ارګانهای محلی له غلو سره لاس لري
کال وروسته هم يو فاسد ولسوال نه دی ګوښه شوی
سرخط ورځپاڼه
داسې پېښې کمې نه دي چې په ولايتونو او ولسواليو کې دې خلکو له ورباندې مسلطو فاسدو چارواکيو سر نه وي ټکولی، رسنيو ته دې يې ګرېوان نه وي څېرلی او پارلمان ته يې ورڅخه نه وي ژړلي، خو هر ځل چې خبره تر سيمهيزو ارګانونو رسېږي، هلته ورباندې تله تېرېږي.
په سيمهيزو ارګانونو کې پراخ فساد پخپله د دې لامل دی چې د خلکو غږ ته څوک غوږ نه نيسي او هغه کسان پر واک ساتي چې په دغه اداره کې يې له چا سره ګوتې پټې کړې، يا خوله ور خوږه کړې وي.
د دغسې پېښو له ډلې يوه يې د کندهار د تختهپل ولسوالي د ولسوال پراخ فساد او تر پرلهپسې شکايتونو وروسته هم، درې کاله د دغه ولسوال په واک کې پاتې کېدل دي.
شاولي خان درې کاله وړاندې يو عادي ټېکهدار و، بيا يې د موټرو شورم درلود، وروسته يې له شاولي کرزي سره راشه درشه پيل شوه او د هغه په فرمايش يو ځل د قبايلو رييس او بيا يې له سيمهيزو ارګانونو څخه کندهار ته د تختهپل د ولسوال په توګه د مقرري مکتوب يووړ.
شاولي خان له هماغې ورځې په ولسوالي کې فساد او د خلکو ځورول پيل کړل او دغه لړۍ لا تر اوسه روانه ده.
سرخط ته په لاس ورغلي اسناد ښيي چې شاولي خان په دغه ولسوالي کې نه يوازې د خلکو ځمکې لاندې کړې، بلکې خلک يې په زيو او خېلونو وېشلي، د ولسوالي خلک يې د يو بل وينو ته تږي کړي، خپل کسان يې د ولسوالي په بېلابېلو چوکيو کښېنولي، له پروژو او د خير له نورو کارونو باج ټولوي او دا چې په سيمهيزو ارګانونو کې يې څوک ملګري دي، نر نهشته چې کاږه ور ته وګوري.
سرخط ته د سيمې خلکو د شاولي خان د پراخ فساد ګڼ ثبتونه او اسناد سپارلي دي.
په دغو کې يوه يې د تختهپل په ملهيد سيمه کې د ملي پيوستون له يوې پروژې د باج د اخيستلو ده.
ملي پيوستون پروګرام په دغه سيمه کې يو سړک جوړاوه، خو ولسوال يې مخه نيسي او بيا ترې د پرېمانه پيسو تر اخيستلو وروسته د کار اجازه ورکوي.
شاولي خان د نور احمد په نامه خپل يو اخښی خپل ساتونکی مقرر کړی دی او د رشوت زياتې پيسې د همدې کس په لاس راټولوي.
د ملهيد له پروژې هم د نور احمد په لاس د ولسوال لهپاره نهه سوه زره افغانۍ اخيستل شوې او ولسوال بيا د خپل ځان په نامه ورڅخه دوه سوه او نولس زره افغانۍ نورې هم وړې دي.
په دې سربېره، ښاغلي ولسوال د خلکو د ځمکو لاندې کولو ته هم کار ويلی دی.
ده د تختهپل په سيف الدين وياله سيمه کې د حاجي ملا عبدالله، محمد اياز او محمد سليم سلګونه جريبه ځمکه لاندې کړې او خپل يوه تربور ته يې چې تور جان نومېږي، سپارلې ده.
که څه هم حاجي ملا عبدالله، محمد اياز او محمد سليم د خپلو ځمکو پاخه اسناد لري چې هم د طالبانو رژيم تاييد کړي، هم اوسني حکومت منلي دي، خو شاولي يې نه مني.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، يو کال وړاندې د تختهپول سپينږيريو د همدې ولسوال له ناکردو يو وار د کندهار ولايت مقام ته شکايت وکړ، خو هلته چې يې غږ وا نه ورېدل شو، د پارلمان دروازه يې وټکوله.
پارلمان کال وړاندې سيمهيزو ارګانونو ته ليکلي چې د دغه ولسوال چاره وکړي او خلک يې له ظلمه خلاص کړي، خو سيمهيز ارګانونه د غلو مله دي، د پارلمان پر مکتوب غوږ نه ګروي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320