بخارا پوهنتون کې د ولسمشر غني وینا په څه شي متمرکزه وه؟/ امیرجان وحید احمدزی

0 944

محمد اشرف غني د وخت د ښه مدیریت او له هغه څخه د اعظمي ګټه اخیستنې په برخه کې ځانګړی نوم دی. نوموړی د بهرنیو سفرونو پرمهال د الوتکې په داخل کې خپل وخت په لیکلو او لوستلو تېروي.

نوموړی د بهرنیو سفرونو پرمهال له  مقاماتو سره پر کتنو او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه له بحث او خبرو سربېره پوهنتونونو، اکاډمیکو مرکزونو او فکري بنسټونو کې محصلینو او ځوانانو ته د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت، شته فرصتونو او ظرفیتونو په اړه روښانه او مثبت انځور وړاندې کوي.

ولسمشر غني غواړي چې د هغوی له ذهنونو د جنګ ځپلي، وروسته پاتې او نارامه افغانستان تصویر وتوږي. د افغانستان د روښانه راتلونکي په اړه د بهرنيو رسمي مقاماتو تر څنګ د ځوان او اکاډمیک نسل په باوري کولو سره هغوی د افغانستان په اړه د نوي او مثبت خپلولو ته وهڅوي.

ولسمشر غني ازبکستان ته د خپل وروستي سفر په لړ کې په بخارا دولتي پوهنتون کې ډيپلوماتانو، استادانو او محصلینو ته خپله ارزښتناکه وینا د نړۍ او اسلام په تاریخ کې د بخارا ښار د مقام او ارزښت له بیانولو پیل کړه او د ازبکستان جمهور رئیس څخه یې، هغه ته د بخارا د لیدو د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه.

جمهور رئیس غني د بخارا دولتي پوهنتون په تالار کې ناستو ګډونوالو ته د افغانستان او ازبکستان تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو د نوې پاڼې د پرانیستلو د مبارکۍ ترڅنګ وویل: ”سل تحمیلي کلونو موږ یو له بله جلا کړو؛ اما ورور مې جلالتماب جمهور رئیس شوکت میرضیایف او زه مصمم یوو چې په څو کالو کې د یوې پېړۍ خساره جبران کړو.“

نوموړي ازبک محصلین له فرصتونو برخمن او له عمده ننګونو سره مخ  هغه خوش چانسه نسل وباله چې په سیمه کې د ازبکستان د مثبت رول او لیدلوري تطبیق همدوی ته ور تر غاړې دی او هغوی ته یې د دغه مهم مسوولیت د مبارکۍ ترڅنګ وویل: ” ستاسو هېواد، سیمه او نړۍ له تاسو ډېره توقع لري؛ ځکه تاسو په هغه ځای کې ناست یاست چې امام بخاري هلته د نړۍ د تاریخ بنسټ کېښود. موږ له تاسو ډېره توقع لرو“.

د هېواد جمهور رئیس په سیمه کې د ازبکستان مثبت رول ته په اشارې وویل: ”دې هېواد په سیمه کې د رهبرۍ عمده رول ترسره کړ او د سولې او ثبات لپاره په یوه نړیوال لوبغاړي د بدلېدو په حال کې دی.“

محمد اشرف غني منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول ازبکستان د اسیا د ټولو برخو د نښلولو لنډه لاره وبلله او له همدې امله یې  د زیربنا د ایجاد، د لوړو زده کړو بنسټونو د تاسیس او د مدیریت لپاره هر اخیستل کېدونکی ګام د یوې وچې د اقتصاد د راڅرګندېدو مهم ګام وباله چې رهبري او مدیریت به یې همدوی ته ور ترغاړې وي.

جمهور رئیس غني محصلینو ته په خطاب کې وویل: د اسیا د نړیوال کېدو او له دې بهیر څخه د نړۍ د ځینو برخو د وتلو پرمهال ستاسو دوه برابره کار او کوښښ ته اړتیا ده، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د ازبکستان او منځنۍ اسیا وده چې افغانستان یې یوه نه جلا کېدونکې برخه ده باوري شي.

نوموړي د کار، تخصص او د پوهې تعریف بنیادي بدلون ته په اشارې څرګنده کړه: ښځې او نارینه باید په بېلابېلو لارو دې کار ته ځواب ووایي. ستاسو نسل باید داسې بدلون رهبري کړي چې مخکېنیو نسلونو نه ده کړی؛ تاسو باید د دې بهیر رهبران او بنسټ اېښودونکي واوسئ. “

د هېواد جمهور رئیس وویل: تروریزم له دین او تمدن سره هیڅ اړیکه نه لري؛ نو”د اسلامي تروریزم“ په نومونو یې په اسلامي نړۍ پورې مه تړئ. اسلام هیڅ داسې کار نه لري چې په تروریزم یې ترسره کړي. د امام بخاري کتاب ولولئ او ترور رد کړئ، ځکه دا پدیده زموږ د سپېڅلي دین د تحریف په هڅه کې ده. دا پدیده د هغه تمدن هیڅ درک نه لري، چې موږ ورباندې ویاړو او ازبکستان په هغه کې زیاته ونډه لرله. له دې پلوه، موږ باید زموږ د ۱۵۰۰ کلن جمعي کار په اړه د لنډ فکره تعبیرونو تفسیر مخنیوی وکړو.“

د هېواد جمهور رئیس په ټینګار سره وویل: موږ باید یو ګډ بستر ولرو. له تېر څخه الهام واخلو، ځکه د پروفیسیور برانکوپن د ”ورېښمو لارې “ کتاب په اساس  ۲۰۵۰ کاله د مخه اوسنۍ بخارا او ازبکستان د نړیوالې راکړې ورکړې مهمې سیمې ګڼل کېدې.د بخارا رېښه د یو علمي مرکز په توګه حداقل ۲۵۰۰ کاله قدامت لري.

ولسمشر غني وویل: دا موضوعات ځکه له تاسو سره شریکوم چې موږ په منځنۍ اسیا کې له خپل تاریخ څخه محروم پاتې یوو او باید دوباره هغه اعاده کړو. زموږ موقعیت، تېر تاریخ، فرهنګ او تمدن  په یویشتمه پېړۍ کې زموږ مقام دوباره مطرح کوي.

د هېواد جمهور رئیس د ښه راتلونکي لپاره رهبري یوه مهمه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، د راتلونکي له درک پرته، تاسې راتلونکی نشئ ترلاسه کولی. تاسې باید «تغیر» درک کړئ. موږ له تغیره بېزاره یوو. په نورمال ډول دعمر له زیاتېدو سره د تغیر پر وړاندې زموږ مقاومت هم زیاتېږي.

محمد اشرف غني د رهبرۍ لپاره د متفاوتو افکارو پر طرحې برلاسي او د مشارکت رامنځته کول حتمي وبلل. د ده په وینا هیڅوک په یواځې ځان رهبري نشي کولی. نوموړي محصلینو ته په خطاب کې وویل: تاسې باید ټیمې کار وکړئ او باید ګډ بسترونه پیدا کړئ؛ «اورېدل» په دې برخه کې زیات ارزښت لري.

نوموړي د رهبرۍ تر څنګ مدیریت ته پام هم ارزښتناک وباله. مدیریت د خبرو نه، بلکې د کړنو په اړه خبرې کوي. هغه محصلینو ته سپارښتنه وکړه: تاسې باید پلان ولرئ، په زمانبندۍ پوه شئ، مهالوېش وپېژنئ، تاسې باید ډاډمن اوسئ چې باور د (چارو) د ترسره کولو له لارې ایجادیږي. که چېرې تاسې بخارا او سمرقند ته لاړ شئ لازمي ده چې یو ډول پلان ولرئ او که له بخارا نه سمرقند ته ولاړ شئ بل ډول پلان جوړونې ته اړتیا ده. که چېرې تاسې منځنۍ اسیا ته تغیر ورکوئ، دا کار د پلان جوړونې بلې طریقې ته اړتیا لري.

جمهور رئیس غني د محصلینو لپاره د اصلي رشتې ترڅنګ د پروژې د برنامه ریزي او مدیریت په اړه پوه ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، برنامه ریزي د پروژو د لنډمهاله او اوږدمهاله پروژو مجموعه ده.

نوموړي وویل، د ۲۰۰۸ کال مالي بحران څخه وروسته پنځوس هېوادونو ورته برنامې لرلې. هغوی غوښتل خپل داخلي ناخالص تولید لومړني حالت ته ور وګرځوي او زیربنا جوړه کړي. خو له لسو کم کسان په دې کې بریالي شول.

د ده په وینا جمهور رئیس اوباما  د خپل لومړیتوب په توګه غوښتل له دې لارې یو ټریلیون ډالر ترلاسه کړي، خو نوموړی د کانګرس د نه همکارۍ له امله د هیڅ زیربنا په جوړولو ونتوانېد، مګر کاناډا ټول کارونه په شپږ میاشتو کې طرحه کړل او د زرګونه پروژو په تطبیق او ترسره کولو وتوانېده. مالیزیا او سنګاپور له توقع زیات عمل وکړ، ځکه ټولې چارې په مدیریت پورې تړلې وې، نه په یو لوی لیدلوري پورې.

جمهور رئیس زده کړې ته په اشارې وویل: پخوا  (۱۹۶۸) چې زه ښوونځي ته تلم زده کړه محدوده وه. په هره علمي رشته کې د لږ او ډېرې پوهې پرمټ دې داسې شغل برابرولی شو چې د عمر ترپایه پرې بوخت وې، اما نن د دایمي زده کړې اړتیا مهمه ده. هر کال او د کمپیوټر ساینس رشته هر شپږ میاشتې یو ځل بدلون مومي. د طب، انجینرۍ او یا هرې بلې رشتې تعریف بنسټیز بدلون کړی.

محمد اشرف غني د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: د محصلانو دواړه نسله به په ازبکستان او افغانستان کې له ۴۰ څخه تر۵۰ کاله وروسته لپاره چارې رهبري کړي. په همدې ترتیب منځنۍ اسیا د هغې توانایي منتظره ده چې دا روزنیز او تحصیلي بنسټ به یې تولید کړي. تاسې احتمالا د معاصرې منځنۍ اسیا نننی نسل یاست. تاسو ته د بریالیتوب هیله کوم او ستاسو د اجراتو او کارونو منتظر یم.

ولسمشر غني د ازبکستان د جمهور رئیس او خلکو له لوري ده او ورسره پلاوي ته تود  هرکلی او ښه مېلمه پالنه د افغانستان د خلکو درناوی وباله او زیاته یې کړه، دا د افغانستان او ازبکستان د راتلونکو سلګونه کاله دوستۍ او رهوساینې فرصت برابروي

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply