يو بريالی جنرال؛ چې هلمند يې له يوې لويې فاجعې وساته

0 862

د هلمند د ملي امنيت رييس تورن جنرال محمد ياسين خان يو له هغو د ګوتو په شمېر جنرالانو څخه دی چې په خپله وړتيا او حقه لاره يې د جنرالي ستوري ګټلي او اوږې يې د چا د احسان دروندوالی نه حس کوي.
ده ټولې هغه دسيسې چې پاکستان او د کوټې شورا د هلمند د سقوط او نيونې له‌پاره جوړې کړې وې، يو په بل پسې شنډې کړې او دغه ولايت يې خوندي وساته.
دغه استخبارتي افسر په هلمند کې د وروستيو جګړو زياتې درنې شپې په جګړه د بوختو سرتېريو په خوا کې د جنګ په ميدان کې تېر کړې دي.

تورن جنرال محمد ياسين خان هلمند ته له تلو وروسته لومړی کار د ادارې پر جوړښت کړی، مسلکي او ژمن کسان يې را يو ځای او بيا د کادرونو ودې پيل وکړ.
دا په تېرو څو کالو کې د هلمند په استخباراتو کې لومړی ځل و چې ډېرو کسانو ته د هغوی د وړتيا او استعداد په اساس، داسې مسووليتونه وسپارل شول چې ورباندې پوره وو.
د جګړې د عواملو او د طالبانو په ليکو کې د ځينو کسانو ځای پر ځای کول هغه چارې وې چې په سختو حالاتو کې يې د هلمند د سقوط مخه ونيوه.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، هغه مهال چې پر هلمند د توندو جګړو څپې راپورته شوې، تورن جنرال محمد ياسين خان د ملي امنيت اړوند يو ځواک جوړ او د جګړې ډګر ته ورکښته کړ.

عامو خلکو پر دغه ځواک د سنګريانو نوم کښېود او سنګريانو بيا په حتا په هغو سيمو کې طالبانو واک پکې چلاوه، په طالبانو د شپې خوب حرام کړ.
دغه ځواک له سقوط شويو سيمو د طالبانو ډېری مشران راوتښتول، د شپې چاپې يې ورباندې ووهلې او درنه مرګ‌ژوبله ور واړوله.
دوی د طالبانو په څېر جامې، ږيرې او پټکي درلودل، هماغه ډول ښکارېدل، يوازېنی توپير دا و چې دغه ځواک د وطن له‌پاره جنګېده.

وروسته چې طالب وسله‌وال د پاکستاني کمانډويانو په ملګرتيا د هلمند مرکز ته ورنږدې شول، همدا ځواک د ډګروال عصمت الله خان په مشري د جګړې ليکو ته کښته شو او مياشتې مياشتې يې د ښار د سقوط مخه ونيوه.
تورن جنرال محمد ياسين خان د طالبانو په ليکو کې د خپلو ځای پر ځای کړو کسانو په زور د لښکرګاه د نيولو په موخه د طالبانو له څو لويو لويو پلانو څخه وار له مخه خبر او او د امنيتي قواوو په زور له منځه يووړل.
په دغو پلانونو کې يوازې لس لوی موټربمونه وو چې وار له مخه يې مخه ونيول شوه.

په دې سربېره، څو ډلې چې انسانان به يې تښتول او مافيا ته يې کار کاوه، هم په ګوته او له بېخه وايستل شوې.
د همدې سړي له برکته اوس د هلمند استخباراتي اداره د يوه قوي او مسلکي استخباراتي پلان په اساس چلېږي چې له امله يې د لښکرګاه ښار، تر کابل څو چنده ډېر ارام او خوندي دی.
دی د سهار له شپږو، د شپې تر دوولسو بجو په درېشي کې وي او چې د جګړې لمبې لږې ارامې شي، د قومونو يووالي، د روانو کشمکشونو حلولو او له جګړې څخه د جګړه‌مارو په کښېنولو اخته وي.

موده وړاندې پاکستاني استخباراتو د کوټې شورا په ملګرتيا پلان جوړ کړی و چې د هلمند مرکز به سقوط کوي، حکومتي بنسټونه به نړوي، د خلکو شتمنۍ به لوټي او په دې توګه به لاره هواروي چې امريکايي هوايي ځواک پر لښکرګاه ښار درنې بمبارۍ وکړي.

په دغه پلان کې له طالب جګړه‌مارو سره پاکستانی کمانډو ځواک هم ملګری و او په هېواد کې دننه ورسره د حکومت دننه مافيا او د هلمند قاچاقبرو هم لاس يو کړی و، خو تورن جنرال محمد ياسين خان د دغه پلان مخه ونيوه او په دې توګه يې هلمند له يوې لويې فاجعې وساته.
د شهيد ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ د مهال، دغه پر وطن مين عسکر او رښتينی اتل دې لا بريالی، لا ګړندی او تر ډېره ژوندی پاتې وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply