسلې د کابل د مکتب لیسه په ۱۱ صنف کښې ناست وم او خپل درس مې تعقیب کولو. مرحوم پلار مې سره د فامیل د بلخ ولایت د بلخ ولسوالي په ښار کښې په یوه کرائي کور کښې د چای او لوبیا سره د اکثریت مظلوم ولس سره يه یوه دسترخوان ژوند کولو. ما تر پورتني ذکر شوي تاریخ پورې، نه د نور محمد تره کي، ببرک کارمل او حفیظ الله امین، نه رباني، نه د حکمتیار او یا رسول سیاف نوم د خپل آزاد منشه پلار او مشرانو وروڼو څخه مې او نه د کوم ملګري له خواء اوریدلای وه او شاغلي قاسم باز افغان دولت او حکومت په لاس کښې وه، د سردار داود خان په زور له غوښنو مادي او معنوي امتیازاتو څخه برخمند وه، د بادشاهي هوا ئې پر دماغ لګېدله، هېڅ ډول اقتصادي تشویش ئې نه لاره. هر چا د مُربي له ډاره ورته بلی صاحب، امر کنین!، بلی جناب باز صاحب بسیار عالي فرمودند…!، ویل او پر ما او د افغانستان پر بې ګناه ولس ئې روا او ناروا حکومت چلولو او د جمهوریت په نوم ئې پر ما (افغان ولس) فخر فروشي کوله.

جګړن محمد اسلم وطنجار د ثور د کودتا عمومي کومانډر

اوس تاسو درانه افغانان آزادانه حد اقل د خپل منطق، ایمان او وجدان سره مو یوه مشوره وکړئ، چې آیا د افغانستان د مظلوم او بې ګناه او تابع دار ولس په محکمه کښې په اوم د ثور په رڼا ورځ د خلقیانو او پرچمیانو په ذریعه د عسکري کودتا د موفق کیدو لومړی کچه مسئول دغه قاسم خان( داود خان او دولت ئې)  دئ او که زه متعلم د مکتب محمد ایاز نوري آزادي یم…؟!.

که سردار محمد داود خان د نادري انګلیس را صادر کړي خاندان د یوه برچه پک محافظ په توګه د خاندان د ۴۹ کالو او په بل عبارت نیمه پېړی حکومتي او دولتي حاکمیت په درشل ګښې په صداقت سره د افغانستان د بیچاره خلکو د سوکالي لپاره حتی یو خښته پر بله ایښي وي، که زه یا د افغانستان ټول ولس هم ترې منکر شي، اما زمونږ د حکیم خالق پر نزد هغه ثبت دي، اما که د خښتو او تیږو لګول د خلکو د اغواء او بوخت ساتلو په خاطر اجراء شوي وي، د دغه حساب به هم ورسره کېږي. د باز صاحب د درواغو تهمت په ارتباط زه لس کاله کم و بیش! په افغان اردو کښې موجود نه وم، بلکه ډېر کم وم. دا، چې ما ټوپک په لاس په هغه حاکمیت کښې خلک وژلي، دا هم باز صاحب درواغ او تهمت کوي. اما اصولاً زه باز صاحب سره په کومه ملي محکمه کښې ولاړ نه یم، چې ټک په ټک زه تحقیق ورکړم.

درنو افغانانو! اوس تاسو د شاغلي باز د دولت داري، کفایت او درایت په باب ولولی او آزادانه قضاوت پرې وکړئ. د کابل ګارنیزیون یا مرکزي مېشته عسکري قطعاتو په جمله کښې ټاپ د څلورمې زغره والې قواء څخه تر ارګ پورې لوی واټن پروت دئ. یو افغان افسر په نوم دې جګړن محمد اسلم وطنجار په ضمن کښې د ولسمشر داود خان یو منلی او ورته ګران افسر وي، په یو عجیبه جرات د قواء ۸۱۵ لمبر شوبلې ته حرکت ورکوي او ګړه، ګړه، ګړه، ګړه (دا عسکري درنه واسطه ۴۰ ټنه دروند والی لري، د خپل دروند انجن له کبله، چې چالان وي، یو ډېر مُهیب جګ آواز لري، چې تر لس کیلو متره واټن پورې اورېدل کیدلای شي). خلقي جګړن بدون هیڅ ډول پوښتنې او مانع، چې او بابا ، او جګړن صاحب! دا له خیره، چېرته؟ دا خو کومه والګاه موټر کښې سپور نه ئې، دا خو یو خطرناک او وژوونکی موټر دئ…؟،  د ښار د پل محمود خان موضع ته ځان رارسوي او لومړی ډز پر شاغلي قاسم خان ور کوي. شاغلي قاسم خان په دغه وخت کښې د کابینې جلسه دائره او ماته «افغان مظلوم ولس» ته د (د کار او د کارگر قانون) جوړي ؟؟، جګ شه او جنابه! درپسې راغلل، پوهېږې، وژني دې…!، که ته ډېر پخپل ځان مغرور او په سر سرتیر یاست، دلته یو مظلوم ملت بربادېږي…! ورشه  د بود او نبود وخت دې ده… ورشه د ارګ د شا جناح څخه، ځان د تاریخي بالاحصار پلي غُنډ ته ورساوه، قومانده لاس کښې واخله او د غُنډ د ټانګ کنډک د پل محمود خان په استقامت ورمرش کړه، چې د وطنجار زرهي مقاومت ته مانع شي. ورشه ته د ملت په مقابل کښې مسولیت لرې…! ښه، د خدای پار ده، سردار صاحب په ټول افغانستان او افغان پوځ تسلط لاره. په دغه ټاکونکو شیبو کښې او له هغه نه پخواء ورځو کښې دغه د سردار صاحب د استخباراتو خدمات ئې او هغه مُخلص کسان ئې، که ئې په رښتیا لرل، په کوم خوب او خیال کښې ډوب ول او یا دا، چې د ولسمشر څخه ئې هم د خلوص مخ اړولای وه؟

دا داستان اوږد دئ.

 

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply