د ډالري جهادیانو له لاسه

0 1,065

د ډالري جهادیانو له لاسه

دجهاد سوداګرو څومره دې غیرتي ولس ته په سپکه وکتل
هر یوه زموږ دین او افغاني غیرت ته ډیرپه بې نمکه وکتل
په افغانیت ، اسلامیت او جهاد یې خورا رشخند ووهئ
زموږ په مشرانو دین او ایمان یې خورا پوسخند ووهئ

د تاریخ دسپکاوي لپاره یې رحیمي منصور او پدرام هر یو شا بالا کړ
د وطن څه مور ازاره او لوچکان چې وه هغه هر یو یې دجهاد همسا کړ
د نیویارک د کوڅو روږد اوسادیستانو مست زړونو یې دلته بسیا کړه
څه چي رهزنان او حرمونیان وه هغه یې دلته اموخته په ګو پالا کړه
ګو پالا ( مفت خوره )

دې سپکاوي، افغاني تاریخ زموږ دې غیرت ته اک پک کړ
اسلامي جهاد یې دنیاوالو ته خورا کوچنی او ډیر سپک کړ
څومره خوشاله دي غلامي ته دا زموږ ټاکلې مشران د امریکا
یاني ولس هیڅ دی هیڅ، ټوله دا امریکا ده او داغربي دنیا

هم مو باداران دوی دي هم مو نران دوی دي هم مورهبران
ځکه دوی ټاکلې دوه سره حکومت چې سي له زړه د دوی مرییان
***
هغه چي د ښځو تیان یې پرې کول خبر نه یې دلته محقیقان سول
د مړو د نڅاه مبتکران دلته دسولې د سمي لارې خلیلان سول
د زرهاو بې ګناهو خلکو قاتلان دلته رشیدان او دوستمان سول
د دې وطن ملي او بین المللي سره غله ټوله دلته مسعودان سول
***
د اوس د ډیموکراسي د نیال اصلې پخې میوې همدا دي
د ګاونډ او دټوله غربي دنیا د چلش د زرو سکې همدا دي
څنګه ژر او څومره اسانه دین او وطن ته خیانت عام سو
د کفرې دنیا دې بې غیرتو د سیکو غلامانو ته څه پام سو؟

د دې اوهغه دنیا رتبې ورکوي دلته یوازې مرشید امریکا
څوک مووژني څوک مو پاچا کوي پيران پیر ناتو اکا
تر هغه چي دې دستر خوان کې دا آ ش او هم دا کاسه وي
همدا بې غیرته مشران به مو دډنګر طالب دلاسه بې اوداسه وي
***
طنز
محمود نظري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply