د بيت المقدس په اړه پرېکړې دا نجلۍ وژړوله

0 1,115

وروسته له هغه چې د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېني په توګه په رسميت وپېژانده، د امريکا وتلې ماډلې بيلا حديد په لپو لپو اوښکې توی کړې.
دې پر خپله انسټاګرام پاڼه وليکل، د فلسطينيانو درد او د بيت المقدس په اړه په ټلوېزيون روانو خبرونو دا په ژړا کړې ده.

دې ليکلي، د فلطسين ماشومان، ښځې او سپين ږيري يې سترګو ته ولاړ دي او دومره ځورېدلې چې حتا ليکل هم نه شي کولای.
د حديد په خبره، بيت المقدس د ټولو دينونو د پيروانو کور دی او دغسې ظلم ورسره په هيڅ توګه د منلو نه دی.

دا وايي، ټرمپ د نورو ملتونو پر حق پښې ږدي او له زوره کار اخلي، چې دا ښه نه کوي.
بيلا حديد وايي، تر مرګه به د فلسطينيانو په خوا وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply