ولي کندهار؟/ لیکوال حافظ احمد نصرت

0 690

لوی کندهار د شاهانو، امپراطورانو د ميړاني اتلولۍ او سرښندني ټاټوبي دی کندهار د تاريخ په صفحو کي په زرينو کرښو ګڼي لاسته راوړنې او کارنامي لري.

د افغانستان په پنځه زره کلن تاريخ کي لوی کندهار هغه حوزه ده چي اوسيدونکو یې خپل حضور فعال ښودلي او له دې ځايه يې پر نورو هيوادونو او سيمو حکمرانۍ کړې چي خپل هويت او اتلولۍ يې ټولي نړۍ ته ثابته کړې ده چي ښه بيلګي يې د لوی احمدشا بابا دوره، ميرویس خان هوتک، ملالۍ ميوندي او دې ته ورته نورو اتلانو يادونه ده.

اوس خبر دا ده چي په همدي پال او هيله یو شمير سياسيونو، د احزابو مشران، په حکومت کي لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکو د ولسي جرګي غړیو، له دندې ليري سوي پخواني څيري را غونډ سوي تر څو له دې  ځايه د حکومت د راپرځولو، د لوي جرګي را غوښتلو او پرحکومت د سياسي فشار راوړلو له لاري دا وښي چي  دا حکومت ناکاره، ناتوانه، د خلګو د غوښتنو په پوره کولو کي پاتي راغلي او خپل  سياسي او ګوندي حضور او زور نړيوالي ټولني ته ثابت کړي.

زه د اوسني حکومت پر یو شمير کمزوریو سترګي نه پټوم او دا نه وايم چي حکومت او نظام کي به ستونزي نه وي خو د داسي غونډو او سياسي فشارونو سخت مخالف یم چي د نظام او حکومت د راپرځولو هڅي پکي کيږي او د خپلو سياسي او شخصي غوښتنو لپاره د هيواد ملي ارزښتنو ته زيان رسوي

ځکه اوسنۍ وخت کي موږ د دې نظام بديل نه لرو که د راغونډ سوو اشخاصو او سياسیونو  نظر او اند  دا وي چي دوی به تر اوسنۍ  حکومت بل ښه حکومت جوړوي او د افغانستان د دایمي سولي او بقا لپاره به هڅي او کوښښونه کوي فکر نه کوم چي داسي څه دي وسي ځکه اوسنۍ غونډي راغلو اشخاصو ټولو هيوادوالو اوملت ته ازمایښت او امتحان ورکړي او د دوی له کړنو ښه خبر دي او نور د چاه په تشو ژمنو نه تيروځي.

باتور دوستم، عطا محمد نور، ظاهر قدير، همايون همایون او نور د غونډي طرحه کوونکي به دا فکر کوي چي له کندهار به یې پيل ښه وي او خپل هدف ته به ځان رسوي دا دوی فکر او نظر دی ځکه دوی د شاهانو د ټاپوبی نوم اوريدلي په تاريخ کي يې لوستلي خو ژوند يې  پکي نه دی کړي له دوی سره د لوی کندهارد ځوانانو ملاتړ نسته  دلته ميشت قومونه دملي یوالي د حکومت ملاتړي دي او د سر په قمیت د خپل حکومت او نظام تر شاه ولاړ ديٍ او دا په دې معنا نه ده چي غونډه کندهارکي جوړيږي نو د لوی کندهار د ولسونو به همدا نظر وي د لوی کندهار ځوانان او ولسونه ځانته خپله ديدګاه لري.

زه وایم له دې خلګو سره که د افغانستان درغښت، اقتصادي پراختيا، رغوونې، دایمي سولي او ثبات فکر وي نو د دې پرځاي چي د حکومت د راپرځولو هڅه کوي له دې نظام او حکومت سره دي د چارو په سمون او په افغانستان کي د پايداره حکومت د شتون په برخه کي لاس په کار سي ځکه دا جوړ سوي ګوډ او مات نظام د افغانانو د قربانیو په پایله کي رامينځته سوي او جوړ سوي دی

تل موږ افغانان د داخلی کش مکشونو او کورنۍ جګړو ښکار سوې یو او خپل هيواد مو په لوی لاس د اور کندي ته غورځولي دی نور بس دي راځئ د دې هيواد د جوړولو او نظام د پیاوړي کولو په برخه کي سره یو سوو او اختلافاتو ته د پاي ټکی کښيږدو.

په دې ورستيو کي د افغان حکومت لاسته راوړني او هڅي د افغانانو لپاره نه هيريدونکي دي غونډې پريږدی! د اوسنۍ ولسمشر سره د وطن په جوړولو کي مرسته وکړئ غني د غني افغانستان کلکه اراده لري.

په درنښت

حافظ احمد نصرت

لښکرګاه

۱۳۹۶/ ليندي / ۱۱/

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply